Homeخبرونهچارواکي: بلخ یو موټربم موخې ته تر رسېدو مخکې له منځه وړل...

چارواکي: بلخ یو موټربم موخې ته تر رسېدو مخکې له منځه وړل شوی

تاند (پنجشنبه د جوزا ۲۷) په بلخ ولایت کې یو موټربم موخې ته تر رسېدو مخکې له منځه وړل شوی دی.

د بلخ ولایت امنیتي چارواکي وایي تېره شپه په دولت اباد ولسوالۍ کې هغه هاموې ډوله ټانک موخې ته تر رسېدو مخکې له منځه یووړل شو چې غوښتل یې ددغه ولسوالۍ پر ودانۍ برید وکړي.

د کورنیو چارو وزارت هم د پېښې د پخلي ترڅنګ وايي، طالبانو غوښتل چې د یوه هاموې موټربم په وسیله د بلخ دولت اباد ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ برید وکړي، خو موخې ته تر رسېدو مخکې د افغان سرتېرو له خوا له منځه یو وړل شو.

د چارواکو په خبره، په پېښه کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو د سیمې کورونه سخت زیانمن شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...