پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeروغتیاپه خوب کې د نارینه او ښځو توپیر

په خوب کې د نارینه او ښځو توپیر

څیړنې د دې ښودنه کوي چې میرمنې د نارینه وو په پرتله ډيرې د شپې مهال په خوب کې ویرېږي او له خپسکې سره مخامخیږي.

په یوې نوې څیړنې کې له ۱۷۰ تنو  کسانو غوښتل شوي دي چې د خپل خوب ر اپور ولیکي له هغه وروسته ولیدل شول چې ۱۹ فیصده نارینه او ۳۰ فیصده ښځې د شپې مهال خپسکه نیسي.

د پوهنتون ارواپوه ډاکټر جنیفر پارکر د دې خبرې ترڅنګ وايي، د نارینه او ښځو ترمنځ د خوب لیدو په ځلونو کې توپير نه شته.

همداراز یوه بله څیړنه د دې ښودنه کوي چې ښخې د نارینه وو په پرتله ډير نارامه خوب لري.

ښایي د دې چارې یو علت دا وي چې په ښخو کې میاشتنی عادت یا مریضي او هورموني عوامل موجود وي او د بدن تودوخه ېې هم لوړه وي بله خبره دا ده چې میرمنې له احساسي پلوه د نارینه ووپه پرتله عاطفي وي.

ډاکټرسباوون ستانکزی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب