سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهد کابل هوايي ډګر په هکله د اردوغان څرګندونو د خلکو غوسه...

د کابل هوايي ډګر په هکله د اردوغان څرګندونو د خلکو غوسه راپارولې

تاند (چهارشنبه د جوزا ۲۶) یو شمېر عام افغانان او د نظر خاوندان وايي د تر کیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د کابل نړیوال هوايي ډګر په هکله خپلې خبرې نه؛ بلکې د پاکستاني چارواکو په خوله غږېدلی او په دې ډول یې د هغوی پیغام افغان چارواکو ته رسولی دی.

رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ/ د جوزا ۲۴مه/ په بروکسل کې د ناټو د ځینو مشرانو سره له ملاقاتونو وروسته خبریالانو ته وویل چې د افغانستان په اړه یې امریکا ته خپل نظر څرګند کړی دی.

ښاغلي اردوغان زیاته کړه، «ما د افغانستان په اړه ښاغلي بایډن ته خپل نظر څرګند کړی. که هغوی نه غواړي‌ چې موږ له افغانستان څخه ووځو، که هغوی هلته (د ترکیې) مرسته غواړي، بیا نو هغه لوژیستکي، مالي او دپلوماتیکي مرستې چې امریکا به یې راته برابروي، ډېرې مهمې وي.»

نوموړي په دې برخه کې د پاکستان د رول یادونه هم وکړه، «بله مسئله دا ده چې موږ په دې اړه هم خپل نظر څرګند کړی دی چې موږ سره به پاکستان او هنګري هم په افغانستان کې وي،»

خو یو شمېر عام افغانان او د نظر خاوندان وايي چې دغه غوښتنه په اصل کې د ترکیې نه، بلکې د پاکستان ده او که پاکستان مستقیماً دا غوښتنه وکړي افغانان یې ورسره نه مني، نو له همدې امله د ترکیې په وسیله چې پاکستان سره نژدې سیاسي اړیکې لري، غواړي دا ځای خپل کړي.

دوی وايي، پاکستان ته د کابل هوایي ډګر ځکه مهم دی چې د هند زیاتره وسایل له همدې لارې افغانستان ته راځي چې دا چاره پاکستان ته د منلو نه ده.

د نظر خاوند حاجي معراج وايي، «پاکستان غواړي دا هوایي ډګر تر خپل کنترول لاندې راولي څو د ضرورت په وخت هغه کسان چې د دوی ټارګټ دي، ایسار او د تېر په څېر انتقام ترې واخلي. پاکستان نه غواړي چې پخواني اشتباهات بیا تکرار کړي، ځکه نو مخکې له مخکې یې د دې لپاره برنامه جوړه کړې، څو د بهرني قواوو وتو سره همهاله د هند د نظامي مرستو مخه ډب او نفوذ ته ېې د پای ټکی کېږدي. لوبه ډیره خطرناکه ده، هیچاته باید د دې ډګر مسؤلیت ورنکړل شي.»

د ښاغلي معراج په خبره که چېرې د کابل هوايي ډګر پر سر دا معامله وشي، افغانستان به د یو “غلام غلام” شي.

د افغانستان حکومت د ترکیې د ولسمشر د دغو څرګندونو په هکله لا څه نه دي‌ ویلي، خو په پاکستان باندې یې تل دا انتقاد کړی چې په خپله خاوره کې طالبان ساتي، پالي،‌ روزي او بیا یې افغانستان ته د جګړې لپاره استوي.‌ اسلام اباد بیا دا تورونه نه مني.

خو طالبانو وار د مخه د ترکیې له پاتې کېدو سره مخالفت کړی دی او ویلي دي چې د امریکا سره د تړون په اساس باید ترکي عسکر هم له افغانستان څخه ووځي.

ترکیه دا مهال په افغانستان کې ۵۰۰ عسکر لري چې د ناټو په چوکاټ کې په ماموریت بوخت دي.

4 COMMENTS

  1. که ترکي سرتېري په هېواد کې پاتې کېږي، د نورو تاوانونو سربېره به یې ډېره ګټه دوستم او دوستمیانو ته ورسېږي. دغه په نوم حکومت خو هغسې هم پښتنو ته چندان ګته نه ده رسولې، د ترکې د سرتېرو په شتون کې به دا مسئله نوره هم خطرناکه او ضرر به یې ډېر شي. د هېڅ کوم هېواد عسکر په ځانګړې توګه د پاکستان خو باید په هېڅ وجه دلته پرېنښودل شي. مننه

  2. فتنه بازه منافق اردوغانه د تاسو عسکر به په افغانستان کښی داسی مردار شی لکه د نورو ممالکو ، لعنت دی وی د ستا په اسلامیت !!!!!
    د امریکا اوانګلیس په هدایت د تاسو فریبکاره همکاری چیغی د پنجابی پاکستان ملاتړ سره د کابل هوائي میدان امنیت ساتنی لپاره ستر تحقیر د افغان ملت لپاره دی دا چی کابل کښی غلامه حکومت دی نو ددی خاطره په ډاډ سره تاسی منافق او زیاتره شر جوړونکۍ داسی بی شرمانه ډنډوری شروع کړیدی او له بلی خوا د فتنه ناک منافق اردوغان امادګی د ډالرو په عوض د کابل میدان هوائي ساتنی غولغولا په اثبات رسوی چی د تاسو د ساتنی غولغولا د کابل بادارانو دروغګوئی هم څرګندوی چی دوی همیش ادعا کړی چی مونږ د افغانستان عسکری خوا له هره حیصه په خپلو پښو درولی دی اود کابل غلامان دا د دروغو ادعا هم مسلسل د بادارانو سره بدرګه کړیدی ، اوس دا سوال رامینځ ته کیږی چی افغانستان ولی داسی ارزانه د بزکشی په شان هری خواته کش کیږی ایا د کابل باداران غواړی چی افغانستان ددونیا نقشی څخه له مینځه یووړل شی ؟؟؟؟ همدا بی ضمیره او د ملت دوښمنان د څو ډالرو خرڅ شوی افغانان دی چی د کابل بادارانو اوددوی غلامانو ته ئی داسی زمینه برابره کړیدی او همدا کم اصل افغانان دی چی د بادارانو تربیه شوو جاسوسانو ته داتلانو تبلغونه کوی او همدارنګه ددوی بادارانو جاهل قیدانی طالبان د ملت وژلو لپاره هم راخوشی کړیدی !!! امریکا او انګلیس منافقو سیاستوالو تاسی باید پوه شۍچی افغانستان د غیرتی ملت ټاټوبۍ به په مختلفو فریبیو سره په داسی اسانی هیڅوک قرط نکړۍ شی او دتاسو دا مردود او پلیت پلانونهبه هیڅکله عملی نشی دا به وروسته هم په اثبات ورسیږی !!!!!! افغان جرمن همکارانو تاسو اکثره وخت د ما کومینتونه نه نشر کوۍ اودا ولی ایا د کاسی لاندی نیمی کاسی موجودی دی؟؟؟؟

  3. د ښاغلي اردوغان دا څرګندونې حتما له پنجاب سره په مشورې او همغږۍ بیان شویدي . د پنجاب راتلل کابل ته د ټالبانو د راتګ ضمانت کوي . د افغانستان جنګ سالاران باید دې خبرو ته ښه پام وکړي چې د پنجابیانو په راتګ سره به د دوی ټولې سرمایې غصب او نورو هېوادونو ته د فرار لارې هم پرې بندې شي.
    د منحوسو او منافقو پنجابیانو د راتګ د مخنیوي لپاره لازمه ده چې د افغانستان واکمنان ، سیاسیون ، روشنفکران خپل ټول اختلافات یوې خواته پرېږدي ، سره متحد شي ، خپل نظامي ، اقتصادي او سیاسي ځواک سره یو کړي او په ټول قوت سره د افغانستان د ولایتونو له مرکزونو نه په مېړانې سره دفاع وکړي .
    زما په فکر د ترکانو راتګ ته هم ضرورت نشته . زمونږ اتل پوځیان د کابل ښار او ولایتونو له مهمو سیمونه په کلکه دفاع کولی شي . خو که بیا هم د خارجي پوځیانو راتلو ضرورت احساسیږي ، د بل هر هېواد خصوصا دهند پوځیان به ترټولو ښه انتخاب وي . خو بیا هم که بل هېڅ هېواد حاضر نه شو چې افغانستان ته پوځیان واستوي نو له پنجابیانو نه بیا اسرائیلیان زر وارې ښه دي . حد اقل دین او موقف یې معلوم دی . له فلسطینیانو سره په وروستیو جګړو کې یې هغوی ته د بمباري نه دوه ساعته مخکې خبر ورکاوو چې داځای بمباري کوواو تاسو ځانونه وساتئ . پنجاب بیا برعکس د افغانانو په ډېرو وینو بهولو خوشحاله دی. زمونږ د وطن ټول تاسیسات یې ویجاړ کړل او پدې څلوېښتو کلونو جګړو کې د افغانانو په وینو موړ نه شو.

  4. د ترکیی، ایران، روسیی او چین د تقابل جبهه به افغانستان وي، د پاکستان او د هند نیابتی جګړه به وغځیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب