جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمحب: د پاکستان له مدرسو ۱۵ زره وسله وال د طالبانو په...

محب: د پاکستان له مدرسو ۱۵ زره وسله وال د طالبانو په ملاتړ افغانستان ته را روان دي

تاند (شنبه، د اسد ۲) ‏د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له یوې بهرنۍ رسنۍ سکای نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې د دوی د استخباراتي معلوماتو پر اساس د پاکستان له مدرسو څخه نږدې ۱۵ زره وسله وال د طالبانو په ملاتړ افغان ځواکونو سره د جګړې له پاره افغانستان ته را روان دي.

‏محب ویلي چې، دا وسله وال له هغو ۱۰ زره وسله والو څخه جلا دي، چې له دې وړاندې افغانستان ته راغلي ؤ.

نوموړي زیاته کړې چې، پاکستان له افغان طالبانو پوځي، مالي او عاطفي ملاتړ کوي او طالبان پر القاعده سربېره له ټولو ترهګرو ډلو سره ژورې اړیکې پالي.

دا په داسې حال کې ده، چې نوموړي له دې وړاندې ‏په لندن کې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف سره په لیدنه کې ویلي، چې د متقابل درناوي، په سیاست او یو د بل په چارو کې د لاس نه وهلو په وسیله د دواړو ملتونو ګټې خوندي کېدای شي.

‏په دې کتنه کې محب په پاکستان کې د ډیموکراټیکو مبارزو د ملاتړ څرګندونه کړې او نواز شریف ویلې، چې پیاوړی او باثباته افغانستان د پاکستان او سیمې لپاره ګټور دی.

پاکستان پر ډېورنډ فرضي کرښه پرېمانه ملېشې ځای پر ځای کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب