شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهاوچا: روان میلادي کال له نیم میلیون زیاتو افغان کډوالو ایران پریښی

اوچا: روان میلادي کال له نیم میلیون زیاتو افغان کډوالو ایران پریښی

تاند (جمعه د جوزا ۲۸) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا «اوچا» وايي، چې په روان میلادي کال کې څه باندې نیم میلیون افغان کډوال له ایران څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

اوچا پرون پنجشنبه/ د جوزا ۲۷مه/ وویل چې د روان ۲۰۲۱ کال له پیله د جون تر درېيمې نیټې پورې ۵۰۹۵۰۱ بې ‌اسناده افغان کډوال له ایران څخه خپل هېواد ته ستانه شوي. دغه راز په همدې موده کې کابو ۵۹۰۰ غیرقانوني افغان کډوال له پاکستان او ۲۹ له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، په دې موده کې کابو ۱۵۰زره افغانان د جګړو او ناامنیو له امله په کور دننه بې‌ ځایه شوي دي.

په تیرو نیږدې دوو لسیزو کې پاکستان او ایران څخه هر کال سلګونه زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستنېدل، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو این ایچ سي ار) وايي چې په وروستیو کلونو کې افغان کډوالو په راستنیدو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

خو د افغانستان د کډوالو او راستنېدوکو چارو وزارت وايي چې د افغان کډوالو د راستنیدو چاره لا هم روانه ده او د ۲۰۲۰ کال له پيله تر پایه پورې ۸۸۰ زره کډوال افغانستان ته راستانه شوي و چې اکثره یې له ایران څخه و بیا له پاکستان، ترکیې او اروپايي هیوادونو څخه.

دغه وزارت وايي چې اوس هم په عادي شکل افغانستان ته د افغان کډوالو راستنېدل دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب