پنجشنبه, دسمبر 12, 2024
Homeخبرونهد اسلامي همکارۍ سازمان د افغان نجونو پر زده کړو بندیز د...

د اسلامي همکارۍ سازمان د افغان نجونو پر زده کړو بندیز د اسلامي اصولو خلاف عمل وباله

تاند (پنجشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۵ مه) د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې له طالبانو وغوښتل چې د ښځو د طبي زده کړو پر بندیز بیا غور وکړي. دغه سازمان خبرداری ورکړ چې دا پالیسي د افغانستان پر روغتیايي نظام ، چې له وړاندې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی، لا ناوړه اغېزې شیندي.

طالبانو د سې شنبې له ورځې په افغانستان کې د نجونو پرمخ هغه ټول انستیتیوتونه بند کړل چې د نرسۍ، قابله توب او غاښډاکترۍ زده کړې یې ورکولې.

 د اسلامي همکارۍ سازمان په اعلامیه کې ویل شوي دي. “له کابل څخه تازه راپورونه ښيي چې یوه فرمان صادر شوې چې ښځې د نرسۍ او قابله ګۍ زده کړو ته نه پرېږدي.”

دغه سازمان د دې پرېکړې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او دا کار یې د اسلامي اصولو او د اسلامي همکارۍ سازمان د پرېکړو خلاف عمل بللی دی.

“د عمومي سکرتریت له خوا د ښځو د طبي زده کړو مخنیوی د یوه نوي محدودیت په توګه غندل شوی دی،”

 د OIC په اعلامیه کې راغلي دي. “دا پرېکړه نه یوازې د افغان ښځو پر بنسټیزو حقونو سخت ګوزار کوي، بلکې د افغانستان د روغتیايي نظام ستونزې لا پسې زیاتوي.”

د اسلامي همکارۍ سازمان یادونه کړې چې له دې وړاندې یې په کابل کې د طالبانو د موقتې ادارې له چارواکو سره خبرې کړې وې او هیله یې لرله چې د دې هڅو له لارې به ښځو او نجونو ته د زده کړو زیات فرصتونه برابر شي.

«عمومي سکرتریت هیله درلوده چې د خپلو رغنده خبرو اترو له لارې به هغه بندیزونه لرې شي چې افغان ښځې او نجونې د زده کړو له حق څخه بې‌برخې کوي.»

د اسلامي همکارۍ سازمان له طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې پر دې پرېکړه بیا غور وکړي او ښځو او نجونو ته په ټولو کچو د زده کړو د لاسرسي لپاره ګامونه پورته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب