سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهد پکتیا اوسېدونکو د روان جنګ د درېدو او سملاسي اوربند غوښتنه...

د پکتیا اوسېدونکو د روان جنګ د درېدو او سملاسي اوربند غوښتنه وکړه

تاند ( چهارشنبه، د جوزا ۲۶ مه)  د پکتیا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې سلګونو کسانو په دغه ولایت کې د روان تاوتریخوالي پر ضد، د سولې او اوربند په ملاتړ او د افغان امنيتي ځواکونو او جمهوريت د خونديتوب په موخه لاريون وکړ.

لاريون کوونکي وایي چې افغان حکومت او طالبان دې د سولې او ثبات په تړاو له رامنځته شوی فرصته ګټه واخلي.

د لاریون والو په خبره چې افغانان نور له جنګه ستړي دي او په هيواد کې د سولې او ټيکاو راتلو ته شېبې شماري.

د دغه ولایت اوسیدوونکي داسې مهال په لاریون لاس پورې کوي چې له تېرو دوو اونیو راهیسې د دې په یو شمېر ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو او افغان حکومت تر منځ جګړو زور اخیستی دی.

د دغو جګړو په ترڅ کې د افغان ځواکونو او طالب وسله والو ترڅنګ ملکي وګړو ته هم د مرګ ژوبلو راپورونه ورکړل شوې دي.

لاریون کوونکو دغه راز زیاته کړې چې په دغه ولایت کې روانې جګړې ګڼې کورنۍ بېځایه کړې، په څو ولسوالیو کې مخابراتي شبکې بندې شوي او ګڼ شمېر خلک روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

د راپورونو له مخې، د پکتیا زرمت ولسوالي، چې ددې ولایت یوه له ګڼ نفوسه ولسوالیو شمېرل کیږي، د وسله والو طالبانو له لورې یې، په لویو لارو کې بمونه ځای پر ځای شوي، چې له امله یې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم تائیدوي چې حنګیالیو یې په یو شمېر لویو لارو کې ماینونه د نظامي قطارونو د مخنیوي په هدف ځای پرځای کړي دي.

ورته مهال د ننګرهار مرکز جلال اباد کې هم بېلا بېلو قشرونو نن چهارشنبه/ جوزا/ ۲۶ د یوې غونډې په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې جګړه ناروا وبلله.

د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر د خبرپانې په خپرولو سره وایي چې د دغه ولایت یو شمېر دیني عالمانو، قومي مشرانو، میرمنو، مدني فعالانو او ځوانانو د یوې غونډې په ترڅ کې روانه جګړه ناروا وبلله.

د دغې غونډې ګډونوالو وویل چې که جګړه دوام وکړي، د خپلو امنیتي ځواکونو په خوا کې به ودریږي، خو ټینګار یې وکړ چې د جګړې پر ځای دې د سولې خبرو ته لومړیتوب ورکړل شي.

دوی جګړه پردۍ وبلله، خو په وینا قربانیان یې افغانان دي او د مخنیوي په موخه یې باید ژر تر ژره اوربند ترسره شي.

په هېواد کې د سولې او اوبند دا غوښتنې داسې مهال دي چې دا مهال په ټول هېواد کې جګړه تېزه شوې او په دوحه کې لا هم د سولې د مذاکراتي پلاوو تر منځ په ناستو کې د پام وړ پرمختګ نه لیدل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب