موږ پوهېږو، چې ځمکه ګرده ده او نيل سيند په مصر کې بهېږي؛ خو دا پوهه مو څه ډول ترلاسه کړې؟ پخپله مو د ځمکې ګردوالى نه دى تجربه کړى او نه مو نيل سيند ليدلى، خلکو ويلي، او موږ منلې. موږ آن په دې هم ډېر کله نه پوهېږو، چې زياتره باورونه مو څرنګه ترلاسه کړي.
پاسنى پراګراف د دونکن پريچارد د کتاب(?What is this thing called knowledge) دى. دا اثر په ۲۰۱۳ کال کې چاپ شوى، چې د پوهنپوهنې په اړه ګڼې علمي خبرې او فلسفي نظريې لري: علم څه دى؟ د علم ارزښت، د علم تعريف، د علم چوکاټ، عقلانيت، فضيلت او ظرفيت، علم له کومه کېږي؟ ګواهي او حافظه، لومړيتوب او پايله، د استقرا ستونزه، د علم ډولونه کوم دي؟ علمي پوهه، ديني پوهه، اخلاقي پوهه، موږ ګنې رښتيا هم په څه پوهېږو؟ او حقيقت او عينيت. دا ټول مباحث زموږ د ځوان کهول د شعور په لوړولو کې ډېره مرسته کولاى شي. دا کتاب ښاغلې راحلې ګندمکار په فارسي هم ژباړلى دى.
دلته د دې اثر يوازې يوه برخه(ګواهي) شنو او په خپله ټولنه يې بېلګې ګورو؛ خو لومړى به د پوهنپوهنې(epistemology) يو لنډ تعريف وکړو. د پوهنپوهنې علم د پوهې پر ماهيت، د ترلاسي پر سرچينو، لارو چارو او ډولونو غږېږي.
دا چې موږ په ترلاسه کړيو معلوماتو باور وکړو او زموږ باور سم باور(True belief) وي، پکار ده، چې توجيه ولري، مثلا دا پلانى باور زموږ ځکه سم دى، ځکه چې پخپله مو تجربه کړى يا مو له يوه دقيقې سرچينې اخيستې. دې ډول پوهې ته يې په کلاسيک منطق کې توجيه شوى سم باور(Justified true belief) ويله، چې تاريخ يې تر لرغوني يونان پورې رسېږي. تر ۱۹۶۳ مخکې باور دا و، چې توجيه شوى سم باور سمه پوهه ده؛ خو په ۱۹۶۳کال امريکايي فيلسوف ادموند ګتيه په يوه لنډه ليکنه کې داسې بېلګې راوړې، چې پر جى ټي بي هم بدګوماني پيدا شوه، چې دا هم کله ناکله سمه پوهه نه وي. د سمې پوهې په اړه د ګتيه دې ليکنه د پوهنپوهنې په ډګر کې انقلاب راووست او پوهان اړ شول، چې د علم کږې شوې ماڼۍ ته نوې ستنې ورکړې.
د دونکن پريچارد په اند، د علم د ترلاسي ګڼې لارې دي، يوه لار يې حسي تجربې هم دي؛ خو که يوازې پر حسي تجربو بسنه وکړو، زموږ پوهه به تر اندازې زياته محدوده وي، پوه به نه يو، چې زموږ په ګاونډ کې کوم هېوادونه دي او ځمکه له لمر څرخي؛ نو د علم د ترلاسي بله لار ګواهي(Testimony) ده. يعنې موږ پر خپله دې پوهه چې افغانستان له چين سره پوله لري، ځکه ډاډه يو، چې له خلکو مو اورېدلي، تلويزيون او نقشو کې مو کتلي، کتابونو کې مو لوستي او…. يوه بله بېلګه به يې دا وي، چې موږ له ډېر پخوا نه باتور خلک وو، ډېرې تورې مو وهلې، ډېرې جګړې مو ګټلي او دا پوهه به د تاريخونو په ګواهۍ ترلاسه کړې.
خو څوک څه خبر چې تاريخونه رښتيا وايي، که دروغ؟ ممکن نورو له موږه د سياسي استفادې لپاره داسې تاريخونه ليکلې وي. ځکه چې تاريخونه هم د يوه چا د لاس ليکلي متون دي. يعنې پخپله پېښې نه دي. د هغه چا چې يوه زاويه، يو نړۍ ليد او تعصب يې درلوده؛ نو څنګه باور کولاى شو، چې د ځان په اړه زموږ پوهه سمه ده؟ يوه لار دا ده، چې له نورو ګواهيو سره پرتله شي. که نورو ګواهيو هم همدا خبره کوله، بيا نو زموږ ترلاسه کړې پوهه رښتينې ده، ګنې ډوګما او توهم دى.
راځئ له تاريخ سره به رسنۍ هم ګډې کړو. تاريخ د تېر کيسه ده او رسنۍ تر ډېره د وسمهال؛ خو دواړه لکه موږ چې فکر کوو، ناپېيلې نه دي. په وسمهال کې ځواکمنو او چلبازو هېوادونو د پوهنپوهنې دا اړخ لوستى، چې د يوې ټولنې پر وګړيو د رښتينې پوهې په نامه د دروغو د منلو يوه لار ده، چې د ګواهۍ لپاره ورته ګڼ متون وليکل شي، چې که دى ورپسې د رښتيا کولو څراغ را وا هم خلي، چې دروغ يې نه کړاى شي، ځکه چې هسې هم زموږ په ټولنو کې ازادې علمي شننې تقريبا ناشونې دي. تاريخ، رسنۍ او د ګواهۍ نور بنسټونه د يوې موضوع په اړه د يوه کس د پوهې د توجيه لپاره دوه کاره کوي، يو دا چې ګڼ نور متون ايجادوي، چې وګړي د معلوماتو له جاله و نه وتلاى شي، دويم دا چې دا دروغ دومره ډېر تکراروي، چې وګړي پرې په اسانه خپله دروغجنه پوهه توجيه کړاى شي. آن په دې کې سياسي او ټولنيز شخصيتونه د ناسمو معلوماتو او پوهې په رسولو کې لاس لري، ځکه چې خلک پرې باور کوي.
خبره به همغه د ګتيه بېلګې ته لاړه شي، چې که يو سړى هر سهار نهه بجې تمرين ته ځي؛ نو چې هر سهار راپاڅېږي، ساعت ته ګوري، ساعت په نهه بجې ولاړ وي. د کلاسيکې پوهنپوهنې په اند، د ساعت په اړه د سړي پوهه موجه رښتينې پوهه(JTB) ده، ځکه واقعيت يې توجيه کوي؛ خو که دا ساعت خراب وي او يو بل سړى هر سهار د دې سړي د تېر ايستلو لپاره ساعت پر نهو بجو دروي، نو بيا خو د ساعت په اړه د سړي پوهه ناسمه ده؛ خو ستونزه له دې ځايه راپيدا شوې، چې سړى په ځان نه دى خبر او پر دروغجنه پوهه د رښتينې پوهې ګومان کوي.
په داسې مورد کې يوه لار دا ده، چې انسان له اورېدلې يا لوستې ادعا سره احتياط وکړي او و يې شني؛ خو دا هله کېږي، چې هغه کس پر ګواهۍ شکمن شي. پر ګواهۍ د شکمنېدو يوه وجه له نورو ګواهيو سره تضاد يا مخالفت دى. د دونکن پريچارد په اند، که څوک راته ووايي، چې نيل په مصر کې نه بهېږي، په اسانه نه يې نه منو، بلکې اعتبار يې څېړو، چې دا خبره چې د کوم کس له خولې راوتلې، هغه د دې برخې متخصص دى(د جغرافيې ښوونکى دى)؟ يا دا ګواهي په اطلس کې له ليکلې ادعا سره سمون لري که نه؟ که يې نه لري، ولې؟
خو داسې هم نه ده، چې د يوه کس باورونه دې تل ثابت او په يوه حال وي. د ادراکي ارواپوهنې پر بنسټ انسان د يوه څيز په اړه تل يو ډول سکيما نه لري، بلکې انسان چې څومره نوې تجربې کوي، د سکيماوو په ټوکونو کې يي بدلون راځي او ممکن پراخې شي. مثلا کوچنى په لومړيو کې يوازې مکتب پېژني؛ خو چې څومره لويېږي، د لېسي او پوهنتون له نومونو سره هم اشنا کېږي. د ليکوال په اند، تر کوپرنيک مخکې خلکو فکر کاوه، چې لمر له ځمکې تاوېږي او دا د هغوى لپاره موجه رښتينې پوهه وه؛ خو تر کوپرنيک وروسته په دې اړه د خلکو باور واوښت. اوس خلک پوهېږي، چې ځمکه له لمر تاوېږي، ځکه چې په معتبرو متونو(ساينس) کې يې لوستې؛ نو که څوک اوس هم په دې باور وي، چې لمر له ځمکې تاوېږي، لېونى يې بولي.
د ګواه محور باور د توجيه د معلومولو يوه لار تقليلول(Reductionism). د دې مانا دا ده، چې د انسان ګواه محوره پوهه بالاخره په ناګواه محوره سرچينه ولاړه ده. مثلا د فرد شخصي تجربه؛ خو کله دا ممکنه نه وي، ځکه نو فرد د معمولي مسايلو له مخې لوى هغه په پټو سترګو مني. ليکوال د ۱۹۹۸ کال د هاليوډ د يوه فلم(The Truman Show) مرکزي کرکټر د بېلګې په توګه رااخلي، چې خبر نه وي، چې په اصل کې دى د کريستف د فلم لوبغاړى دى. اوس ترومن دا خو په اسانه ويلاى شي، چې ورځپاڼه پلورنځى پرانيستى که تړلى، خو ترومن په دې نه پوهېږي، چې دى په اصل کې يو لوبغاړى دى او دا دفترونه، بازارونه او نور په اصل کې خيالي دي، ځکه نو د ترومن د ورځپاڼه پلورنځي د بېلګې غوندې واړه باوره خو د تقليلولو له مخې ستونزه نه لري، خو لوى باورونه يې بېا پېچلي دي. که ځان ته فکر وکړو، موږ هم د رسنيزو، تاريخ او ډول ډول متونو په زندان کې بند لوبغاړي يو، چې د ګواهيو په بنسټ مو چې څنګه وغواړي، هغسې جوړوي او موږ ته راکړي معلومات په يو ډول توجيه کوي. موږ ټول د ترومن غوندې شرايطو کې راګېر يو، ځکه چې خپل لوى باورونه نشو تاييدولاى.