Homeکلتورسینماتېر کال د بالیووډ کومو فلمونو ډېرې پیسې ګټلې وې؟

تېر کال د بالیووډ کومو فلمونو ډېرې پیسې ګټلې وې؟

تاند ( چهارشنبه، د جوزا ۲۶ مه)  که څه هم د تېر کال له پیله کورونا وبا د چین له ووهان څخه پیل او د نړۍ په ټولو هېوادونو کې په چټکۍ خوره شوه، پر بالیووډ سینما یې هم تاثیرات پرېوتل او د فلمونو لړۍ یې هم بنده کړه.

د کورونا له دې مرګونې څپې سره پر بالیووډ تېر کال هېڅ کوم فلم خپور نه شو او لا هم څوک سینما د تګ په موخه زړه نه ښه کوي.

خو د دې هر څه ترڅنګ بیا هم په تېر ۲۰۲۰ کال کې پنځه داسې فلمونه په انلاین ډول خپاره شول چې د نورو په پرتله یې ډېرې پیسې وګټلې.

هغه ۵ هندي فلمونه چې تېر کال یې ډېرې پېسې ګټلې وې.

تاناجي: دي ان سنګ واریر: دا د اجی دېوګن، کاجل او سېف علي خان فلم و چې د پخوا وخت په یوه کیسه جوړ شوی و.

په دغه فلم کې سېف علي خان منفي کردار لوبولی و، دا فلم خلکو ډېر خوښ کړی و او په باکس افس یې ۳۷۰ کروړه هندي کلدارې پیسې ګټلې وې چې ۳۷۰۰ میلیونه هندي کلدارې کېږي.

دربار: دا فلم د مشهور اداکار رجني کانت دی چې په ۲۰۲۰ کال کې نندارې ته وړاندې شوی او خلکو ډېر خوښ کړی و.

په دغه فلم کې د رجني کانت سره نیانترا او سنیل شیټي هم کار کړی و چې ۲۵۰ کروړه روپۍ یې ګټلې وې.

شب منګل زیاده ساودان: دا فلم د ایوشمان کهرانه او جیتیندر کمار و چې د هلک له هلک سره په مینه او واده کولو باندې جوړ شوی و چې خلکو خوښ کړ.

دې فلم هم ډېرې پېسې وګټلې چې په باليووډ باکس افس باندې یې ۸۶ کروړه روپۍ جوړې کړې، د فلم مصارف هم ډېر نه و.

چپاک: د مشهورې اداکارې دپیکا پاډوکون دا فلم د یوې داسې نجلۍ په ژوند جوړ شوی و چې په مخ یې تېزاب شیندل شوي وي.

په کم مصرف جوړ شوی دا فلم خلکو ډېر خوښ کړ او ۵۴ کروړه روپۍ یې هم وګټلې.

تپړ: د ښځې او خاوند ترمنځ په کیسه جوړ شوی دا فلم هم خلکو ډېر خوښ کړ.

په دې فلم کې تاپسي پنو مرکزي کردار لوبولی و چې ۴۴ کروړه روپۍ ګټلې وې.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم هندوستان کې د کورونا ناروغي په شدت کې ده، خو بیا هم دې وروستیو کې ځینو مشهورو اداکارانو د کورونا د احتیاطي تدابیرو په نظر کې نیولو سره پر نویو فلمونو کار پیل کړی او ښایي نندارې ته وړاندې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...