شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeټولنیزتاریخد اعلحضرت نادرخان دوره

د اعلحضرت نادرخان دوره

لیکوال:عبدالهادي خلیلزی

 دنادر خان د پاچاهی دوره: -۱۹۲۹-۱۹۳۳

اعلحضرت محمد نادرخان یو مدبر سړی و ملی خصوصیات یی درلودل او په شاوخوا کې یې یو څه ملی اشخاص راغونډ کړل او د پکتیا ولایت د بیلو بیلو قبیلو د ملی مشرانو زامن او ورورنه یی په ځان راټول کړل اعزازی رتبی یی ورکړی او هر یو ته یی په اندازه معاشونه وټاکل او د دغه سیمو خلک یی د ځان مرهون کړل. په دی سربیره نادرخان څه پوه ورونه لکه محمد هاشم خان، شامحمود خان او شاولی خان درلودل چی دوی هم باتدبیره خلک و او د ده ښه مشاورین او مرستندوی و او بی مشوری یی کار نه کاوه.

 په دی سربیره ورسره په عام ډول د افغانستان علما، روحانیون او ملی با اعتباره اشخاص یی هم په ځان راغونډ کړل او له دوی سره  یي تفاهم او مشوری کولی علماو او روحاینونو د ده لپاره پوره کار وکړ او دی یی ښه قوی کاوه خلک یی د ده اطاعت او بیعت ته رابلل او خلکو ورسره بیعت وکړ. په دی کی شک نه شته چی د هر نظام او هر زعامت سره په وطن کی یو شمیر مخالف او ضد عناصر پیدا کیږی او وجود لری چی د دی منلی اصل په بنیاد د سقاو دځوی او د امان الله خان هواخواهانو د نادرخان د زعامت په مقابل کی اطاعت نه کاو باغی وو او هغه یی اولوالامر نه باله او همدا راز د امان الله خان ډلی د افغانستان د زعامت لپاره امان الله خان وړ باله.

په دی برخه کی د محمد نادرخان نیږدی مشاور سردار محمد هاشم خان خپل کار شروع کړ او هغه شمیر خلک یی په تدریجی ډول یو به پل پسی راغونډ کړل څوک یی بندیان کړل او څوک یی په دار کړل په خلکو باندی ویره او ډار حاکم شو او د دی لاری څخه امنیت تامین شو. نادرخان خپله مستبد سړی نه و ولی سردار محمد هاشم دی خبری ته وهڅاوه چی یو شمیر خلک مړه، بندیان او تبعید کړی او په دی کار کی یی د خپل حکومت بقا لیدله.

دوی د افغانستان خلک ارام کړل او دا د سردار محمد هاشم خان نقشه وه. وایی چی یوه ورځ سردار محمد هاشم خان څو دانی پل مرغان ماړه کړی و او څو دانی یی د څو ورځو وږی حصار کړی و نادرخان ته یی وویل راشه او دا دوه صحنی وګوره. اول بی دانی واچولی او ماړه پل مرغان یی راخوشی کړل کله چی دا پل مرغان راغلل کرار ودریدل او دانوته یی هیڅ توجه ونه کړه.

ددوهم وار لپاره یی وږی پل مرغان راخوشی کړل دانی ورته واچولی  دی وږوپل مرغان سره داسی جنګ جګړه شروع کړه چی سرونه یی سری وینی کړل نو محمد هاشم خان نادرخان ته وویل که داملت دی موړ وساته نو ددغه پل مرغانو په څیر به احتیاج نه وی او زمونږ دبربادۍ تکل او ملاتړ به کوی او که وږی ونو ددغه وږوپل مړغانو په څیربه  سره په خپل منځ کی اخته وی احتیاج به وی او مونږ به یی د شره خلاص یو.

دوی همداسی وکړل د نادرخان په پنځه کلنه دوره کی په افغانستان کې هیڅ کوم داسی اقتصادی، اجتماعی، او داسی نور انکشافات رانه غلل چی د خلکو په درد دواشوی وی بس خلک یی د ډانګی دلاندی وساتل او چاته یی دژبی او بیان دآزادۍ حق ورنکړ. په دی موده کی صرف یوه دیکتاتوری وه اونظم برابرواوسړی پوهیدی شو چی په ظاهر کی افغانستان یو ازاد مملکت دی ولی انګریزان ورباندی ډاډه و او کوم تشویش یی ورڅخه نه درلود. نادرخان دهغه اعمالو قربانی شو چی د سلطنت په ابتداکی یی کړی و. دا پاچا په کال۱۹۳۳ م کی د یوه شاګرد لاسه وویشتل شو او مړ شو دی شاګر د انتقام واخیست ولی دغه ماشوم شاګرد یی هم په سخته ظالمانه شکل وواژه.

د نادرخان د مرګه وروسته جوخت د شوربازار مرحوم حضرت صاحب فخر المشایخ د شاهی کورنۍ د نورو مشرانو او هواخواهانو په غوښتنه د ده د یوازنی زوی محمد ظاهر شاه دپاره د بیعت اخیستو ملاوتړله هم یی د وخت د اردو او هم د خلکو ملاتړ ترلاسه کړ او د ده دپاره یی د بیعت په اخیستو لاس پوری کړ او دا یی سرته ورساوه او د خلکو اعتماد یې حاصل کړ او محمد ظاهر خان دافغانستان  پاچا شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب