سه شنبه, مې 14, 2024
Home+امریکايي سوداګر جېفري پي بیزوس

امریکايي سوداګر جېفري پي بیزوس

(Bezos, Jeffery P)

(۱۹۶۴ –   )

ژباړه: رحمت شاه فراز

نړیوال جال د پراخه معلوماتو د ښودنې او له کارنو سره د تعامل لویه وړتیا لري، او د همدې وړتیا په مټ يې د ۱۹۹۰ لسیزې په منځنیو وختونو کې په څرګنده سوداګریزو امکاناتو ته لاره برابره کړه. البته دا موضوع لا هم ګونګه پاتې وه چې سوداګرۍ او تجارت به په څه ډول له انلاین نړۍ سره توافق او مطابقت کوي او په څه ډول به د دې نوې ذریعې ځواک او توان په سوداګریز مفاد واوښتلی شي. جېف بیزوس چې امازون ټکی کام رامنځته کړ، ويې ښودله چې په څه ډول د نړیوال جال په مټ کتابونه او نور سوداګریز توکي تر میلیونونو مشتریانو پورې رسولی شو. امازون د نړۍ تر ټولو ستر کتاب پلورنځي دی.

جېف بیزوس د ۱۹۶۴ کال د جنورۍ په دوولسمه نېټه نړۍ ته راغی او د فلوریډا ایالت په میامي ښار کې لوی شو. مور يې چې جېکلین ګایز نومېده، د ده له زوکړې لنډه موده وروسته دوهم واده وکړ، نو داسې دی له میرني پلار سره را ستر شو چې میګویل بیزوس نومېده. میګویل د کیوبا اوسېدونکی وو چې د کاسترو انقلاب پر مهال د امریکې متحده ایالتونو ته را تښتېدلی وو. جېف بیزوس یو جدي او له پیاوړو هیلو سرشاره زلمی وو. د بیزوس له ټکنالوژیکو توکو سره ډېره جوړه وه، خو فوټبال او نورې لوبې یې هم خوښېدلې. د ده تره، پرېسټن ګایز چې د اتومۍ انرژۍ د کمیسیون مدیر وو، په ټکنالوژۍ کې د ځوان بیزوس دلچسپي او علاقې ته اوبه ورکړې او نوموړي ته يې برقي وسایل راوړل تر څو پرزه، پرزه يې کړي او ځان ورباندې پوه کړي.

 جېف بیزوس د خپل انلاین کتاب پلورنځي لپاره یو «لوی» نوم غوښته، نو ځکه يې د نړۍ په ستر سیند پسې ونوماوه او امازون ټکی کام یې وباله. ده په ډاګه کړه چې توکي په انلاین ډول په ډېر چټک او مؤثر ډول پلورل کېدای شي او په دې ډول يې د خلکو د خریدارۍ په برخه کې لوی تغیر رامنځته کړ.

بیزوس له ساینسي افسانو سره علاقه هم لرله او په دې توګه د فضا د تسخیر یو له لېواله مدافعینو څخه هم دی.

بیزوس په ۱۹۸۲ کال کې پرنسټون پوهنتون ته لاره وموندله. لومړی يې د فزیک پوهنځی پیل کړ، خو وروسته چې پوه شو چې د یوه تکړه تیوریسټ لپاره ډېر جوړ نه دی، نو خپل پوهنځی یې بدل کړ او په ۱۹۸۶ کال یې په برقي انجینرۍ کې په لوړه درجه لیسانس پای ته ورساوه. په دې وختونو کې یې له سوداګریزو پوستغالو او په تېره له مالي شبکو سره هم دلچسپي پیدا شوه. دی چې دا مهال لا تر اوسه ۲۳ کلن وو، په فیټل کې يې د مالي ارتباطاتو د شبکې د یوې پروژې مشري پر مخ وړله. په دې دنده کې بیزوس د دوولسو پروګرام لیکونکو په سر مدیر ټاکل شوی وو، او هره اونۍ به یې د شرکت د دوو دفترونو ترمنځ تګ راتګ کاوه چې یو په نیویارک او بل په لندن کې واقع وو. څه وخت چې دی په بېنکرز ټرسټ شرکت کې مرستیال مشر وګمارل شو، بېنکرز ټرسټ په ۱۹۸۸ کال کې د وال سټریټ یو ستر شرکت وو. دغه دنده د دې خبرې ښکاره ثبوت وو چې بیزوس نور د تجارتي نړۍ په لور لنډه او چټکه لاره موندلې وه.

په دې ځای کې يې د کمپیوټري شبکو او تعاملي سافټوېرونو له استعمال سره ډېره زیاته علاقه پیدا شوه، تر څو د دواړو په ذریعه د مدیرانو او پانګوالو لپاره پر وخت معلومات برابر کړي. خو ده داسې وانګېرله چې د وال سټریټ د زړو فکرونو شرکتونه د ده د هڅو مخه نیولې ده. دی رابرټ سپیکټر ته په خبرو کې وايي چې د هغوی چلند به داسې وو چې ویل به يې ((دا کار نه کېږي، دا باید ونه شي، او د هارډ کاپي په بڼه په دودیز ډول د معلوماتو لېږد بهتره دی… د دوی فکر دا وو: ولې بدلون راولو؟ ولې پانګونه ورباندې وکړو؟))

په ۱۹۹۰ کال بیزوس د (ډي اي شا) په شرکت کې کار پیل کړ، او مشر يې ترې وغوښتل چې د انټرنټ د سوداګریز ظرفیت او امکاناتو په باره کې تحقیق وکړي. انټرنټ په همدې وختونو کې د ودې په حال کې وو، (که څه هم نړیوال جال تر راتلونکو پنځو کلونو پورې هم تر اکثره مشتریانو پورې د لاسرسي وړ نه وو.) بیزوس د انټرنټي فروشاتو لپاره شل ممکنه محصولات د کتار په سر کې راوستل، چې له دې ډلې د کمپیوټر سافټوېرونو، دفتري تجهیزات، جامې، موسیقي – او کتابونه ښودلی شو.

د کتابونو د چاپ او نشراتي صنعت تر تحلیلولو وروسته بیزوس هغه لارې په ګوته کړې چې د ده په بارو د دې صنعت لپاره يې کفایت نه کاوه. حتی لویو کتاب پلورنځیو د موجوده کتابونو یوازې یوه وړه برخه زېرمه کولی شوی، حال دا چې زیاتره هغه کتابونه چې په ګودام کې به خوندي وو هغه به په تاخچو کې په میاشتو میاشتو پراته وو، چې پیسې او ځای دواړه به پې بند وو. بیزوس په دې عقیده وو چې که یو ستر ګودام له یوه پراخه ډېټابېس سره ترکیب کړای شي، او دغه راز د انلاین فرمایشونو سیسټم او د چټک انتقال زمینه مساعده شي، نو په ډېر کم لګښت سره تر پخوا د زیاتو مشتریانو اړتیاوو ته ځواب ویلی شي.

بیزوس خپله مفکوره ډي اي شا ته وړاندې کړه. خو دې شرکت چې په دې نوې مفکوره کې له پانګې اچونې ځان شاته کړ، بیزوس یو ستر تصمیم ونیوه. سپېکټر ته د خبرو پر مهاله له ده اورو ((زه پوهېدم چې کوم وخت به چې زه اتیا کلن یم نو هېڅ داسې پښېمانتیا به نه وي راپسې چې ولې مې په ۱۹۹۴ کال کې له وال سټریټ سره د کال په منځ کې مخه ښه وکړه. اصلاً به مې دا خبره په یاد هم نه وي چې ما داسې یو کار کړی. خو دا فکر مې خامخا درلود چې په دې وختونو کې داسې یو فرصت شته دی چې که په هغه شي کې مې برخه وانه خیسته چې انټرنټ یې بولي او زه ور باندې ډېره زیاته بروسه لرم، نو ډېر زیات به پښېمانه یم. زه په دې هم پوهېدم چې که مې هڅه وکړه او له ناکامۍ سره مخ شوم، نو بیا به هم پښېمانه نه یم.))

بیزوس د خپل دوکان لپاره د یوه ځای په لټه کې شو، نو وروستی تصمیم يې په سياټل ښار راغی، او د دې یو څه وجه دا وه چې د واشنګټن ایالت نسبتاً لږ نفوس درلود (یانې هغه خلک چې د فروشاتو مالیه یې باید پرې کړې وی)؛ بل خوا په دې ایالت کې په تخنیکي پوهه سمبالو کار کوونکو لوی شمېر موجود وو، چې د دې یو لامل په دې سیمه کې د مایکروسافټ او نورو شرکتونو چټکه وده او پراختیا وه. تر یو شمېر ناکامو اقداماتو وروسته بالاخره بیزوس تصمیم ونیوه چې په خپل شرکت امازون نوم کېښږدي، او په دې نظر وو چې د نړۍ د تر ټولو ستر سیند نوم به د هغه څه لپاره ډېر مناسب وي چې ده د نړۍ تر ټولو کتاب ستر کتاب پلورنځي خوب ورته لیدلی وو.

د ۱۹۹۴ کال په نومبر میاشت کې بیزوس، مېرمنې يې او څو تکړه کار کوونکو د موټرونو په ګیراج کې د امازون ټکي کام د جوړولو لومړني کارونه پیل کړل. یو څه وخت وروسته بیزوس تصمیم ونیوه چې د برېښنايي فرمایشاتو د کاروبار لپاره موجوده سافټوېرونه تر حده زیات محدود دي، نو یو تکړه پروګرام لیکونکی یې وګماره چې شېل کافن نومېده، چې یو داسې پروګرام ورته ولیکي چې نه یوازې په ګودام کې د شته هر کتاب ریکارډ پکې خوندي وي، بلکې دا هم باید ښکاره کړي چې له خپرندویه ټولنې یا د کتاب له توزیع کوونکي څخه د همدې کتاب د نورو ټوکونو لاسته راوړل به څومره وخت ونیسي.

د ۱۹۹۵ کال تر منځنیو کلونو پورې امازون ټکی کام دې ته اماده شو چې د سیاټل له نوي دفتر څخه انلاین نړۍ ته ور ودانګي. د دې کار لپاره یې هغه ۱۴۵،۵۵۳ ډالره استعمال کړل چې د کورنۍ له پیسو څخه د بیزوس د مور له خوا ورکړل شول. د دې پلورنځي خبره چې په انټرنټي چټ خونو او یاهو کې خپره شوه، نو د فرمایشونو باران پرې پیل شو او اوس نو باید بیزوس کوشش کړی وی چې په دې فرمایشونو پسې ځان ورسوي. د فرمایشونو د سېلاب پر سر هم له د دوی کاروبار په زیان کې روان وو، ځکه چې لګښتونه يې په ډېرې چټکۍ سره د زیاتېدو په حال کې وو.

د دې ستونزې د حل لپاره بیزوس د عالي ټکناژیو زړه یعنې سیلیکان درې ته مخه کړه، چې د امازون ټکی کام د تقویې لپاره پانګوال ومومي، تر څو خپل د مفاد او ګټې حالت ته پرې ورسوي. بیزوس په وال سټریټ کې د یوه ستوري په حیث پاتې شوی وو او پراخه تجربه یې ترلاسه کړې وه. نوموړي خپله پخوانۍ تجربه او پر ځان باور سره غاړه غړۍ کړل او خپله پانګه يې یو میلیون ډالرو ته لوړه کړه. خو بیزوس په دې باور وو چې حرکت د اوږدمهاله کامیابي اساسي کیلي ده او په دې پوه وو چې په حرکت کې برکت دی او په دې فکر يې د خپل شرکت غیر رسمي شعار ((ژر ستر شئ)) وټاکه. په دې ترتیب د تجارت عاید بېرته په لوړېدو شو او ترڅنګ یې د فروشاتو فهرست هم پراخه کړ او نور محصولات مثلاً موسیقي، ویډیوګانې، برقي توکي او سافټوېرونو يې هم پکې شامل کړل.

د بیزوس د پراختیايي ستراتیژۍ بل اساسۍ عنصر دا وو چې له هغه ستر ډېټابېس نه یې استفاده کوله چې امازون پخپله جوړ کړی، چې په دې ډېټابېس کې نه یوازې د کتابونو او نورو توکو په باره کې معلومات خوندي وو، بلکې دا معلومات به هم پکې موجود وو چې یو خاص نفر یا یو خاص ډول مشتري کوم توکي خریداري کوي. یو ځل به چې مشتري له امازون څخه یو څه خبریداري کړل، نو هغه مشتري ته به د هغه په نوم پیغام ور استول کېده او د اضافي توکو د خریدارۍ لپاره به وړاندیزونه ور لېږل کېدل. دغه وړاندیزونه به د هغو توکو په باره کې وو چې یوه بل داسې مشتري به پېرلي وو چې پخوا به يې هماغه توکی پېرلی وو چې پورته یاد مشتري به اخیستی وو. بل خوا مشتریان دې ته هم هڅول کېږي چې د کتابونو او نورو توکو په باره کې په انلاین ډول خپل نظرونه ولیکي او په دې ډول هر مشتري داسې احساس کوي چې د یوې مجازي ډلې د یوه غړي حیثیت لري. په نهایت کې، هغسې چې بیزوس رابرټ سپېکټر ته وویل، چې زه په دې باور یم چې ((په راتلونکي کې، چې ته امازون ټکي کام ته راځې، نو زه دا نه غواړم چې ته یوازې د «کایاک بېړۍ» لپاره لټون وکولی شې او یوازې په کایاک کې د سفر کولو مجلې خریداري کړې. بلکې ته باید د دې وړتیا هم ولرې چې د نړۍ هر هغه ګوټ ته په کایاک بېړۍ کې سفر هم وکړې چې ستا زړه يې غواړي، او باید دا هم وکولی شې چې یوه کایاک بېړۍ ستا کور ته د رسولو فرمایش هم ورکړې. دغه راز باید وکولی شې چې د کایاک په اړه له نورو کایاک چلوونکو سره بحث او خبرې اترې وکړې. په امازون ټکي کام کې باید په کایاک بېړیو پورې مربوط هر څه باید موجود وي، او همدا خبره باید د بل هر شي په هکله هم صدق وکړي.))

امازون ټکي کام په ۱۹۹۷ کال کې د لومړي ځل لپاره خپل سهمونه په بازار کې اعلان کړل او دا يې په ډاګه کړه چې د شرکت وده په خورا مؤثر ډول روانه ده. یو کال وروسته، د شرکت د یوه سهم ارزښت ۱۰۰ ډالره وو او تر ۱۹۹۹ کال پورې د جېف بیزوس خپله شخصي شتمني اوه نیم بیلیون ډالرو ته رسېدلې وه. بیزوس او امازون ټکی کام د دې خبرې ژوندی ثبوت برېښي چې د انټرنټ «نوی اقتصاد» خورا مؤثر او بریالی دی او د «خښتو او خټو» دودیز تجارتونه باید خپل انلاین موجودیت رامنځته کړي او یا دې يې بیا نتایج وزغمي.

خو په ۲۰۰۰ او ۲۰۰۱ کې چې د انټرنټ اقتصاد له سقوط سره مخ شو، د انلاین سوداګریو مفاد د پانګوالو له توقعاتو سره په ټکر کې واقع شو. امازون هم له دې نوي اقلیم نه استثنا نه وو، خو بیزوس خپل باور له لاسه ورنه کړ او له دوو لارو يې دې ستونزې ته ځواب ووایه. یو یې د تولیداتو په انتخاب کې اصلاحات رامنځته کړل او بل یې د مشتریانو په ټارګټ کولو کې سمون راوست. دی په دې اند وو چې شرکت به په دې ډول خپل مفاد ته ورسېدلی شي. د ۲۰۰۲ کال په جنوري کې، امازون اعلان وکړ چې د ۲۰۰۱ کال په وروستیو څلورو میاشتو کې يې ښه ښایسته ګټه کړې.

که د امازون وخت په وخت نتایجو او لاسته راوړنو ته پام ونه کړو، نو جېف بېزوس د پرچون سوداګرۍ په تاریخ کې یو نوی څپرکی پرانیستی دی او په ۲۱مه پېړۍ کې يې نوموړی د دودیزو پرچون پلورونکو لکه وولورت او مونټګومري د مخکښانو یو ستر رقیب ګرځولی. ټایم مجلې د همدې لاسته راوړنې د ستایلو په ترڅ کې بیزوس د ۱۹۹۹ کال شخص ونوماوه او بل خوا انټرنټ مجلې د لسو هغو کسانو په کتار کې راوست چې د انټرنټ وده يې تر ټولو زیاته متاثره کړې.

اضافي لوستونه:

1- Grove, Alex. “Surfing the Amazon.” Red Herring, July1, 1997. Available on-line. URL: http://www.redherring.com/mag/issue44/bezos.html. Downloaded on November 26, 2002.

2- Southwick, Karen. “Interview with Jeff Bezos of Amazon.com.” Upside.com, October 1, 1996.Available on-line. URL: http://www.upside.com/texis/mvm/story?id=34712c154b. Downloaded on November 26, 2002.

3- Spector, Robert. Amazon.com: Get Big Fast: Inside the Revolutionary Business Model that Changed the World. New York: HarperBusiness, 2000.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب