Homeخبرونهزلمی خلیلزاد له قزاقستاني چارواکو سره پر افغان سوله غږېدلی

زلمی خلیلزاد له قزاقستاني چارواکو سره پر افغان سوله غږېدلی

تاند (دوشنبه د جوزا ۲۴) د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د قزاقستان له چارواکو سره پر افغان سوله غږېدلی.

خلیلزاد د سولې په تړاو د پیل کړي سفر په ترڅ کې پرون یکشنبه د قزاقستان پلازمېنې ته رسېدلی دی او هلته یې له قزاق چارواکو سره تر لیدنې وروسته په یوه خبري ناسته کې وویل چې قزاقستان یې د افغان سولې پروسه کې همکارۍ ته هڅولی دی.

خلیلزاد د افغان سولې د پیاوړتیا لپاره د قزاقستان په ګډون د سیمې هېوادونو رول مهم بللی او وايي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د رامنځته کېدو او د سیمې د پرمختګ هدف ته رسېدو لپاره امریکا له نورو هېوادونو سره په ګډه کار کوي.

نوموړي وویل، «زه دلته د دې لپاره راغلی یم چې له چارواکو سره په دې اړه چې په ځانګړې توګه متحده ایالات او قزاقستان په ګډه او هم قزاقستان په یوازې سر د سولې د بهیر د پرمختګ او د اقتصادي ښې راتلونکې او د افغانستان له وګړو سره څه مرسته کولای شي، خبرې وکړم.»

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، په داسې حال کې چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه د وتلو په حال کې دي، خو امریکا به د دې هېواد تر څنګ ولاړه وي او په امنیتي او اقتصادي برخو کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د یادونې ده چې خلیلزاد تر دې وړاندې لومړی کابل او بیا قطر ته د سفر پر مهال له افغان او قطري چارواکو سربېره په قطر کې د افغانستان حکومت د مذاکراتي پلاوي له غړیو سره هم خبرې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...