شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهتر زلمي خلیلزاد وروسته دا ځل حمدالله محب قزاقستان ته ولاړ

تر زلمي خلیلزاد وروسته دا ځل حمدالله محب قزاقستان ته ولاړ

تاند (پنجشنبه د جوزا ۲۷) د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په ملتیا نن سهار په دوه ورځني سفر قزاقستان ته ولاړ.

له ښاغلي محب سره په دې سفر کې مهم افغان چارواکي ملتیا کوي او ټاکل شوې چې د قزاقستان په پلازمېنه نور سلطان کې ددغه هېواد له چاوراکو سره پر مهمو مسایلو خبرې اترې ولري.

د ملي امنیت شورا له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دې لیدنه کې به د سیمې او افغانستان په هکله خبرې کېږي او افغان سوله به د خبرو مهمه موضوع وي.

حمدالله محب داسې مهال قزاقستان ته سفر کوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم دوه ورځې وړاندې دغه هېواد ته تللی و او هلته یې له لوړپوړو قزاقي چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې وې.

زلمی خلیلزاد له قزاقستاني چارواکو سره پر افغان سوله غږېدلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب