(د پاکستان د پټو زندانونو کيسې)
کړۍ: (۶)
يو بل محقق
يو ځل يې د پاکستاني استخباراتو د يوې بلې ادارې (آى بي) دغه دفتر ته وغوښتم، هلته د (آى ايس آى) يو مجرم رانه دا سې پوښتنې پيل کړې:
ـ تا دا کتاب ولې ليکلى دى؟.
ـ تاسو راباندې وليکه .
ـ چا درسره پكې مرسته کړې ده؟.
ـ تاسو.
ـ څرنګه؟
داسې چې که تاسو د ډاکوانو غوندې زمونږ په کور نه واى راننوتي ، زمونږ کور مو نه واى لوټلى، د شامي روډ په پټ جېل کې مو زه او زما ورور څه کم درې مياشتې نه واى ساتلي، امريکايان مو زمونږ تحقيق ته نه واى راغوښتي، بيا مو په امريکايانو د ډالرو په بدل کې نه واى پلورلي، د باګرام، کندهار او ګوانټانامو په جېلونو کې نه واى پاتې شوي … نو د دې کتاب د ليكلو باعث به څه ؤ؟ او دا معلومات به _ چې مونږ وليدل، وامو ورېدل او پرې و پوهېدو_ مو له کومه کړي وو؟!.
نو مونږ له تاسو نه مننه کوو چې د کتاب په ليکلو کې مو راسره مرسته وکړه .
ـ رنـګ يې واووښت، تک تور شو، يوه جعلي او له مکره ډکه موسکا يې وکړه او راته ويې ويل :
ـ ډېر حاضر جواب يې .
ـ زه نه بلكې حق او حقيقت حاضر جواب دى .
ـ هر څه چې وشول ښه ونه شول، اوس راته دا ووايه چې که تاته مونږ وسلې ، پيسې او وسائل درکړو او هر ډول اړتياوې دې پوره کړو؛ له مونږ سره به کار وکړې؟.
ـ نه .
ـ مونږ ته خو خلک سفارشونه راوړي او درخواستونه (غوښتنې او مطالبې) راڅخه کوي چې له تاسو سره کار کوو . او تاته مونږ خپله وايو، دا ولې نه منې ؟ دا ښه موقع ده، ګټه ترې واخله . زمونږ مخالفت پرېږده او له مونږسره كارمه لره، په افغانستان كې جهادكوه، هرځاى چې دې خوښه وي مونږ هلته وسلې ، پيسې او وسائل دررسوو…
ـ له تاسو نه چې څوک مطالبې کوي، هغوي نور خلک دي، زه ستاسو دا ډول مطالبه خپل سپکاوى ګڼم . ټول افغانان داسې بې غيرته مه ګنئ لکه څو وطنفروشان.
ـ که تا مونږ خوشې کړو، ته به څه کوې ؟.
ـ څه مې چې خوښه وي او څه مې چې مخکې کول .
ـ مطلب دا چې لا سم شوى نه يې .
ـ زه الحمد لله سم يم تاسو کاږه يئ .
ـ په دې کې يو بل مجرم راننووت، هغه ته ورپاڅېد، دواړه ووتل او خاصدار راغى، زه يې بېرته حوالات ته بوتلم .
له کور سره لومړۍ اړيکه
د لواړګي په توقيف کې راته زما د ټېلفون کتابچه راکول شوه، هلته په ماله پاسه بنديز ؤ، خو هم صوبېدار ښه ؤ او هم له بنديانو سره موبايلونه (ګرځنده) وو. د کور نمبرو کارنه کاوه، اخر په بازيد خېلو کې زمونږ د يو دوست پروفيسر اسماعيل صاحب نمبر کار وکړ، له هغه سره مې خبرې وشوې او ورته ومې ويل چې زمونږ کورته خبر ورکړه، چې زه د لنډيکوتل په حوالات کې يم.
وروسته مې بيا د يو بل ملګري په نمبر خواري وکړه، هغه هم راسره مخ شو او ورته ومې ويل چې زمونږ کورته خبر ورکړه او نمبر مې هم ورکړ چې په دې نمبر دې له ماسره خبرې وکړي. هغه وويل چې زه همدا اوس د (شپې) ورځم. څه ښه شېبه مې انتظار وکړ، د هغه دوست کور راته معلوم ؤ، له هغه سره موټر سايکل هم ؤ، اټکل مې وکړ چې اوس به ان شاءالله رسېدلى وي، بيا مې زنګ ور وواهه او چې خبرې يې وکړې، نو راته ويې ويل چې دادى زه اوس راورسېدم او ستاسو د کور مخې ته ولاړ يم .
لنډه دا چې له زامنو: عبدالاحد، عبدالوهاب، عبدالله، عبدالمعز، عبدالباسط، عبدالسلام ، عبدالکريم، عبدالغفور، کور ودانې، ورونو، ورېرونو او دكور له نورو غړو سره وخت په وخت خبرې پيل شوې .
سباته زمونږ مشر ورور مولوي صاحب سيد محمد، عبد الاحد، استاذ خليل صاحب، استاذ عنايت الله صاحب او نور ملګري راغلل.
د لنډيکوتل په حوالات کې دا کار ښه ؤ، چې خاصدارو به د حوالات له خونې نه راوايستو؛ د هغوی د ناستې پاستې په ځاې کې به له مېلمنو سره کېناستو او خبرې به مو وکړې . له هغوى سره هم په همدغه ځاى كې كېناستو او خبرې مو وكړې . زه چې كله دا دويم ځل بندي كېدم؛ زما تر ټولو کشر زوى (عبدالغفور) د شپږو مياشتو ؤ، هغه اوس رالوى شوى ؤ،ګرځېده راګرځېده او خبرې يې كولې ، هغه هم راغلى ؤ؛ خو زه يې كله پېژندم؟! ما ځان ته رانږدې كړ؛ خو زه ورته پردى ښكارېدم او نه راته . طاغوتي نظامونه همداسې كوي، چې نږدې لرې كوي او له خپلوانو نه پردي جوړوي. ماچې كله خپل دژوندي پلار يتيم زوى وليد؛ نو د هغو بې شمېره ژونديو پلرونو يتيمان بچي، د ژونديو زامنو بورې ميندې او د ژونديو مړونو كونډې ښځې رايادې شوې چې د تورو طاغوتانو په تورو پټو جېلونوكې كلونه كلونه پراته وي او له الله پرته يې بله هېڅ اسره نه وي … ما په جېل كې د عبدالغفور په هكله يو شعر ووايه، څو بيتونه يې دلته وړاندې کوو، نور زمونږ د شعرونو په دېوان (اندونه انځورونه) کې ولولئ. :
عبدالغفور ته
عبدالغفوره په ما گران زما كمكيه زويه
زمـا نــړۍ زمــا جـهــان زمــا تـنــكـيــه زويـــــه
ما ستا خاپوړې او پاپلې هم ونه ليدلې
ستا د تـوتي غـوندې خبرې مې وانه ورېدلې
د حق په لاره كې ټپونه تيندكونه هم شته
تـور زنـدانـونـه زولـنې شـهــادتـونه هـم شته
دا هېره نه كړې مونږ ازاد يو غلامي نه كوو
نه تـسـلـيـمـېږو خـوشـامـندې سـلامي نه كوو
هسكه شمله او لوړه غاړه خپل وياړونه ساتو
پت او عـزت او خـپـلواكي او ارزښتونه ساتو
شرم او عار او سرټيټي د غلامانو برخه
ماتې او تـېـښـته تـسـلـيـمـي د غـليمانو برخه
مونږ اتلان يو مونږ به يون كوو پاڅون به كوو
يو ښه تړون د اووښتون او د سمون به كوو
په تړلو سترګو خاصدارو ته سپارل
په٢٤\٥\٢٠٠٧ د (آى ايس آى) مجرمان بيا راغلل، سترګې يې راوتړلې، په پښو او لاسونو کې يې زولنې راواچولې، په ګاډي کې يې کېنولم او د نامعلوم هدف په لور روان شو . نور نه پوهېدم؛ خو د مازيګر وخت ؤ، لمر سترګه په غرغره وه او مونږ د لوېديځ (لمر پرېواته) لورته په غرونو کې روان يو، دګاډي له مخامخ ښيښې نه لمرمحسوسوم . نو ځکه ما اټکل وکړ چې لنډيکوتل ته روان يو او اټکل مې بيا صحيح هم وخوت .
په لار کې يو ځاى ودرېدو، ښه شېبه ولاړ وو، بيا مې لکه ددوکان يا ګاراج د څادري پاس خواته ور ټولېدونکې دروازې ګرګر واورېدل. لږ وروسته يې له لپکۍ ګاډي نه ښکته کړم او په واړه موټر کې يې کېنولم ، يو يو وسله وال مې ښي او کيڼ لورته کېناستل ، زه په منځ کې او مخکې د موټروان د څنګ په چوکۍ کې د (آى ايس آى) مجرم کېناست .
روان شو او په لار کې د (آى ايس آى) مجرم راسره په اردو خبرې پيل کړې ، راته ويې ويل چې بيا داسې مه کوه، مونږ اوس تا خوشې کوو.
ما ورته وويل : زمونږ کور خو دومره لرې نه دى، تاسو خو زه بل خواته روان کړى يم . چوپ شو او ښه شېبه وروسته په يو ځاى کې ګاډى ودرېد.
په تړلو سترګو يې راښکته کړم او راته ويې ويل چې دا ستاسو د کور مخه ده .
سترګې مه خلاصوه او لس قدمه مخکې لاړ شه . په دې کې وسله والو خاصدارو راحمله کړه ، له مټو نه يې ونيولم او بل ګاډي ته يې ور وخېژولم. حيران شوم چې دې دومره سپين سترګۍ او مخامخ دروغوته کومه اړتيا وه؟ او څرنګه يې وويل؟!!! خو د چاچې روزنه په دروغو ويلو شوې وي، نو هغه بيا ريښتيا نه وايي .
د (آى ايس آى) مجرمان لاړل او زه يې د نوې پلمې او نوې دسيسې لپاره خاصدارو ته وسپارلم.
ښه وړاندې په لار کې خاصدارو سترګې راخلاصې کړې، چې ګورم د شلمان په غرونو کې د لنډيکوتل خواته روان يو، لنډيکوتل (لواړګي) ته و رسېدو خاصدارو د لنډيکوتل پولټيکل په حوالات کې نورو بنديانو ته ور دننه کړم او دتورو غليمانو، تورو مرتدانو، تورو درغلګرو، تورو څېرو، او تورو مجرمانو د نويو تورو پلمو او تورو مكرونو تور پړاو پيل شو .
د لواړګي په پولټيکل حوالات کې
د پولټيکل په حوالات (توقيف) کې درې کوټې وې، چې چټلۍ او ناپاکۍ يې غوجل شرموله، بېخي د انسانانو د اوسېدو نه وې؛ خو بنديان مجبور وو. له ډېرې چټلۍ او ناپاکۍ نه تکې تورې اووښتې وې او هر ډول بنديان پکې وو. خو له دې ټولو چټليو سره سره د (آی ايس آی) له پټ زندان نه ځکه ښه و چې دلته خلک ملاقات ته راتلی شو، ډالۍ يې راوړی شوې….
د قباېلو لپاره انګرېزانو د (FCR) ( ايف سي آر) Frontier Crimes Regulation (د سرحدي (قباېلو) جرمونو قانون) په نامه يو قانون جوړ کړى دى چې نږه د ظلم قانون دى . د پولټيکلۍ چارواکي چې څوک نيسي او څومره يې ساتي؛ پوښتنه يې نشته. د پولټيکلۍ د چارواکو بډې اخيستل داسې په ډاګه او څرګند دي چې ټول خلک ترې خبر دي . بابوګان ښکاره وايي چې دومره راکړه . بيا په ټولو کې د خيبر او لنډيکوتل چارواکي پکې ډېر مشهور دي . ځکه چې له کارخانو نه تر تورخم پورې لويه لار ددوي په ولکه کې ده. د جېل يو صوبېدار راته وويل : د لارې او قاچاقي اموالو، د جرمونو او بنديانو رشوتونه، په ميلياردونو روپۍ د پولټيکلۍ د چارواکو ، پوځي افسرانو او د (آى ايس آى)، (ايم آی) او نورو ادارو تر منځ وېشل کېږي او د هر چا ونډه پکې جوته ده . د پيسو لپاره د تښتونې په قضيو کې هم دوی ټول سره شريک وي او هر څه د همدوى په مشوره کېږي . ډېر لوى جرم چې ددوى په مشوره وي، نو جرم خو نه وي، بلکې د انعام وړ دى . او که دوى پکې شريک نه وي، نو که جرم نه وي هم جرم دى. خو زما قضيه داسې وه چې له رشوت نه پورته وه.
خاصدار که هر څه وو، خو د قباېلي پښتنو څه ښه خويونه پکې وو. عبدالوهاب خان د جېل د خاصدارو يو صوبېدار (مشر) ؤ. هغه او نورو خاصدارو زما ډېر احترام کاوه او ښه سلوک يې راسره کاوه.
عبدالوهاب خان بيا بدل شو ا و په ځاى يې عبدالولي خان راغى چې هغه هم د ښه سلوک څښتن ؤ.
يوه توره پلمه
د پولټيکلۍ حوالات (توقيف) ته تر ننوتو وروسته د (IB) (آى بي) د خفيه ادارې چارواکو وغوښتم، يو ږيره ور ځوان _ چې تبلېغي هم ؤ_ په دفتر کې ناست ؤ. زه يې لاس تړلى بوتلم ، هغه له ماسره نږدې کېناست، کاغذ يې راواخيست او ليکل يې پيل کړل . د پاڼې په سرليک کې يې زما نوم او تخلص (عبدالرحيم مسلم دوست) ليکلى و. بيا يې لاندې په تفصيل کې په اردو وليکل چې نوموړى په شلمان کې سرحد ته نږدې ونيول شو او يو ميزايل هم ورسره ؤ …..
ما چې وليدل، پرې رابرګ شوم او ورته ومې ويل چې دا څه ليکې؟، له الله تعالى نه نه وېرېږې؟ مجرمانو اوس له بې ګناه خلکو پسې د دروغو قضيې او پلمې هم جوړوئ؟ زه خو (آى ايس آى) تاسو ته تړلې سترګې درسپارلى يم، نو اوس دا ته څه ليکې؟! رنګ يې وواهه، خوله يې طې ظې شوه ، سترګې يې خړې شوې او سخت وارخطا شو. بيا راته وايي چې خپه نه شې ما ونه پېژندې د بل چا خيال مې درباندې وکړ، ته څوک يې؟ ما چې کله ورته نوم واخيست نو راته وايې: مسلم دوست صاحب خپه نه شې، ما درباندې د بل چا ګمان کړى ؤ. ما د کاغذ سرليک ته ګوته ونيوه او ورته ومې ويل چې دا څه دي؟ دروغ ولې وايې؟ دا زما نوم او تخلص نه دی؟! نور هم خړ شو او چې ټولې لارې ترې ورکې شوې، نو دې ته اړ شو چې حقيقت راته ووايي، راته ويې ويل: چا ته وايه مه، زه بې وسه يم، مونږ ته د (آى ايس آى) افسرانو ويلي دي چې مسلم دوست پسې د دروغو کيس(قضيه) جوړه کړئ او ميزايل ورپسې وليکئ چې بيا يې د (ايف سي آر) له قانون لاندې جېل ته وردننه کړو .
په دې کې د (آى ايس آى) يو پنجابى مجرم راغى ، ما هغه ته هم ښې سپينې سپينې او سپورې سپورې وويلې . د هغه سترګه هم خړه وه او راته ويې ويل چې تا به الله ساتي، فکر مه کوه … دا هغه خبرې دي چې دوی پرې ايمان نه لري؛ خو د پيتموزو (ملنډو) په حيث يې دا مجرمان تل بنديانو ته كوي.
ما ورته وويل: ما به بې شکه الله تعالى ساتي . او ماته تاسو مجرمان ښکارېدئ؛ خو دا ګمان مې نه کاوه، چې تاسو به له خلکو پسې په دومره سپين سترګۍ د دروغو قضيې تړئ او دومره ښکاره او مخامخ دروغ به وايئ!!!.
پنجابي له دې دومره خبرو سره سره زما په مخکې د (آى بي) مجرم ته وويل چې مشران وايي له پاسه ارډر (امر) دى، همدا د ميزايل قضيه ورپسې وليکه او ماته يې هم مخ راواړاوه چې دا خبره مونږ ته له پاسه شوې ده، مونږ پکې څه تغير او تبديل نه شو کولى.
ږيره ور مجرم او مرتد تبليغي هماغسې دروغ وليکل؛ خو ماته يې وويل چې مانه دي ليکلي.
بله ورځ يې بيا راوغوښتم څه پوښتنې يږنې يې کولې، چې ټېلفون ورته راغى ، خبرې يې وکړې، مخې ته پروت کاغذ يې راواخيست او په ټيلفون کې بل مجرم ته وايي چې ما داسې وليکل، خو ماته يې چې راوليدل، نو موبايل يې راواخيست، کاغذ يې په لاس کې ؤ او بلې کوټې ته لاړ. زه پوه شوم چې هماغه دروغ يې ليکلي دي؛ نو ځکه يې له ما پټه کړه . خو دومره احمقان دي ، په دې نه پوهېږي چې په راتلونكي تحقيق كې دا خبره څرګندېږي . د چا فطرت چې بدل شي او په دروغو، درغلۍ، بې پتۍ دوه مخۍ، او نورو ناوړو خويونو روږدى شي، هغه بيا نه شرم پېژني ، نه عار، نه پېغور… بيا ورته د هرڅه كول اسان وي . او دپاكستاني استخباراتو روزنه خو په همدې درغلۍ او دروغو شوې ده؛ نو ځكه نه شرمېدل او مخامخ يې راباندې د دروغو تورونه وتړل .
اته مياشتې وروسته تحقيق
اتو مياشتو پوره کېدو ته لږې ورځې پاتې وې چې لومړنى خټک محقق ماسخوتن راغى او زمونږ له کوټنۍ سره نږدې د تحقيق او تعذيب کوټې ته يې وغوښتم؛ مخامخ سره کېناستو،په مخ ته پراته مېز يې کاغذونه کېښودل، لومړى يې لويه تبصره وکړه، د پاکستان او افغانستان په حالا تو وغږيده او ويې ويل چې د امريکا په هکله زمونږ پاليسي اوس بدله شوې ده؛ حالات مخ په بدلېدو دي، په افغانستان کې مو کار پيل کړى دى…
له تا سره ظلم شوى دى، مونږ په تا خپه يو … بيا يې د ١٧\٩\٢٠٠١ زما او زما د ورور : استاد بدر الزمان بدر د نيولو په هکله پوښتنې پيل کړې ؛ تر باګرام ، کندهار او ګوانټانامو پورې لاړو او بېرته خپل کور او تر بيا نيولو پورې راورسېدو .
ما ترې د استاذ بدر په هکله پوښتنه وکړه، ويې ويل چې هغه مونږ نه دى نيولى، په خپل کور کې دى؛ خو دا درته نه شم ويلى چې څه کوي؟! .
بيا يې ځينې مهم معلومات راکړل، شپه ترنيمې ورتېره وه، د سپېدو چاودېدو ته لږه شېبه پاتې وه چې پاڅېد لاړ او زه بېرته خپلې کوټنۍ ته لاړم .
د ناصر باغ په تا ڼه کې
په ٢٣\٥\٢٠٠٧ م يې سترګې راباندې وتړلې، زولنې يې راواچولې ، په ګاډي کې يې کېنولم او د نامعلوم ځاى په لور روان شو . څه وخت وروسته يې په يوې تاڼې ورننه ايستم . تر ډېر وخت پټې سترګې او په زولنو کې په ګاډي کې ناست وم، بيا يې يوې کوټې ته دننه کړم، په چوكۍ يې کېنولم او سترګې يې را پرانستې، چې ګورم يو تاڼه دار ته مخامخ ناست يم، زما او د تاڼه دار په مخکې يو مېز پروت دى، يو فايل (دوسيه) او (ماتې زولنې) کتاب پرې پروت دى، چاچا چل ول مې کيڼ لورته په چوکۍ ناست دى او خټک مې شاته ولاړ دى. زما په مخکې يې نور هېڅ ونه ويل او مخکې يې خبره خلاصه کړې وه . بيا يې پاڅولم، سترګې يې را وتړلې، يوې بلې کوټې ته يې دننه کړم ، د لاس زولنې يې په کټ پورې وتړلې ، همداسې تړلى يې پرېښودم او هغوى لاړل. ډېر زيات وخت وواته او هېڅ نه ښکارېدل، ګمان کوم چې له تاڼه دار سره يې په دې کې اختلاف ؤ چې کومه د دروغو قضيه راته جوړه کړي؟ .
ښه وروسته راغلل، له کټ نه يې پرانيستم او په ګاډي کې يې کېنولم . په ګاډي کې له کېنولو نه وروسته مې چا ږيرې ته لاس کړ اوبښنه يې وغوښته چې له خبرو خټک برېښېده.
بيا ښه شېبه په ګاډي کې ناست وم، آخر مسلح پوليس راسره کېناستل او روان شو، څه وخت وروسته داسې برېښېده چې د مهاجرو له کمپ سره نږدې تېرېږو او د ګاډو اډه وه. ليدل مې نه خو خبرې اورېدل کېدې، له دې لږ مخکې د يو ګاډي په خواکې تېريدو، د ګاډي کلېنډر وويل چې د بادېزو والا، زه پوه شوم چې د ناصر باغ پر سړک روان يو.
لرې تاڼې ته يې بوتلم، هلته يې په پټو سترګو يوې کوټې ته وردننه کړم، په کټ کې يې کېنولم او د لاس زولنې مې يې کټ پورې وتړلې.
سترګې يې راته پرانيستې، هغوى ووتل او يواځې يې پرېښودم. شېبه په شېبه د تاڼې څوکيداران او پوليس راتلل او پوښتنې يې کولې چې څه کيس(قضيه) دې دی؟ ولې يې نيولی يې؟…… .
ما وپوښتل چې داکوم ځاى دى؟ ځواب يې را نه کړ . بيا يواځې ناست وم او فکر مې کاوه چې دا به کوم ځاى وي؟ خو د الله سبحانه و تعالى مرستې ته ګوره چې ماته په مخامخ دېوال کې دوه پاڼې ځوړندې دي او زما لاس نه ور رسېږي چې زه يې وګورم ، په دې کې د چت دپکي باد هغه پاڼې زما مخې ته راوغورځولې، راوامې خيستې، ومې لوستې، چا عريضه کړې وه او د ناصر باغ تاڼې ته يې ليکلي وو، بيا څو ځل تاريخونه هم پرې بدل شوي وو او د تاڼې د مسئولينو ليکل هم پرې وو. نو الله تعالى راته وښوده چې دا د ناصرباغ تاڼه ده. بېګاته مې په همدې کټ کې شپه راغله چې له کټملو (منګوړو) نه ډک ؤ. زما هسې هم له کټملو سره سخت حساسيت دى، ټوله شپه مې خوب نه دى کړى. ډېرې مې مړې هم کړې؛ خو د کټ په بالښت او خيرن توشک تورې روانې وې، بدن مې پولۍ پولۍ او لړمې لړمې شو.
شپه تېره شوه او سبا ماسپښين نږدې د (آى ايس آى) مجرمان بيا راغلل، سترګې يې راوتړلې، د تاڼې زولنې يې بدلې کړې، په ګاډي کې يې کېنولم، بېرته يې پټ جېل ته بوتلم او هلته يې هماغه مخکنۍ کوټنۍ ته وردننه کړم .
څه وخت وروسته د (آى ايس آى) يو مجرم راغى، مخامخ راته ودرېد، ما ورته وويل: دا څه ډرامه مو جوړه کړې ده؟ ولې داسې کوئ؟ هغه وويل:زه به مشرانو ته ووايم او دايې هم راته وويل چې څوکاله وړاندې مې ستا په اوجره کې چاى هم څښلی دی. معنی دا چې جاسوسۍ ته درغلى وم.
دا ورځ او بېګا ته شپه تېره شوه . په سوچونو او اندېښنوكې ډوب وم او هېڅ نه پوهېدم چې د (آى ايس آى) مجرمانو دكوم مقصد لپاره په تاڼو وګرځولم؟ خوپوخ ګمان مې دا ؤ چې دكومې جعلي قضيې د جوړولو او دتورونو تړلو لپاره يې دا ډرامه وچلوله چې سنټرل جېل ته مې ولېږي او د ډېرې مودې لپاره مې په جېلونو کې وساتي او ومې كړوي؛ خو بريالي نه شول او تاڼه دارانو ورسره نه وه منلې. اوس به كومه بله لاره او پلمه لټوي . زماهمداګمان سم وخوت، چې په راتلونكيو ليكنو كې به درجوته شي.
نور بیا