جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهپاکستان پر ډېورنډ فرضي کرښه پرېمانه ملېشې ځای پر ځای کړي

پاکستان پر ډېورنډ فرضي کرښه پرېمانه ملېشې ځای پر ځای کړي

تاند (شنبه د اسد ۲) د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي، افغانستان کې د جګړو په زیاتېدو سره یې پر ډېورنډ فرضي کرښه ګڼ شمېر سرحدي او سیمه ییز پولیس او نورې ملېشې ځای پر ځای کړي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د خبر له مخې شیخ رشید احمد په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، اړتیا یې ولیده چې باید دغې کرښې ته څېرمه خپل نظامي حضور زیات کړي، نو ځکه یې دغه ګام واخیست.

د نوموړي په خبره، دغه ټول پاکستاني عسکر د تيارسۍ په حال کې دي او په وینا یې چې پر ډېورنډ فرضي کرښه به ګزمې کوي او که اړتيا وه جګړه به هم کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې، نه یوازې په دې اقدام سره به پاکستان ته د ورتلونکو افغان مهاجرو مخه ونیول شي، بلکې د هغو وسله والو مخنیوی به هم وشي چې د دوی خاورې ته ور اوړي.

پاکستان دغه ګام وروسته له هغه اخلي چې طالبانو پر سپين بولدک بريدونه وکړل او د دغې ولسوالۍ دروازې يې تر نيولو وروسته د پاکستانيانو پر مخ پرانيستې.

ورته مهال د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل افغان حکومت ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره ټول بندرونه بېرته په خپله ولکه کې واخلي.

د نبیل په خبره، پاکستان غواړي د سپين بولدک له لارې خپلې ملېشې او طالبان د افغانستان ولايتونو ته ننباسي.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له سکای نیوز سره په خبرو کې ویلي، د دوی استخباراتي معلومات ښيي چې د پاکستان له مدرسو څخه نږدې ۱۵ زره وسله وال د طالبانو په ملاتړ او افغان ځواکونو سره د جګړې لپاره افغانستان ته روان دي.

حمدالله محب زیاته کړې، دا وسله وال له هغو لس زرو وسله والو څخه جلا دي چې له دې وړاندې افغانستان ته راغلي و.

نوموړي زیاته کړې، پاکستان له افغان طالبانو پوځي، مالي او عاطفي ملاتړ کوي او طالبان پر القاعده سربېره له ټولو ترهګرو ډلو سره ژورې اړیکې پالي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب