شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو ورځنۍ لوبلړۍ سرېلانکا کې ترسره کېږي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو ورځنۍ لوبلړۍ سرېلانکا کې ترسره کېږي

تاند (شنبه، د اسد ۲) د افغانستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ په سرېلانکا کې ترسره کېږي.

له دې وړاندې ټاکل شوې وه، چې دا لړۍ په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي، خو تازه دا لړۍ سرېلانکا ته ولېږدول شوه.

ټاکل شوې، چې دا لوبلړۍ د سپتمبر میاشتې له لومړۍ تر پینځمې پیل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د راتلوونکو درېیو یو ورځینو لوبو لپاره تازه تېره شپه لوبډله اعلان کړه.

په دې لوبډله کې تر ډېره ځوانو لوبغاړو ته وخت ورکړل شوی دی.

په تازه اعلان شوې لوبډله کې : « رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدران، صدیق اتل، رحمت شاه، حشمت شهیدي (لوبډلمشر)، نجیب الله ځدران، اکرام علي خېل، شاهد کمال، محمد نبي، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، راشد خان، عبدالرحمن، نوین الحق، مجیب ځدران، فضل الحق فاروقي او نور احمد لکڼوال شامل دي.

په احتیاطي لوبغاړو کې یوسف ځاځی، سلیم صافی، شرف الدین اشرف او قیس احمد شامل دي.

افغان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې لوبو ته لوبډله اعلان کړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب