یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهسور صلیب او سره میاشت: په افغانستان کې روغتونونه د اکسیجن او...

سور صلیب او سره میاشت: په افغانستان کې روغتونونه د اکسیجن او بسترونو له کمښت سره مخامخ دي

تاند (جمعه د جوزا ۲۸) د سره صلیب او د سرې میاشتو د ټولنو نړیوال فدراسیون اعلان کړی چې په افغانستان کې په تېره میاشت کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو په شمېر کې ډېر زیاتوالی راغلی چې له کنټرول څخه وتلی دی.

دغو ټولنو پرون پنجشنبه وویل چې تېره اونۍ د کورونا ویروس د پېښو د ازموینو له درېیوو څخه یوه یې مثبته تشخیص شوې او روغتونونه د اکسیجن او بسترونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

د افغانستان د سرې میاشتې د ریاست سرپرستې نیلاب مبارز، په یوې وینا کې وویل، افغانستان د کورونا ویروس د ناروغۍ په وړاندې مبارزه کې د کړکیچ حد ته رسیدلی دی، ځکه په خبره یې چې د کابل او نورو سیمو په روغتونونو کې بسترونه په بشپړه توګه ډک دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پرون پنجشنبه وویل چې په تېره یوه شپه او ورځ کې په کورونا اخته ۱۰۱ کسان مړه شوي او ۲۳۱۳ تنه په دې ویروس اخته شوي دي.

د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، په افغانستان کې پر کورونا د اخته کسانو ټول شمېر ۹۸ زره او ۸۴۴ ته او د مړه شویو هغه بیا ۳ زره او ۹۴۳ ته لوړ شوی دی.

د سره صلیب او د سرې میاشتو ټولنو په رپوټ کې راغلي دي چې د افغانستان روغتیایي سیستم د څو لسیزو جګړو او په ځانګړې توګه د وروستيو تاوتریخوالو په نتیجه کې نور هم ځپل شوی او سترو روغتونونو په روانه اونۍ کې د بسترو او اکسیجن د کمښت له وجې خپلې دروازې د نویو ناروغانو په مخ تړلې دي.

د سره صلیب نړیواله کمیټه خبرداری ورکوي چې اکسیجن ته نه لاسرسی او د هغه د موندلو په اړه تردید وضعیت نور هم خرابوي. د معلوماتو پر اساس تر اوسه د افغانستان د نفوس ۰.۵ سلنه برخه واکسین شوي دي.

دغه اداره وایي چې د افغاستان له مقاماتو سره یوځای هڅه کوي زیاتې منابع برابرې او د اکسیجن تولید زیات کړي.

روغتیا پالان د کورونا وبا د مخنیوي یوازینۍ لار د روغتیایي سپارښتنو عملي کول بولي او ټینګار کوي چې خلک باید روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب