شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد بایډن او اردوغان هوکړه؛ ترکیه به د کابل هوایي ډګر په...

د بایډن او اردوغان هوکړه؛ ترکیه به د کابل هوایي ډګر په امنیت کې رهبري کوونکې ونډه ولري

تاند (جمعه د جوزا ۲۸) د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان وایي، د امریکا او ترکیې د ولسمشرانو په کتنه کې هوکړه شوې چې ترکیه به د کابل هوایي ډګر په امنیت کې رهبري کوونکې ونډه ولري.

جو بایډن او رجب طیب اردوغان تېره دوشنبه په بروکسل کې د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې سره وکتل او د نورو مسایلو ترڅنګ یې د افغانستان پر وضعیت هم خبرې شوي دي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اردوغان د کابل هوایي ډګر د امنیت په ساتلو کې د امریکا ملاتړ غوښتی او بایډن هم دا ډاډ ورکړی دی.

د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د کابل هوایي ډګر امنیت د ډيپلوماتیکو مأموریتونو لپاره مهم بلل کېږي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دوه ورځې وړاندې وویل له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته که ترکیه د کابل د نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتنې مسؤلیت اخلي نو له پاکستان او هنګري څخه هم غواړي چې په کې ونډه واخلي.

د اردوغان دغې خبرې د ګڼ شمېر افغانانو غبرګونونه راپارولي.

د کابل هوايي ډګر په هکله د اردوغان څرګندونو د خلکو غوسه راپارولې

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې د کابل هوايي ډګر د امنیت په ساتنه کې د یو شمېر نورو هېوادونو د رول په اړه د ترکیې د ولسمشر د څرګندونو په تړاو ناسم رپوټونه ورکړل شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د پنجشنبې په ورځ وویل: “د ترکیې د ولسمشر جلالتماب رجب طیب اردوغان د هغو خبرو راپورونه چې ګواکې دوی د کابل د هوايي ډګر د امنیت په ساتلو کې د کوم بل هېواد له پوځونو نه مرسته غواړي اساساً غلط تعبیر او تفسیر ترې شوی دی”.

ښاغلي هېواد زیاته کړه چې په کابل او انقرې کې له ډپلوماټیکو تماسونو او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د ښاغلي اردوغان د وینا د متن له لوستلو دا په وضاحت څرګندېږي چې د ناټو د مشرانو د پریکړې په اساس به ترکیه سولې ته د رسېدلو لپاره د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو تقویت او ملاتړ ته دوام ورکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: “د ولسمشر اردوغان خبرې په دې متمرکزې دي چې د منطقې د هېوادونو، د ګاونډیو هېوادونو او په خاصه توګه د پاکستان همکاري او حمایت سولې ته د رسېدلو په لړ کې جلب کړي”.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب