یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهله والیانو څخه د ولایتونو نظامي صلاحیتونه واخیستل شول

له والیانو څخه د ولایتونو نظامي صلاحیتونه واخیستل شول

تاند (چهارشنبه د جوزا ۲۶) د افغانستان د سر اعلی قوماندانۍ په غونډه کې له واليانو څخه نظامي صلاحیتونه اخیستل شوي او اړوندو قول اردو ګانو ته د نظامي قوماندې او ارګانونو تر منځ همغږي رامنځته کولو په ګډون ټول نظامي واکونه ورکړل شوي دي.

پژواک آژانس هغه مکتوب ترلاسه کړی دی چې په دې اړه د سیمه ییزو ارګانونو له خوا د ټولو ولایتونو والیانو ته استول شوی دی.

په دغه مکتوب کې راغلي چې د روانې جوزا میاشتې په ۱۷مه نیټه د ولسمشر غني په مشرۍ د سراعلی قوماندانۍ په غونډه کې دغه پریکړه شوې ده.

په ورته وخت کې ویل کېږي چې ولسمشر غني پرون په امنیتي غونډه کې دا موضوع د ویډیویي ناستې له لارې له والیانو سره هم شریکه کړې ده.

که څه هم په دې هکله لا پوره جزیات نه دي ورکړل شوي خو ولسمشرۍ ماڼۍ پرون وویل چې ولسمشر غني د امنیتي او دفاعي سکتور د ارشد مسؤلینو په ګډون امنیتي غونډه کې له والیانو، د قول اردوګانو او امنیه قومندانانو او د ولایتونو د ملي امنیت رئیسانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې او د یو شمېر ولایتونو د امنیتي وضعیت د ښه والي په هکله یې د مسؤلینو راپور واورېد.

ارګ وايي چې ولسمشر غني د بېلابېلو ولایتونو د امنیت د تامین په اړه د لاغوره تدابیرو په موخه امنیتي او دفاعي مسؤلینو او والیانو ته لازمې لارښوونې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب