Homeخبرونهاقتصادي خبرونهننګرهارکې د هېواد په کچه د کبانو د دانې تولیدي کارخونه فعاله...

ننګرهارکې د هېواد په کچه د کبانو د دانې تولیدي کارخونه فعاله شوه

تاند ( چهارشنبه، د جوزا ۲۷) د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د هېواد په کچه د ۱ ملیون او ۱۰۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت د کبانو د دانې توليدي کارخونې پر فعاليت پيل وکړ.

دا کارخونه حبيب حسام شرکت جوړه کې،چې په يوه ساعت کې د ۲۰ ټنه دانې د تولید ظرفيت لري.

د دې ولایت د کرنې رئيس انعام الله ساپی وایي، چې هر کال هېواد ته د ۱۲۰ مليونه امريکايي ډالرو په ارزښت شاوخوا ۱۰۰ زره ټنه کبان وارديږي، چې د دا ډول فابريکو په فعاليدو سره به وطني توليدات زيات شي.

په ورته وخت کې د یاد شرکت رئيس عزيز الله حسام وويل، دوی اړتيا ته په کتو د هېواد په کچه دغه کارخونه پرانیسته.

د حسام په خبره دوی به هڅه وکړي، چې ګاونډیو هېوادونو ته هم صادرات ولري.

هغه وايي له دوی سره د چرګوړو، هګيو، د چرګ او کبانو دانې تولید برخه کې شاوخوا ۴۴۰ کسان په کار بوخت دي.

عام خلک هم په دې باور دي، که سوداګر په خپل هېواد کې د ننه پانګونه وکړي نو حتمي ده چې ګڼو ځوانانو ته به د کار زمینه برابره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...