جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهعبدالله طالبانو ته: په زور واک ته نه شئ رسېدلی

عبدالله طالبانو ته: په زور واک ته نه شئ رسېدلی

تاند (چهارشنبه د جوزا ۲۶) د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر وايي چې طالبان د جګړې له لارې واک ته نه شي رسېدلی. د هغه په خبره چې د جګړې دوام ستره ضایعه ده او قربانیان یې ملکي خلک دي.

عبدالله عبدالله نن په کابل کې یوې ناستې ته د خبرو پر مهال وویل، په داسې حال کې چې د خبرو وخت دی او سوله بابېزه ګڼل کېږي دا یوه تاریخي ضایعه ده، نو باید پوره غور وشي.

عبدالله وایي، دوی له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړې ته تیار نه و، په چمتووالي کې بې‌ غوري شوې او په خبره یې چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړې، طالبانو ته داسې شرایط برابر کړل، چې هغوی اوس فکر کوي چې ګوندې د جګړې له لارې خپلو موخو ته رسېدلی شي.

عبدالله عبدالله وروسته له هغې دا څرګندونې کوي چې د افغان دولت او طالبانو د مذاکراتي پلاوو د تماس ډلو ترمنځ پرون ماښام ناسته شوې ده.

د افغان دولت او د طالبانو د مذاکراتي پلاویو د تماس ډلو ترمنځ دا ناسته وروسته له هغې شوې چې تېره ورځ اروپايي ټولنې د افغانستان د سولې د اساسي مذاکراتو په پیلېدو ټینګار وکړ.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي توماس نیکولسن ویلي، اوس د دې وخت رسېدلی چې د دوحې خبرې باید د دواړو مذاکره کوونکو ټېمونو د اساسي وړاندیزونو له مخې وشي.

ښاغلي نیکولسن ټینګار کړی چې دواړې خواوې باید د عادي رول لوبولو پر ځای د مذاکرې پړاو ته داخل شي.

د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاویو تېره اونۍ هم تر اوږده ځنډ وروسته ناسته کې د مذاکراتو د بهیر پر چټکتیا او د اجنډا پر موضوعاتو هوکړه کړې وه.

له دغې غونډې وروسته دا د دواړو خواو د تماس ډلو ترمنځ لومړۍ ناسته ده، خو لا هم دغو خواوو د سولې اساسي مذاکرات بېرته نه دي پیل کړي.

اروپايي ټولنې ټینګار کړی چې په دوحه کې د سولې خبرې باید له هر ډول ځنډ پرته له سره پيل شي ترڅو په افغانستان کې د سیاسي حل لارې په پیدا کېدو سره په دغه هېواد کې جګړه پای ته ورسېږي او د سولې ټینګېدو ته زمینه برابره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب