شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد حمدالله محب او نواز شریف لیدنې پاکستانیان غوسه کړل

د حمدالله محب او نواز شریف لیدنې پاکستانیان غوسه کړل

تاند (شنبه د اسد ۲) د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب او د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف لیدنې د یو شمېر پاکستاني سیاستوالو غوسه راپارولې.

د ملي امنیت شورا د معلوماتو له مخې حمدالله محب او نواز شریف تېره ورځ په لندن کې سره ولیدل. دواړو خواو د یو بل په چارو کې د نه مداخلې او یو بل ته د متقابل درناوي په هکله خبرې کړي‌ دي.

د پاکستان حکومت د اطلاعاتو او نشراتو وزیر فواد حسین د دې لیدنې په هکله توند غبرګون ښودلی چې ولې یې له داسې یوه شخص سره لیدلي دي‌. هغه ویلي محب پاکستان فاحشه خانه بولي او ترې نفرت لري.

حسین ویلي، «ولې د پاکستان څخه ټول نفرت کوونکي، له اجیت دووال (د هند د ملي امنیت مشاور) څخه نیولې تر محب پورې، په لندن کې ستاسو د ښایسته قصر لیدو ته درځي.»

نوموړي زیاته کړې، امرالله صالح، حمدالله محب او نریندرا مودي د پاکستان دښمنان او د نواز شریف ملګري دي.

په سیاسي چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال شهبازګل ویلي‌ دي‌ چې د ښاغلي شریف ملاقاتونه د دې ښکارندوی دي‌ چې هغه کوم هدف لري.

هغه زیاته کړې له داسې کسانو سره چې پاکستان ته یې ښکنځلې کړي ښکاره کوي چې د هغه اجنډا څه ده.

د حمدالله محب او نواز شریف لیدنې ګڼ شمېر نور پاکستانیان هم غوسه کړي دي. له دې نیوکو وروسته، په عامه او ستراتېژیکو اړیکو کې د افغان ولسمشر سلاکار وحید عمر بیا په افغانستان کې د پاکستان په مداخلې انتقاد کړی.

ښاغلي عمر په خپل ټویټر فواد چودري او نورو پاکستاني چارواکو ته په یوه ټویټ کې لیکلي، «زموږ د ملي‌ امنیت مشاور یوازې ستاسو د مخالف سیاسي ‌مشر سره ملاقات وکړ او تاسو ته یې دومره زور درکړی (ځورېدلي یاست). فکر وکړئ، تاسو چې تروریستان روزئ او تجهیز کوئ او هغوی هره ورځ زما خلک وژني. تاسو هغوی ته امن ځایونه ورکوئ، هغوی ته پېسې ټولوئ او په خپلو روغتونونو کې یې درملنه کوئ.»

د یادونې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي‌ اړیکې تر هر بل وخت اوس ډېرې خرابې شوي‌ دي چې دواړو هېوادونو خپل سفیران او ډیپلوماتان هم ورغوښتي دي.

1 COMMENT

  1. پاکستان هم چی کله پوه شی چی افغانستان هم زموږ په څیر کار کولی شی نو بیا چیغی شروع کړی مګر ټولو هیوادوالو ته په یاد ده چی دوی تل له ګلبدین، عبدالله، محقق، خلیلی، د مسعود وروڼو او ځوی سره او همدارنګه ګلبدین او شهنواز تڼی سره کتنی کوی مګر تر اوسه افغان دولت هیڅ غبرګون ونښود مګر نن چی محب له پاکستانی سیاست مدار سره کتنه کوی بیایی په زخمونو زهر پاشل شوی.

    داسی ویل کیږی چی پاکستان له امریکا لاره جلا کړی او پاکستان همدا اوس مستقیم د طالبانو ملاتړ هم کوی او چین هم له پاکستان او طالبانو سره د امریکا پر ضد نیکی اړیکی پالی مګر امریکا بیا هم له افغان دولت سره دوکه وکړ او له طالبانو سره نیکی اړیکی ټینګی کړی آن تر دی چی برتانیی د طالبانو د رسمیت پیژندلو اعلان هم وکړ

    همدا اوس د روسیی ځانګړی استازی او امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی د طالبانو لپاره سیاسی او نظامی لابی ګیری کوی مګر تر اوسه نړیوالی ټولنی د پاکستان او چین په اړه هیڅ ګام پورته نکړ

    ترڅو چی په پاکستان سیاسی او اقتصادی فشار را نشی نو امکان نلری چی سوله او ثبات مو په نصیب شی ځکه هر ورځ اوریدل کیږی چی پاکستان ۱۰ زره یا ۱۵ زره ملیشی د طالبانو د ملاتړ لپاره افغانستان را ولیږلی

    مګر بیا هم نړیواله ټولنه، ملګری ملتونه او د امریکا کانګریس د پاکستان په اړه پټه خوله ده یعنی پاکستان هر څه د امریکا ، برتانیی ، چین او روسیی په اشاره او مرسته کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب