شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+تورې زولنې او تورې بهانې (۵) | عبدالرحيم مسلم دوست

تورې زولنې او تورې بهانې (۵) | عبدالرحيم مسلم دوست

(د پاکستان د پټو زندانونو کيسې)
کړۍ (۵)
د کمانډر حماقت
له کوم کمانډر سره چې زما شخړه راغلې وه او مخکې يې ما يادونه کړې وه، هغه پنجابی شيعه او لوی احمق ؤ. د هغه د حماقت او بې دينۍ يوه کيسه داسې ده چې زما د کوټنۍ ملګري خليل صاحب تيرا وال ته ما د صرف او نحوې لومړني درسونه ورکول؛ کله چې هغه په مضارع باندې د (لن) د داخلولو او په لفظ او معنی کې د بدلون درس واخيست او بيا يې ددې ګردان تکراراوه، په دروازې کې ولاړ ؤ او له ځان سره يې ګردان کاوه: لن يفعل، لن يفعلا، لن يفعلوا………تر آخره پورې؛دا پنجابی کمانډر راغی او په بنديانو ګرځېده؛ کله چې زمونږ د کوټنۍ مخې ته راورسېد او د خليل صاحب ګردان يې واورېد: لن يفعل، لن يفعلا، لن يفعلوا، لن تفعل، لن تفعلا، لن يفعلن ……(لن) په اردو او پنجابۍ کې د نارينه د تناسل آلې (ذکر) يا زمونږ په اصطلاح (ګلداد خان) ته ويل کېږي. نو پنجابي داسې وګڼله چې ګنې ما ته ذکر يادوي؛ ډېره بده يې وګڼله او سخت په غوسه شو، خليل صاحب ته يې بدې ردې وويلې او غوښتل يې چې له دې نه لويه لانجه جوړه کړي، خليل صاحب ووهي او مشرانو ته هم ترې شکايت وکړي. ما ورته وويل: دا د اردو (لن) نه دی، خليل صاحب له ما سره درس وايي، دا د عربي (لن) دی او داسې معنی يې ده….، نه يې منله او تاوېده راتاوېده، ما ورته وويل: دا په قرآن کريم کې هم شته، يو څو داسې آياتونه مې ورته ولوستل چې (لن) پکې راغلی ؤ، بيا مې ورته وويل: ته لاړ شه له داسې کوم کس نه پوښتنه وکړه چې په عربي پوهېږي، هغه به هم همدا خبره درته وکړي….لنډه دا چې په ډېر تکليف مې قانع کړ. دا خو يو وړوکی کمانډر ګوټی ؤ، د پاکستان وزيرانو او د پارلمان غړو ته د اخلاص سورت نه ورځي، تاسو به د پاکستان د ثقافت د وزير هغه ويډيو ليدلې وي چې د اخلاص سورت غلط لولي. اکثره جنرالان او لوړ رتبه چارواکي يې همداسې بې دينه دي.
د پاکستان او د ګوانټانامو د جېلونو پرتله
په دې کې شک نشته چې د ګوانټانامو جېل ډېر وحشي جېل دى او هلته د ظلمونو او وحشتونو کيسې مونږ په ” ماتې زولنې” کې ليکلې دي؛ خو د پاکستاني استخباراتو (آى ايس آى) او (ايم آی) پټ جېلونه د ګوانټانامو له پنجرو نه يو په لسه بلکې له دې نه هم زيات وحشي، سخت او له ظلم نه ډک دي .د (آى ايس آى) او (ايم آی) دپټوجېلونو له وحشتونوكه خبرشئ؛ د ګوانټانامو پنجرې به درته فايوسټار (پنځه ستوريز) مېلمستون (هوټل) ښكاره شي.
د دواړو څو توپيرونه د بېلګې په توګه وګورئ:
(۱) د ګوانټانامو له جېل نه له کورونو سره رابطه شته که نيمګړې وي هم، ليكونه له کورونو سره ځي راځي؛ خو د پاکستاني استخباراتو په پټو جېلونو کې دا كار مستحيل (ناشونی) ګڼل كېږي، بلکې د پاکستاني استخباراتو مجرمان په بنديانو اعتراف هم نه کوي چې ګنې له مونږسره شته.
(۲) د ګوانټانامو په پنجرو کې بمبه لګېدلې ده او څلرويشت ساعته اوبه پکې دي . او د پاکستاني استخباراتو په جېلونو کې د اوبو يوه لويه ستونزه ده چې مخکې مو پرې خبرې وکړې.
(۳) د ګوانټانامو د جېل په هره پنجره کې د اوسپنې کموډ لګېدلى دى او د اوبو انتظام پکې دى. خو د پاکستاني استخباراتو په پټو جېلونو کې به په ډبو او ډولچو کې اودس ماتوې، چې شپه او ورځ په کوټنۍ کې بوي وي او ډوډۍ ، لمونځ ، ويښه او خوب ټول به په دغو بويونو کې کوې.
(۴) د ګوانټانامو پنجرې پاکې دي . او د پاکستاني استخباراتو جېلونه له غوجلو نه هم ډېر چټل، بوين او خيرن دي.
(۵) په ګوانټانامو کې په اونۍ (هفته) کې يو ځل پاکې جامې ورکوي . خو د آى ايس آى په جېل کې په مياشت کې يا له دې نه هم په زيات وخت کې بندي ته د جامو د مينځلو اجازه وركوي اوځينوته هېڅ اجازه نشته.
(۶) په ګوانټانامو کې د جامو مينځل په امريكايانو دي او که څوک څه په خپلې پنجرې کې مينځي، نو د اوبو بمبه پکې لګېدلې ده او په مينځلو هېڅ بنديز نشته. خو د پاکستاني استخباراتو په جېلونوكې ډېر وخت وروسته د جامو مينځلو ته په چټل تشناب کې وخت دركوي، هغه هم پوره نه وي او هر چا ته هم نه وي.
(۷) د ګوانټانامو په جېل کې دومره وحشي تعذيب نشته لکه د پاکستاني استخباراتو په پټو جېلونو کې چې دی.
(۸) د ګوانټانامو د جېل په بنديانو امريکا اعتراف کوي چې له مونږ سره دي . خو د پاکستاني استخباراتو په جېلونو کې په کلونو کلونو خلک پراته وي؛ خو د پاکستاني استخباراتو مجرمان پرې منکر وي . او دا جرات پکې نشته چې اعتراف پرې وکړي چې له مونږ سره دي او دا يې ګناه ده؛ بلکې له خپل طاغوتي قانونه يې هم پټ ساتي. په ٢٠٠٧م کال کې د پاکستان سپريم کورټ (سترې محکمې) له خفيه ادارو (پاکستاني استخباراتو) نه ورک بنديان وغوښتل، هغوى پرې منکر شول او دکومو چې شواهد پيدا شول، نو هغوی ته يې پلمې او د دروغو قضيې جوړې کړې؛ تر اوسه څه په جېلونو کې دي او څه يې د جعلي مقابلوپه نامه ووژل.
(۹) د ګوانټانامو پرتله د پاکستاني استخباراتو خواړه ډېر بې كاره دي.
(۱۰) په ګوانټانامو کې لمراو ورزش څه ناڅه شته او د پاکستاني استخباراتو په جېلونوكې بېخي نشته.
(۱۱) د ګوانټانامو په جېل کې له ټولو نيمګړتياو او بې غوريو سره سره د ناروغانو څه ناڅه درملنه او علاج شته؛ خو د پاکستاني استخباراتو په پټو جېلونو کې ناروغان له بې علاجۍ نه مري.
(۱۲) د ګوانټانامو له جېل نه تقريبا ټول خلک آزاد شول او زما تر دې ليکنې پورې ډېر لږ کسان پکې پاتې دي؛ خو د پاکستاني استخباراتو په پټو جېلونو کې اکثره خلک ورکېږي او وژل کېږي، ډېر لږ زما غوندې په تبادلې کې له مجبوريته آزاد شي.
نور ډېر توپيرونه دي چې زمونږ د مخکني کتاب (ماتې زولنې) له مطالعې نه به درجوت شي.
نو سره له دې چې امريکايانو له مونږ سره ډېر ظلمونه وکړل؛ خو د پاکستاني استخباراتو مجرمانو او بزدلانو په ظلم کې په هغوى پښه ور اړولې ده.
ما د ډېروجېلونوكيسې اوريدلې دي؛ خو د پاکستاني استخباراتو مجرمان چې كوم ظلمونه كوي، د نړۍ په هېڅ ګوټ كې نشته.
د پاکستاني استخباراتو مجرمان له دين، پت، عزت، عفت، غيرت، جرات، حياء او … څخه پاک او تل په دروغو او درغلۍ روان دي.
له پاکستاني پوځ او استخباراتو نه بې غيرته، بزدله، ظالمان او په دې ټولو سربېره د خپلو خلکو دښمنان ما نه ليدلي او نه مې اورېدلي دي.
پنځه مياشتې په زولنو کې
زه له لومړيو ورځو او د ولږې د اعتصاب له ورځو درې مياشتې بې زولنو وم؛ خو نورې پنځه مياشتې ما او نورو ټولو بنديانو په زولنو کې تېرې کړې دي چې شپه او ورځ ، خوب او ويښه ، اودس او لمونځ ټول په زولنو کې وو.
په لومړيو ورځو کې مو پړکي او پښې هم پرې ټپي شوې وې؛ خو وروسته بيا په ډېرو سوليدو کلک شو او تور واووښتل.
زولنې امريکايي وې او (MADE IN U.S.A) پرې ليکلي وو.
د مسلمانانو په خپله خاوره کې د مسلمان په لاسونو او پښو کې د امريکايي زولنو عجيبه ننداره وه!!!.
دې زولنو مونږ ته تلپاتې درس راکړ، تاريخ يې جوړ کړ، پاک او ناپاک يې سره جلا کړل، منافقان او مرتدان يې راوښودل، د (آى ايس آى) او (ايم آی) د مجرمانو ا صلي څېرې يې را بربنډې کړې، ولولې او احساسات يې راوپارول، ويده ضميرونه يې راويښ کړل، جرات يې راوباښه، ننګ او غيرت مو په غورځنګونو شو، له الله تعالى سره مو اړيکې لا ټينګې شوې ، ايمان مو غښتلى شو، خپلو دندو او مسئوليتونو ته متوجه شو، د اسلامي امت په فکر کې شو، د نورو حقپالو بنديانو له حاله خبر شو، د بې وزلو، بې وسو، بې دفاع او بې ګناه مظلومانو د غچ او انتقام اخيستلو اور مو په سينو کې په غرغندو شو، تجربې مو وشوې، حقيقتونه راته څرګند شول او بالاخره به نړيوال وګوري چې له دې تورو زندانونو او زولنونه پاڅون جوړ شو، يون يې وکړ، يو روڼ او روښانه اووښتون او انقلاب پلى شو او رغونه او سمون راغى.
“وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الأَرْضِ”.
” الله له تاسو نه له هغو خلکو سره ژمنه کړې ده چې ايمان يې راوړى دى او نېک عملونه يې کړي دي چې هرو مرو به يې په زمکه کې واکداران کړي ” .
“وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ ، وَنُمَكِّنَ لَهُمْ فِي الأَرْضِ”.
” او مونږ غواړو چې په زمکه کې پرکمزوروګڼل شويو احسان وکړو، حاکمان يې کړو، وارثان يې کړو او په زمکه کې ورته ځاى (حکومت) ورکړو “
د موبايل (ګرځنده) قربانيان
د( آى ايس آى) او (ايم آی) په پټو جېلونو کې ډېر کسان د خپل موبايل له لاسه نيول شوي وو.
موبايلونه او ټيلفونونه ټول تعقيبېږي . په تېره بيا مطلوب کسان پرې ډېر په اسانۍ پيدا کېږي. د سوات حيات خان (آى ايس آى) ته مطلوب ؤ؛ خو پيدا کولى يې نه شو. يو ځل ميرانشاه ته روان ؤ، په جېب کې يې موبايل ؤ، څو ځل ورته زنګ راغلى، آخر ددوى د ګاډي مخې ته د (آى ايس آى) ګاډي راتاو شوي دي ، حيات خان يې پېژنده هم نه، ټول کسان يې راښکته کړي دي او د حيات خان نمبر يې وهلى دى، د هغه په جېب کې موبايل زنګ وهلی دی او په دې ترتيب يې معلوم کړى دى . خالد بابا او نور ډېر په موبايل نيول شوي وو .
کله به چې چېرته چاودنه وشوه، نو د (آى ايس آى) مجرمانو به ويل چې په موبايلونو کې مبارکۍ ورکول شوې. له انفجار نه وروسته چې له هر موبايل نه مبارکي واورېدل شي؛ نو هغه دواړه نمبرې ترتعقيب لاندې شي، که هغوى د واده ، اختر، د بچي د زېږېدو يا بله کومه مبارکي هم ورکړې وي، د خفيه ادارو مجرمان دا ګڼي چې دا د کاميابو فدايي عملياتو يا د کومې بلې چاودنې يا بريد مبارکي ده.
د پټ جېل نور بنديان
د (آى ايس آى) او (ايم آی) په پټو جېلونو کې په زرونه خلک بنديان دي او په يو يو ښار او پوځي چوڼۍ کې څو څو جېلونه لري.
له مونږ سره چې په پټ زندان کې کوم کسان وو، وخت په وخت سره پاتې شوي يو، يا مې ورسره خبرې شوې دي او يا نورو بنديانو راته ويلي دي هغه دادي:
ـ خليل تيراوال.
ـ عبد الله چې اصلي نوم يې عمر نياز و د پښتونخوا و، خو په کراچۍ کې اوسېده.
د ننګرهار د کترغي درې قاريان : دوه ورونه اويو وراره چې په کوهاټ کې اوسېدل او نومونه يې دادي :
ـ قاري شريف الله
ـ قاري سميع الله ورونه .
ـ قاري فضل الله وراره .
ـ محمد جان وزيرستانى.
ـ محمد عمر وزيرستانى.
ـ شېر احمد وزير ستانى.
ـ خليل حقاني.
ـ د پېښور سبحان الله.
ـ د سوات خالد بابا (چې سپين ږيرى سړى ؤ او د نفاذ شريعت د پاڅون فعال غړى ؤ).
ـ د سوات حيات خان .
ـ د پېښور محمد .
ـ د ننګرهار حبيب الله.
ـ د ننګرهار کشمالى.
ـ د نوښار مولوي عبد المنان (مهاجر) .
ـ سيف الله.
ـ حاجى جمعه ګلدي ترکمن .
ـ خداى نظر ترکمن .
ـ صالح محمد پکتياوال .
ـ محمد کريم ننګرهارى .
ـ مراد.
ـ ذوالفقار.
ـ د شيخ غلام الله (رحمتي) زوى مولانا عبدالقيوم .
ـ ملنګ .
ـ کيشمل (کشمالی) .
ـ عبد اللطيف .
ـ قاري صاحب عمران.
ـ شېر افضل .
ـ سجاد.
ـ عبدالوهاب افغاني .
ـ منذر عرب چې په لاهور کې نيول شوى او د اسلام آباد په پټ جېل کې دى .
ـ ارشد.
ـ عثمان چوټو د جنګوي د لښکر غړى .
ـ آصف چوټو د جنګوي د لښکر غړى .
يو ملګري اته دېرش کسان په مختلفو جېلونو کې ليدلي او وعده يې راسره کړې ده چې له جېل راخلاص شي؛ نومونه به يې راکوي .
ـ دلاور .
ـ فريدبلوچ .
ـ انوربلوچ .
ـ طاهربلوچ .
ـ عبدالله بلوچ .
ـ سرداربلوچ .
ـ داود افغانى .
ـ ګلدادخان پښتونخوا .
ـ رحمت الله سواتى .
ـ فريدون .
ـ ګل زمان افغانى .
ـ درود بلوچ .
ـ ستارخان مسعود .
ـ ظريف پېښورى .
ـ شرافت افغانى .
ـ سرور بلوچ .
ـ هارون تربتى بلوچ .
ـ محمد رمضان بلوچ
ـ ثاني بلوچ .
ـ تراب بګټي بلوچ .
نور ډېر بلوچان چې نومونه يې رامعلوم نه شول اوپه زرونو دي، چې زيات پکې وژل شوي دي او ډېريې تراوسه په پټو جېلونوکې کړېږي.
د آى ايس آى په پټو زندانونو کې ښځې او ماشومان
د ځينو بنديانو د معلوماتو له مخې د (آى ايس آى) په پټو جېلونو کې ښځې او ماشومان هم شته چې زياتې يې د عربانو، بلوچانو او اوزبکانو ښځې دي او د اسلام آباد ،پېښور،كوېټې ، لاهور، کراچۍ اونورو په پټو جېلونو کې دي . په ډول ډول تعذيب ورکولو سر بېره د ډېرو ښځو د زنا بالجبربچي هم په جېلونو کې زېږېدلي دي اوځينې يې له كوره حاملې بېول شوي، په جېلونوكې يې بچي زېږولي او ځينو له تعذيب لاندې زيان کړي دي…..
له کوهاټ ، اسلام آباد او نورو هوايي ډګرونو نه په امريکايانو خرڅې شوې ښځې بربنډې او خرېيلي سرونه پوځي الوتکو ته ورخېژول شوې او نامعلوم ځاي ته بېول شوې دي…
د اوزبکانو ښځو په ځينو جېلونو کې په پنجابي څوکيدارانو بريدونه هم کړي دي، ځينې وژل شوې هم دي او پاتې يې شپه او ورځ په زولنو کې وي.
له اوزبکانو سره تر ټولو زياته سختي کوي او د (آى ايس آى) مجرمان او بزدل پوځ سخت ترې ډارېږي.
د جامعه حفصې اوه نيم سوه (۷۵۰) پاكلمنې طالبانې د (آى ايس آى) او (ايم آی) په پټو جېلونو كې پرتې دي چې د مرتدپوځ افسران يې يوبل ته د زنا لپاره ډالۍ كوي او اوس خبر راغلى دى چې د پاکستاني پوځ مجرمانو د امريكې او برتانيې په كلبونو پلورلې دي او هلته د زنالپاره عرضه كېږي.
د قاري عبدالله صاحب کيسه
قاري صاحب عبدالله د لنډيکوتل زخه خېل افريدی دی، پياوړی، ننګيالی او توريالی مجاهد دی . نوموړي د کرنيل عازب په نيولو او زما په ازادۍ کې فعاله ونډه اخيستې ده . قاري صاحب هغه اتل دی چې کله زه دوهم ځل د (آی ايس آی) مجرمانو ونيولم او په پټ جېل ، د لنډيکوتل او صدر په توقيفونو ، د (جی آی ټي) په پټ جېل او د پېښور په سنټرل جېل کې يې دوه نيم کاله بند را باندې تېر کړ او بيا يې هم نه پرېښودم ، نو نوموړي د نورو اتلانو په ملتيا يو پنجابی کرنيل (عازب) د لنډيکوتل په لاره ونيوه، بيت الله مسعود او حکيم الله مسعود ته يې وسپاره او هغوی د (آی ايس آی) له مجرمانو نه زما (مسلم دوست) د آزادۍ غوښتنه وکړه او بيا وروسته پخپله هم ونيول شو ؛ آخر مونږ دواړه د کرنيل عازب په بدل کې را آزاد شو.
د قاري صاحب عبدالله د بندي کېدو او ازادېدو کيسه به خپله د هغه له خولې نه واورو:
نوموړی وايي چې: زه د پېښور په يو شخصي هسپتال (روغتون) کې پروت وم او د ښي لاس پنځه واړه ګوتې راڅخه پرې شوې وې. په دې کې کوم بې پت او بې غيرت زما جاسوسي کړې وه او په ۲۰/۱۲/۲۰۰۸ م د (آی ايس آی) مجرمان راغلل، روغتون ته راننوتل، ټوپکونه يې راته ونيول او راته ويې ويل : مه خوځېږه؛ ما ورته وويل: راننوځئ، څه خبره ده ؟ راننوتل او په ټپي حالت کې يې ونيولم، سترګې يې راوتړلې، زولنې يې راواچولې، په ګاډي کې يې کېنولم . له آرمي سټيډيم (پوځي لوبغالي) سره د (آی ايس آی) پټ جېل ته يې دننه کړم او زما نور ملګري يې د نوښار پټ جېل ته ولېږل . تصويرونه يې راڅخه واخيستل او بياېې پوښتنې پيل کړې . لنډه دا چې له مانه يې پنځلس ورځې له تشدد نه ډک تحقيق وکړ، په ټپي لاس، تړلو سترګو او تړلو پښو لاسو يې ځوړند کړم، سخت سخت يې ووهلم، ډېر تشدد يې راسره وکړ او زما او د هغوی تر منځ سوال او ځواب داسې پيل شو:
ـ حکيم الله پېژنې؟
ـ هو .
ـ حکيم الله خو ښه سړی نه دی غلط کارونه … کوي .
ـ دا بېخي دروغ دي، زه ورسره نږدې پاتې شوی يم، هغه يو نېک مجاهد شخص دی . ستاسو چې نور وس ونه رسېږي، نو د مجاهدينو د بدنامولو هڅه کوئ؛ ماته ستاله خولې نه د شرابو بوی راځي، نو په دې ناولې خولې څرنګه په حکيم الله پسې خبرې کوې؟! . سخت سخت يې ووهلم او بيا يې وويل:
ـ له تاسو سره په جهاد کې علماء نشته.
ـ دا ناسمه ده، له مونږ سره ټول حق پرست علماء دي، مونږ د علماؤ په فتوو او قيادت په پاکستان کې جهاد پيل کړی دی او طالبان ټول د همدې علماؤ شاګردان دي، د مير علي کېسټ (فيته) وګوره له اوياو (۷۰) نه زياتو کره کره لويو علماؤ په پاکستان کې د جهاد فتوی ورکړې ده .
ـ تاسو ولې د علماؤ په فتوو له مونږ سره جنګېږئ ؟ .
ـ دا ځکه چې جهاد د قرآن حکم دی، الله تعالی مونږ ته د جهاد حکم کړی دی، تاسو انګرېزي قانون چلوئ، جوماتونه، مدرسې او کورونه په وحشي بمبار ړنګوئ، بې وزلي او بې دفاع خلک وژنئ، په ډالرو مو هرڅه وپلورل … نو مونږ ځکه له تاسو سره جنګېږو .
ـ تاسو ولې پرديو ته پنا ورکوئ؟ .
ـ دا کار خو تاسو کوئ. تاسو د ضياء الحق له وخته لوی غله يئ .
ـ څرنګه؟ .
ـ داسې چې د افغانستان د جهاد په نامه نږدې دوه سوه ميليارده ډالر راغلل ، وسلې ، غلې او نور سامانونه راغلل… دا ټول ستاسو جرنيلانو او کرنيلانو په بډه ووهل… امريکايانو ته به مو ويل چې کار رانه د زمري اخلئ او بدله د ګيدړ راکوئ ؟! جهاد افغانانو او نورو مسلمانانو کاوه او مالونه او وسلې تاسو وهلې !!! ؛ بيا مو له افغانانو سره خيانت وکړ، افغانستان مو په ډالرو ړنګ کړ ، مسلمانان مو په امريکا خرڅ کړل او د پاکستان او ګوانټانامو جېلونه مو له مسلمانانو ډک کړل. له خپلو پوځيانو او سکيورټي سره خيانت کوئ، د ډالرو لپاره يې وژنئ او حقوق يې وهئ ، پټې سترګې مو ساتلي دي او له خپلو خلکو سره يې جنګوئ . له خپلو عوامو سره خيانت کوئ ، وژنئ يې او د دې عوامو پيسې ستاسو جرنيلان او کرنيلان د امريکې او يورپ ( اروپا ) په بينکونو کې جمع کوي … لنډه دا چې ستاسو جرنيلان او کرنيلان ټول غله دي .
ـ مونږ له امريکې نه وېرېږو، غولوو يې .
ـ څنګه يې غولوئ؟.
ـ دا ګورې نه چې ډالرې ترې وهو؟.
ـ ډالرې ترې وهئ، که ځانونه پرې وهئ؟.
ـ دا خبرې پرېږده يو نصيحت مې واوره، په دې څو کارونو کې يو وکړه:
( ۱ ) يا په کور کې کېنه ( ۲ ) يا تبليغ ته ووځه ( ۳ ) ياله لشكرطيبه سره کار وکړه او په کشمير کې جهاد وکړه. او (۴) يا په افغانستان کې جهاد وکړه، پيسې او وسلې به مونږ درکوو. د پاکستان د طالبانو تحريک پرېږده.
ـ جهاد پر مونږ فرض دی او فرض عين دی، زه ستاسو په خوله د الله تعالی حکم نه شم پرېښودی ؛ مونږ قباېلو به پخوا په خپلو منځو کې دښمنۍ کولې، اوس هغه پاتې شوې جهاد ډېر خوند راکوي .
ـ د پاکستان سفير (طارق عزيز الدين) مو ولې ونيوه؟!.
ـ زه خپل پلار هم له تاسو سره نه پرېږدم ، د لال مسجد او حفصې جامعې ډېر طالبان او طالبانې په جېلونو کې پرتې دي، که ستاسو سفير زمونږ په جېل کې څه وخت تېرکړي، څه به وشي؟.
ـ امريکايان لنګه غوا ده، که له افغانستان نه وځي، په مونږ به يې شودې وچې شي، تاسو په دې نه پوهېږئ ، پرېږدئ چې دا لوبه روانه وي . دا راته ووايه چې کرنيل عازب مو ولې ونيوه؟.
ـ د بنديانو د آزادولو لپاره ، تاسو زمونږ بې ګناه ورونه اوعلماء نيولي دي .
ـ لكه څوك؟
ـ لكه مسلم دوست چې له تاسو نه مو د هغه مطالبه هم كړې ده.
ـ مسلم دوست او نور پرېږده، اوس د ځان غم وخوره.
ـ د ځان غم مې خوړلی دی، ستاسو يوه سترګه به ژاړي، بله به خاندي او زه به ان شاءالله ازاد شم . تاسو ته شرم دی چې د دومره کسانو په منځ کې مو لاسونه ، پښې او سترګې راتړلې وي…..
ـ څه چې کرې هغه به رېبې.
ـ تاسو هم چې څه کرئ هغه به رېبئ.
ـ اصلي جهاد په افغانستان کې دی او مونږ هم پکې شريک يو، دا په پاکستان کې ستاسو جهاد سم نه دی، دا ظلم دی فساد دی.
ـ جهاد د الله تعالی حکم دی او پېغمبر صلی الله عليه وسلم کړی دی. که دې ته ظلم وايئ؛ نو دا نسبت مو الله تعالی او پېغمبر صلی الله عليه وسلم ته دی، ته مسلمان نه يې، که تا په الله تعالی او په پېغمبر صلی الله عليه وسلم ايمان لرلی، نو داسې به دې نه ويل.
لنډه دا چې پنځلس ورځې سخت وهل، ټکول، تعذيب او تحقيق تېر شو. د تحقيق په دوران کې يې زما هغه خبرې هم ثبت کړې وې او را وايې ورولې چې زما او د حکيم الله تر منځ په مخابره کې شوې وې او د ځينو نورو طالبانو تليفوني مکالمې يې هم را واورولې. کله چې بيا د بنديانو په تبادله کې د (آی ايس آی) له مجبوريته را آزادېدم؛ نو معافي (بښنه) يې را څخه وغوښته. ما ورته وويل: زه مو د اسلام په ګناه نيولی يم او تاسو د الله تعالی مجرمان يئ ، له مانه بښنه مه غواړئ، الله تعالی نه يې وغواړئ. په ۲۶/۳/۲۰۰۹ م د بنديانو په تبادله کې الله تعالی را آزاد کړم او د بند ترخې خاطرې به تل ترتله يادې ساتم.
دا د قاري صاحب عبدالله د بند کيسه وه چې د هغه له خولې وليکل شوه.
نور بيا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب