سه شنبه, مې 28, 2024
Homeخبرونهلویه څارنوالي: د اردو ۲۵ چارواکي په بند محکوم شول

لویه څارنوالي: د اردو ۲۵ چارواکي په بند محکوم شول

تاند (چهارشنبه د جوزا ۲۶) د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې د افغان ملي اردو ۲۵ پخواني لوړپوړي چارواکي د اداري فساد په تور له یوه څخه تر ۹ کاله د بند په سزا محکوم شول.

دغې ادارې نن چهارشنبه په یوه بیان کې ویلي، د اردو دغه شمېر منسوبین د اختلاس، جعل کارۍ، له دندې څخه د ناوړه استفادې او د تدارکاتو په پروسه کې د قانون او مقرراتو د نه رعایتولو په تور د اداري فساد د درنو جرمونو سره د مبارزې د ځانګړي عدلي او قضايي مرکز په لومړنۍ محکمه کې په علني توګه محاکمه شول.

په بیان کې راغلي، د دغې غونډې قضايي پلاوي پخوانی مادي او تخنیکي مرستیال ډګر جنرال محب‌الله محب په نهو کلونو او د پېرودلو پخوانی رئیس برید جنرال عبدالرحمن غوري په شپږ کلونو او اتو میاشتو تنفیذي بند، له دندې څخه ګوښه کېدو او مسلک څخه د شړلو په سزا محکوم کړي.

لویه څارنوالي وايي، د افغانستان د دفاع وزارت د تړونونو د ترسره کولو پخوانی مدیر ډګروال خواجه محمد اکرم په پنځو کلونو او یوې میاشتې تنفیذي حبس باندې محکوم کړی دی.

په دغې علني محاکمه کې د افغانستان د دفاع وزارت اته پخواني جنرالان، ډګروالان او ډګرمنان هم یو یو کال او یوې میاشتې تنفیذي حبس او د ۵۹۰۰۰ افغانیو نقدو پیسو ورکولو په سزا محکوم شوي دي.

د بیان له مخې، د کابل کرسټال شرکت رئيس محب‌الله په شپږ کاله تنفیذي حبس، د یاران اصیل سوداګریز شرکت مرستیال وفي‌الله څه باندې اته کاله تنفیذي حبس او د کابو ۷۶.۵ میلیونه افغانو نقدي جریمې، د اروجنرال شرکت مرستیال محمد نادر په شپږکاله تنفیذي حبس او د کابو ۱۲۹ افغانیو نقدي جریمي او د رونا د البسې د تولید شرکت مرستیال محمد قاهر په اوه کاله تنفیذي حبس او کابو ۶۱ میلیونه افغانیو نقدي جریمې سزا باندې محکوم شوي.

د افغانستان لویه څارنوالي زیاتوي چې د جنرالانو او ډګروالانو په ګډون د افغانستان د دفاع وزارت ۱۰ جیګپوړي پخواني چارواکي د کافي اسنادو د نشتوالي له امله بري‌الذمه پېژندل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب