یکشنبه, مې 5, 2024
Homeادباخلاق او ادبیات/ اسدالله غضنفر

اخلاق او ادبیات/ اسدالله غضنفر

استاد شاعر پیرمحمد کاروان یو نیم ځل په بهیر کې وایي: وبخښئ، لږ شوخ غوندې غزل دی! د کاروان صاحب دغه غزلونه که زه بهیروالو  ته واوروم، زه به بخښنه ونه غواړم. دا ځکه چې زما او کاروان صاحب په اخلاقي نظرونو کې توپیر دی. لکه څنګه چې د دوو کسانو اخلاقي لیدلوري څه نا څه فرق لري، په مختلفو ټولنو او مختلفو زمانو کې هم له اخلاقي ارزښتونو بېله بېله معنا اخیستل کېږي.

 یونانیان د پخوانۍ زمانې ډېر متمدن خلک وو خو دا ورته بده خبره نه ښکارېده چې د کور تازه زېږېدلی  ناروغ او معلول ماشوم چېرته په غونډۍ باندې یوازې پرېږدي چې له لوږې ومري یا یې ژوي وخوري. رومیان د لاتین ژبې د عالي افکارو او ادبیاتو په خاطر او د حقوقو د علم په انکشاف کې د خپلې لویې برخې په خاطر تر اوسه ستایل کېږي، مګر همدې خلکو به په روم کې غلامان په جنګ سره اچول او دې ته به خوشحاله ناست وو چې غلامان څنګه یو بل سره وژني.

 اخلاق  بدلېږي. تاریخ راته وایي چې انسان وار په وار نرم شوی او د بې رحمۍ خویونه یې کم شوي دي. د څو سوه کاله پخوا اروپایان د اعدامېدونکو کسانو نندارې ته په شوق ورتلل ، مګراوس یې ضمیر د اعدام د صحنو د لیدلو اجازه نه ورکوي. په تېره زمانه کې خلکو ته دا بده نه ښکارېده چې په بل ملک حمله وکړي، نارینه ورووژني او ښځې یې له نورو غنایمو سره خپلو کورونو ته راوړي. زموږ په وطنونو کې د زلمکو نیول ، د هغوی خصیانول او په کور کې د غلامانو په حیث ساتل، هیچا ته بداخلاقي ونه اېسېده. موږ  اوس په غلامۍ شرمېږو او غندو یې ، خو څو سوه کاله پخوا زموږ لویو عالمانو او اخلاقیونو په دې خبره اور وانه خیست چې غریب یا اسیر انسان به ټول عمر د تورې د څښتن بې مزده خدمت کاوه او په اسیرو نجونو به د کاسیرو فاتحانو حرمسرایونه ډک وو. موږ لا تر اوسه ځینو هغو کسانو ته د اتلانو په سترګه ګورو او زیارتونو ته یې ورځو چې ډېرې وینې یې بهولې دي.

استاد نجیب منلي د ۱۳۸۹ کال په لړم کې په ازادي راډیو کې د پورنو ګرافي په باره کې مرکه راسره کوله. ویل یې ، په ۱۹۷۳ کې په فرانسه کې د تلویزیون د یوې ویاندې زنګون ښکاره شو او دا پېښه دومره بده  وګڼل شوه چې نوموړې یې له تلویزیونه وشړله. خو اوس تر هغې لوڅې صحنې عامې دي مګر د قباحت ټاپه ورباندې نه لګېږي.

 د ادبیاتو په تاریخ کې هم وینو چې یو وخت یو اثر د عفت خلاف بلل شوی خو بل وخت نه دی بلل شوی. د شلمې پېړۍ  مشهور او بلکې تر ټولو مشهور ناول د جیمز جویس یولیسس دی چې په ۱۹۲۲ کې خپور شو. دغه ناول په هغه وخت کې د بداخلاقۍ خپروونکی وګڼل شو او وغندل شو خو اوس په پوهنتونونو کې تدریس کېږي.

 لکه څنګه چې په زمانو کې اخلاق ثابت  مفهوم نه لري، په ټولنو کې هم فرق کوي.د غزني د یوه کلي ملا ته د جینکو مکتب ممکن د اخلاقو خلاف ښکاره شي ، خو د مکې معظمې ملا ته شاید دا لویه بداخلاقي واېسي چې څوک خور و لور مکتب یا پوهنتون ته نه پرېږدي. موږ تر اوسه پورې د کم عمره نجلۍ ( مثلا پنځلس کلنه نجلۍ ) د واده په مراسمو کې خوشحاله ناست یو او دا بېخي په زړه کې نه راګرځي چې دغه ماشومه د پلار له کوره ولې په ژړا ووته؟

 د اخلاقو په باره کې متفاوت تعبیرونه د دې سبب کېږي چې کله کله په دې باندې ژور اختلاف پیدا شي چې ایا دغه اثر د اخلاقو په ګټه دی که په تاوان؟

 د اخلاقو او ادبیاتو د ارتباط یا نه ارتباط بحث ډېر پخوانی دی. افلاطون چې شاعران له خپل خیالي ښاره شړل، دلیل یې دا و چې شاعران احساسات او شهوات پاروي، حال دا چې، دده په فکر، د فضیلت د تر لاسه کولو لپاره د دغو احساساتو کنټرول پکار دی.

 ارسطو چې د ادبیاتو په باره کې یې  د خپل استاد له مهمو نظریو سره مخالفت کړی دی، تراژیدي ( د ده په نظر تر ګردو مهم ژانر) د اخلاقو مرستندویه بولي. د ده په نظر د تراژیدي د اتل غمجن انجام د نندارچیانو په زړونو کې نرمي او رقت پیدا کوي.

 افلاطون د ښکلا او خیر سرچینه واحده ګڼله. د ښکلا او خیر د یووالي یا ډېر نږدې والي نظر چې خورا عام دی، د دې باعث ګرځېدلی چې د ادبي اثارو اخلاقي اړخ ته لا زیاته توجه وشي. زموږ په کلاسیک ادب کې د معشوقې یو نوم ( خوبا ) ده  چې له ( خوب ) څخه را اخیستل شوې کلمه ده او ( خوب) په اصل کې اخلاقي صفت دی. خوشحال خټک فرمایي:

 د ناپوهې خوبا ټول مهر په یار شي

د هوښیارې په سر تېرې معاملې وي

موږ په خبرو کې بدي او بدرنګي مترادفې کلمې ګڼو.

 البته، د وروستیو وختونو مفکرانو د ښکلا او خیر په بیوالي تاکید کړی دی. لوی فیلسوف کانت چې د ښکلا او اخلاقو په باره کې یې ډېرې مهمې خبرې کړې دي، ښکلا او نېکي سره بېل بولي. په شلمه پیړۍ کې د ښکلا پیژندنې ډېر معروف مفکر بینیدیتو کروچه هم د ښکلا او نیکي د بېلوالي خبره کړې ده.

 په اوسنۍ زمانه کې دا نظر نسبتا عام دی چې د اخلاقو خادم ادبیات په تبلیغاتو کې حساب دي او واقعي هنر له تبلیغاتو توپیر لري.

 که شاعر او داستان لیکونکی یا بل هنرمن ځان مکلف وګڼي چې اخلاقو ته خدمت وکړي، هنر یې ممکن مصنوعي شي. هنري اثر د هنرمن د زړه اواز دی او دغه اواز که د مصلحتونو ښکار شي، تصنع پکې پیدا کېږي. تصنع د هنر ښکلا وژني او په اخلاقي لحاظ ریا ته ورته ده. ریا د اخلاقو لویه غلیمه ده، ځکه خو زموږ تر ټولو لوی اخلاقي شاعر رحمان بابا وایي :

 د ریا خرقه یې خدای مه کړه په غاړه

 رحمان کوږ دستار تړلی قلندر دی

خو اخلاقي وعظ چې شعر مصنوعي کوي او هنر ته صدمه رسوي، د رحمان بابا هنر ته یې ولې صدمه نه ده رسولې؟

ځواب دا دی چې که شاعر او لیکوال د زړه له تله اخلاقي ارزښتونو ته وفادار وي، د ده د خولې اخلاقي خبرې به اثرناکې او ښکلې وي. خو که د اخلاقو مبلغ په زور باندې شاعر و هنرمن مجبوروي چې اخلاقي خبرې دې وکړي، نتیجه یې بې هنري ده.

 په رواجي اخلاقو باندې نیوکه کېږي چې د بنیادم د ژوند مادي اړخ ته پکې په کافي اندازه درناوی نه دی شوی. زموږ په ټولنه کې تر اوسه پورې هغه څوک د لوړو اخلاقو څښتن بلل کېږي چې د نفس په ځبلو کې افراط کوي. ملنګان چې د عوامو په نظر د بزرګانو د کورنۍ دي، معمولا نه واده کوي، نه یې کور اور معلوم وي، نه نظافت ته پام لري او ځينې خو یې ان په ډېره سړه هوا کې نیم بربڼد ګرځي. د اخلاقو دغه ډول تصور دوه اصلي سرچینې لرلای شي:

پخوانی انسان چې د طبیعت په وړاندې ډېر بې وسه و، خپله ماته یې منلې او لوږه، قحط، تندر او توفان ته تسلیمېدا ورته په اخلاقي ارزښت بدله شوې وه. البته، له نفس سره ستم یوه واقعي اړتیا هم پوره کوله.  لوږه خورا زیاته وه. که به چا یو وخت ډوډۍ و سپموله او بل ته به  یې ورکړه، هغه یې له مرګه ژغوره.

 د رواجي اخلاقو بله سرچینه د افلاطون فلسفه ګڼلای شو. افلاطون ته جسم د روح قفس ښکارېده . دې مفکورې دا تصور وغوړاوه چې دغه قفس که څومره  وځبل شي، هغومره به د روح مرغه خوشحاله شوی او انسان به  فضیلیت تر لاسه کړی وي.

 هنر چې حسي بنیاد لري او د لیدلو، اورېدلو دنیا ده، له رواجي اخلاقو سره یې ټکر راځي. له هنري اثارو غوښتنه کېږي چې موږ ته ډېر څه راښکاره کړي، ډېر څه راباندې احساس کړي او ډېر څه راباندې واوروي، خو رواجي اخلاق د انسان د ژوند حسي او جسمي  اړخ ته په ښه سترګه نه ګوري. نو، که چیرې د اخلاقو نوی تعریف وشي ، د اصیلو هنري اثارو او واقعي اخلاقي ارزښتونو ترمنځ ټکر به یا ختم شي یا به حد اقل ته ورسي.

 اصیل هنر د تضادونو د کمولو او پخلا کولو خصلت لري. په عرفاني شاعري کې د ازلي معشوق او خاورینې  معشوقې، د ګناه و ثواب، د معبد و میخانې د یو ځای کولو کامیابې هڅې اوچت ادبیات زېږولي دي  چې زغم ورسره زیات شوی دی.

 استاد شپون په خپلو اثارو کې د ټولنې په تاریخ تېرو ارزښتونو سختې نیوکې کوي، خو دغه نیوکې د دغو ارزښتونو پلویان هم په سړه سینه اوري او په دې ډول یې د لید ساحه پراخېږي. د درویش دراني شعرونه او ټول اصیل ادبیات په ټولنه کې د زغم د زیاتولو باعث ګرځي.

 د هنر په هینداره کې انسان خپل ځان ویني. د دې لپاره چې له خپلو نیمګړتیاوو سره مقابله وکړو، دا ضرور ده چې ویې پیژنو. هنر له دې اړخه هم اخلاقو ته ګټه رسوي.

  هنر موږ ته د خیال وزرې رابخښي .هنري اثار مو د نورو په دردونو، غمونو او خوشحالیو کې شریکوي. د جنایتکارو په اړه ویل شوي دي چې دوی د کمزورې تخیل څښتنان دي. دوی که پیاوړی تخیل لرلای د خپلو قربانیانو د درد او غم تصور به له جنایته لاس په سر کړي وو.

 د نهیلي او یوازیتوب احساس ممکن انسان بدو چارو ته وهڅوي. هنر په دې برخه کې هم د اخلاقو مرسته کولای شي. څو ورځې دمخه انځورګر و شاعر ومان نیازي د یوه زلمي کیسه راته وکړه چې د ځان د وژلو اراده یې لرله خو د حکایتونو لوستلو بېرته له ژوند سره وصل کړ.

  زه په دې باور یم چې هغې ټولنې په اخلاقي لحاظ ګټه کړې ده چې شاعر، هنرمن او کیسه لیکوال یې ازاد دی او وعظ کولو ته چا مجبور کړی نه دی.   هنر مو احساس پیاوړی کوي، له ژوند سره مو مینه زیاتوي او د نورو د زړونو دربا راباندې اوروي. پیرمحمد کاکړ وایي:

 بېلتانه دې د هر چا په غم شریک کړم

 د هر چا په غاړه ژاړم لکه نی

د ۲۰۱۲ د اپریل ۱۸ مه

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب