جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهبسم الله محمدي د کورنیو چارو سرپرست وزیر وګومارل شو

بسم الله محمدي د کورنیو چارو سرپرست وزیر وګومارل شو

تاند(چهارشنبه، د جوزا ۲۶) د دفاع پخوانی وزیر بسم الله محمدي ته د کورنیو چارو د سرپرست وزیر دنده وسپارل شوه.

د اندرابي له برطرفه کېدو وروسته له تېرو څو میاشتو راهیسې حیات الله حیات د کورنیو چارو سرپرست وزیر و.

محمدي، چې د جمعیت ګوند غړی دی، د کرزي د ولسمشرۍ په موده کې د کورنیو چارو وزیر په توګه هم دنده اجرا کړې ده.

محمدي

محمدي ته په داسې حال کې د کورنیو چارو وزارت سرپرستي سپارل شوې چې تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی او وسله وال طالبان توانېدلي چې په لنډ وخت کې په پر له پسې ډول یو شمېر ولسوالۍ ونیسي.

د ځینو راپورونو له مخې، طالبانو په وروستیو دوو میاشتو کې لږترلږه ۳۰ ولسوالۍ نیولي دي.

نن افغان امنیتي چارواکو وویل چې په فاریاب کې یې دولت اباد او په کندوز کې خان اباد ولسوالۍ بېرته نیولي دي.

د حیات الله حیات د نوې دندې په اړه تراوسه پورې څه نه دي ویل شوي.

2 COMMENTS

  1. ولی بسم الله جان؟ ځکه چې غنی غواړی په قدرت پاتی شي! او د مقاومت ډلی ته ځان تسلیم کړی او د هغوئ په زور تخت وبخت برقرار وساتی! دفاع وزارت به سیاف، لوی درستیز به دوستم او د مالیی وزیر به د خلیلی او محقق وی! ظاهر قدیر به هم بیا ربا پیدا شي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب