شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهکورونا په کابل کې د امریکا د سفارت فعالیت ودراوه

کورونا په کابل کې د امریکا د سفارت فعالیت ودراوه

تاند(جمعه، د جوزا ۲۷) په افغانستان کې د امریکا سفارت ته پرون (پنجشنبه) په داسې حال کې تقریباً د یومخ بندېدو امر وشو چې د دغه سفارت د کارکوونکو په منځ کې د کورونا د ګڼو پېښو راپور ورکړل شو.

د راپورونو له مخې، بې شمېره افغانان په کورونا اخته شوي دي. د کورونا پېښې په روژه او په ځانګړي ډول په اختر کې خورا ډېرې شوې او اوس ورځ په ورځ ډېرېږي.

د پاکستان سفارت هم، چې خپله کونسلي څانګه یې مخکې د یوې اوونۍ لپاره بنده اعلان کړې وه، پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د روان جون له ۲۰ تر ۲۴ پورې به یې سفارت بند وي.

دې سفارت ویلي چې په انلاین ډول به د وېزو صدور ته دوام ورکړي.

د امریکا سفارت د کورونا وبا د مخنیوي او نه خپرېدو لپاره خپلو کارکوونکو ته ویلي چې سفارت ته ورنه شي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د دغه سفارت یو کارکوونکی د کوروناوایرس له کبله مړ شوی او ۱۱۴ نور قرنطین شوي دي.

سفارت خپلو کارکوونکو ته ویلي چې د کاري  غونډو په شمول هر راز ډله ییز فعالیتونه منع دي ځکه چې د افغانستان په پوځي طبي مرکزونو کې عاجلې څانګې له ناروغانو ډکې دي او ګڼ شمېر ناروغان اکسیجن ته اړتیا لري.

سفارت وايي، دا بندیزونه به تر هغو دوام لري چې وضعیت بدلېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب