پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+کرکټ:ملتان سلطانز لوبډلې د ۱۱۰ منډو په توپير بریا خپله کړه

کرکټ:ملتان سلطانز لوبډلې د ۱۱۰ منډو په توپير بریا خپله کړه

تاند ( پنج شنبه، د جوزا ۲۷) د پاکستان په سوداګریز لیګ ( پې اېس اېل ) کې ۲۵ مه لوبه د ملتان سلطانز او کوټې ګلېډېټرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

کوټې د لوبې پچه وګټله او ملتان ته یې لومړی د توپوهنې بلنه ورکړه.

ملتان سلطانز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۳ منډې وکړې.

شان مسعود ۷۳، جوهانسن چارلس ۴۷، محمد رضوان ۲۱ او خوشدل شاه ۲۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د کوټې له خوا خرم شهزاد ۲، ظاهر خان او حسن خان ۱-۱ لوبغاړي وسوځول.

د کوټې ګلېډېټرز لوبډلې ونشو کولای ټاکل شوی هدف پوره کړي.

یادې لوبډلې خپل ټول لوبغاړي په ۱۳ ام اور کې د ۷۳ منډو په ترسره کولو له لاسه ورکړل او لوبه یې د ‍۱۱۰ منډو په ستر توپير وبایلله.

ګلېډېټرز لپاره تر ټولو زیاتې منډې ۱۹ منډې جیک ویدرالډ وکړې.

د ملتان لپاره بیا عمران طاهر ۳، عمران خان ۲ لوبغاړي وسوځول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...