جمعه, مې 17, 2024
Homeټولنیزامریکایي مخترع، کمپیوټرپوه بیل چېسټر ګارډن‎

امریکایي مخترع، کمپیوټرپوه بیل چېسټر ګارډن‎

(Bell, Chester Gordon)

(۱۹۳۴ –  )

ژباړه: رحمت شاه فراز

د ۱۹۵۰ کلونو د خونې په اندازه مېن فرېم کمپیوټرونه حیرانوونکي ماشینونه وو، خو بیه يې ډېره لوړه وه او یوازې لویو تجارتونو، پوهنتونونو او دولتي ارګانونو يې د اخیستلو توان درلود. خو د ۱۹۶۰ کلونو په اوږدو کې یوه نوې کمپیوټري دستګاه راووتله، چې د یوه یخچال په اندازه وه او نیمه کوچنی کمپیوټر (میني کمپیوټر) يې باله، دې دستګاه د ډېټا پروسېس کولو ځواک لا زیاتو مؤسسو او سازمانونو ته ور په لاس کړ. د میني کمپیوټرونه د ایجاد یو مخکښ (چېسټر ګارډن بیل) داسې مسلک په خپله غېږه کې پاللی وو چې د همدې لسیزو په اوږدو کې د ارتقا په لور روان وو او په همدې وختونو کې نوموړي د کمپیوټر تاریخچه او راتلونکي امکانات را وسپړل.

((ګارډن بیل لومړني میني کمپیوټرونه ډیزاین کړل. میني کمپیوټرونه چې ټرانزیسټرونه او آی سیانې (ic) پکې استعمال شوې وې، د ۱۹۶۰ لسیزې تر منځنیو وختونو پورې د یوه یخچال سایز ته را کوچني شوي وو او همدا رنګه بیه یې هم ټیټه شوې وه چې د کوچنیو تجارتونو او پوهنتونو لپاره يې کمپیوټري ځواک د اخیستو وړ ګرځولی وو.))

بیل د اګست په نولسمه نېټه، ۱۹۳۴ کال د میسوري ایالت د کرکسوایل ښار په یوه کوچني کلي کې نړۍ ته راغی. دی چې لا ماشوم وو نو د خپل پلار په برقي کاروبار کې يې ځان ګټور ورته ثابت کړی وو، په شپږ کنلۍ کې يې په یوه سیم باندې ساکټ نصب کړ او په اته کلنۍ کې چې اکثره ماشومان لا لیک و لوست زده کوي، ګارډن برقي سیمکاري کوله او برقي وسایل يې ترمیمول.

له لېسې وروسته، بیل ماسوچوسېټس د ټکنالوژۍ انسټیټوټ (MIT) ته ورغی، دلته يې په برقي انجینرۍ کې لیسانس واخیست. د پوهنتون په دوران کې يې د اوړي په رخصتیو کې په جنرل الکتریک او ګڼو نورو تولیدي شرکتونو کې کار وکړ او ورسره يې د نوي ډیجیټل الکترونیک څانګه ور مطالعه کړه. په ۱۹۵۷ کال کې چې لیسانس او ماسټري يې بشپړ شوي وو، بیل د فولبرایټ سکالرشیپ په مټ د اسټرالیا نوي سویلي وېلز ته مخه کړه او خپله وروستۍ پرېکړه يې شاته وغورځوله چې ده به (کار ته د تلو ربړه) بلله.

بیل په استرالیا کې د پروګرام لیکنې او کمپیوټر ډیزاینولو نړۍ ته په بشپړ ډول ور ننووت او ورسره یې تدریس هم پیل کړ، دغه راز په بېلا بېلو پروژو کې يې هم مرسته وکړه. دی چې په ۱۹۵۹ کې بېرته امریکې ته راستون شو، پرېکړه يې وکړه چې د دوکتورا لپاره لاس په کار شي او د خپلې علاقې او دلچسپۍ یو بل مورد تعقیب کړي چې هغه: فزیکي غږ پوهه یا غږیز سیسټمونه وو. د تیزس لارښود ورته وویل چې دی د TX-0 په جوړولو کې مرسته ورسره کولی شي، چې دغه یو نوی ډول کمپیوټر وو چې د MIT له خوا جوړېده. بیل خپلې مختلفې دلچسپۍ سره لاس په لاس کړې او دغه نوی ماشین یې جوړ یې ورغاوه چې غږیز ان پټ یې درلود او د وینا پېژندنې (speech recognition) لپاره يې ځینې لومړني پروګرامونه هم ولیکل.

خو د غږ پېژندنې پرابلم ډېر مغلق ثابت شو، پر دې ستونزې د برلاسي لپاره څو لسیزې وخت پکار وو او په دې ډول د بیل علاقه سوکه، سوکه د کمپیوټر ډیزاین ته واوښته. دغه وخت د نوښت او ابتکار لپاره یو غنیمت مهال وو، په دې معنا چې لوړ کمپیوټري ځواک په یوه کوچني ځای کې راټولېدای شوی، چې هم يې د برق مصرف کم وي او هم یې اعتبار یې لوړ اوسي. بیل په یوه نوي شرکت کې چې د ډیجیټل وسایلو شرکت (DEC) نومېده، له کینیت اچ اولسن سره کار پیل کړ او PDP-1 یې جوړ کړ. دغه لومړنی تجارتي کمپیوټر وو چې له دغه نوې ټکنالوژۍ څخه استفاده پکې شوې وه.

