جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهبايډن او پوتین په خپله لیدنه کې پر افغان سوله غږېدلي

بايډن او پوتین په خپله لیدنه کې پر افغان سوله غږېدلي

تاند (پنجشنبه د جوزا ۲۷) د امریکا ولسمشر جو بايډن له خپل روسي سیال سره په جینوا کې پر بېلا بېلو مسایلو یې خبرې کړې دي. په دې مسایلو کې یو هم افغانستان و چې دواړو لورو یې په اړه بحث کړی دی.

جو بايډن ویلي له پوتین سره یې پر افغان سوله خبرې وکړې او هغه ډاډ ورکړ چې په دې برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

بایډن وایي دوی په خپلو خبرو کې دا څرګنده کړې چې روسیه د امریکا پر وړاندې د کومې بلې سړې جګړې پلان نه لري، نو له همدې امله په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

روسیې تر دې وړاندې هم ویلي چې افغان سولې ته ژمن دي او په دې اړه یې څو مهم نړیوال کنفرانسونه هم رابللي دي.

بلې خوا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر د اماراتو له ولیعهد سره پر افغان سوله غږېدلی دی.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې لیدنه کې په سیمه کې پر روان وضعیت او افغان سوله خبرې شوې دي.

د اعلامیې له مخې دواړو لوریو همدا راز په دې حساسو شرایطو کې پر همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو هم خبرې کړې دي.

متحده عربي اماراتو امریکایي لوري ته ډاډ ورکړی چې له دوی سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي او هڅه کوي په سیمه کې د سولې او ثبات په راوستو کې همکارۍ ډېرې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب