تاند (پنجشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۵ مه) ویزه کایډ شرکت، چې هر څه موده وروسته د نړۍ د هیوادونو د پاسپورټونو درجه بندي اعلانوي، په تازه راپور کې ویلي چې د سنگاپور پاسپورت د اروپایي هېوادونو تر پاسپورټونو مخکې شوی او د نړۍ تر ټولو قوي پاسپورټونو په درجهبندۍ کې یې لومړی مقام ترلاسه کړ. دا په داسي حال کې ده چې په پخوانۍ درجهبندۍ کې لومړی ځای د هسپانیا و چې اوس درېیم مقام ته کښته شوی دی.
د نړۍ د ځواکمنو پاسپورټونو په نوې درجهبندۍ کې، چې د ویزه ګایډ (VisaGuide) شرکت له خوا ترسره شوې، ښيي چې د سنگاپور پاسپورټ د ۲۰۲۴ کال په دسمبر میاشت کې په ۹۱.۲۷ امتیازونو لومړی ځای خپل کړی.
له دې وروسته په ترتیب د فنلنډ، هسپانیا، ډنمارک، ایټالیا، مالټا، فرانسې، جاپان، اتریش، او هنګري پاسپورټونه ځای لري.
دغه شرکت د ۱۹۹ هېوادونو پاسپورټونه د بېلابېلو فکتورونو لکه بېویزې سفر، د الکترونیکي ویزې امکانات، او نورو هېوادونو ته له پاسپورټ پرته د لاسرسي پر اساس درجهبندي کړي دي.
د دې درجهبندۍ پر بنسټ، د سنگاپور پاسپورټ له ۱۰۰ ممکنه امتیازونو څخه ۹۱.۲۷ امتیازونه ترلاسه کړي.
د شلو تر ټولو غوره پاسپورټونو په منځ کې یوازې دوه غیر اروپایي پاسپورټونه دي، چې د سنگاپور او جاپان دي.
په منځني ختیځ کې د متحده عربي اماراتو پاسپورټ د نړیوال ۳۳م مقام په ترلاسه کولو سره په خپله سیمه کې لومړی ځای لري او د بریتانیا (۳۸م مقام) او د امریکا د متحدو ایالتونو (۴۳م مقام) له پاسپورټونو څخه پورته دی.
د مهاجرینو منونکو هېوادونو لکه استرالیا، نیوزیلینډ او کاناډا پاسپورټونه په ترتیب سره ۲۹م، ۳۱م، او ۳۶م ځایونه خپل کړي دي.
په داسې حال کې چې د ترکیې پاسپورټ په ۹۳م ځای کې راغلی، د ایران پاسپورټ ۱۷۱م مقام لري او ورپسې د ۲۸ نورو هېوادونو پاسپورټونه دي، د سریلانکا (۱۷۳م)، بنګلهدېش (۱۹۰م)، شمالي کوریا (۱۹۲م)، عراق (۱۹۴م)، پاکستان (۱۹۶م)، او افغانستان (۱۹۸م).
په دې حساب د افغانستان او پاکستان پاسپورټونه د نړۍ تر ټولو کمزوري پاسپورټونه دي.