پي ډي پي-۱ په ۱۹۶۰ کال بازار ته وړاندې شو او له مېن فرېم کمپیوټرونو نه ښه ښکلی وړوکی شوی وو، خو لا هم څلور، شپږ-فټه المارۍ ورته پکار وې. د مېن فرېمونو پر خلاف، د دې کمپیوټرونو لپاره د هوا د تنظیم یا یخولو ګرانبیه سیسټمونو ته اړتیا نه وه. نوموړی ماشین په ۱۲۰ زره ډالرو وپلورل شو، چې د نن ورځې په حساب ډېر لوړ قیمت دی، خو د مېن فرېم کمپیوټرونو په پرتله ډېر زیات کم وو، ځکه د مېن فرېم کمپیوټرونه عادي بیه سلګونه زرو یا میلیونونه ډالرو ته رسېده.

د پي ډي پي-۱ په جوړولو کې باید دوی د سایز د شرایطو او کمپیوټري ځواک ترمنځ تعادل ته پوره پام کړی وی. د پي ډي پي کمپیوټر د ډېټا ويی (data word) اوږدوالی اتلس بیټونه وو، بل خوا په زیاترو مېن فرېم کمپیوټرونو کې دغه اوږدوالی ۳۶ بیټونه وو. په دې معنا چې پي ډي پي کمپیوټر په ډېره اسانۍ هغه لوی اعداد نه شوی سمبالولی چې په ځینو ساینټیفیکو محاسبو کې به کارېدل. د دې ترڅنګ، په دې ماشین کې د اعشاري اعدادو د سمبالښت لپاره تر-مخ-جوړ سرکټونه هم نه وو، نو دغه ډول محاسبې به يې د مېن فرېم کمپیوټرونو په پرتله ورو ترسره کولې. خو DEC شرکت دغه شرط مخې ته ایښی وو چې په خورا ټیټه بیه یو مناسب او معتدل کمپیوټري قابلیت بازار ته وړاندې کړي، او د هغه وخت په بازار کې د دوی دغې انګېرنې صدق هم کاوه. د ۱۹۶۵ او ۱۹۸۰ کلونو په منځ کې، DEC شرکت د پي ډي پي-۱ او د هغه د راتلونکو نسلونو پنځوس زره نسخې وپلولې.

بیل په دې باور وو چې یو ماشین چې څومره ساده وي، هماغومره ښه ده، نو په راتلونکی ماشین کې چې پي ډي پي-۴ نومېده، د پروګرام لارښودونه ډېر کم شوي وو او د PDP-1 په نسبت يې نیمايي ځای نیوه. دغه کمپیوټر د پي ډي پي-۱ په نیمه بیه وپلورل شو، خو د عملکرد او وړتیا نسبت يې په اتو کې پنځه وو. د پي ډي پي-۴ او تر دې د وړوکي پي ډي پي-۵ د انسجام او تراکم له کبله دغه کمپیوټرونه په فابریکو کې د صنعتي او کیمیاوي پروسو د کټرول لپاره خورا مناسب وو. د میني کمپیوټرونو نوي نسل چې DEC او نورو شرکتونو جوړ کړی وو، د مېن فرېم کمپیوټرونو له خوا په اشغال شوو ساحو خپلې منګولې خښې کړې او کمپیوټري ځواک يې تر لا زیاتو او مختلفو ګټه اخیستونکو پورې ورساوه.

دې خپرېدا او انفجار د کمپیوټر پوهنې او ټکنالوژۍ په ډګر لوی اغېز پرېښود. پي ډي پي-۸ چې په ۱۹۶۵ کې معرفي شو، له ټرانزیسټرونو نه اخوا پښې واړولې او آی سیانو ته يې ځان ورساوه چې ګڼ منطقي واحدونه پکې په یوه کوچني ځای کې ډلبندي شوي وو او اوس یو بشپړ کمپیوټر د یوه کوچني یخچال په اندازه یوه ځای کې ځایېدای شوی. له وخت سره چې نرخونه یې له ۱۰ زرو ډالرو هم را وغورځېدل، نو د پي ډي پي-۸ او د هغه د راتلونکو نسلونو تر ۱۰۰ زره هم زیاتې نسخې وپلورل شوې. اوس نو کابو هر پوهنتون او کالج یو یا زیات ماشینونه پېرلی شوی او د مهال-شریکه سیسټمونو (time-sharing systems) له ایجاد سره، زده کوونکو کولی شوی چې د پرېمانه او وړیا وخت لپاره له کمپیوټرونو نه ګټه واخلي. همدا هغه ماحول وو چې د یونیکس عامل سیسټم مشترک ایجاد شونی کړ او لوی شمېر ګټور سافټوېرونه يې ولیکل شول.

د میني کمپیوټر ساختمان چې بیل يې سرلاری وو، په را وروسته وختونو کې هم د کمپیوټر په هارډوېر ستر اغېز وښنده. پي ډي پي-۱۱ چې په ۱۹۷۰ کې بازار ته راووت، هغه کمپیوټر وو چې د لومړي ځل لپاره منسجم بس (bus) یا د ډېټا اتصالي سیسټم پکې استعمال شوی وو، چې دغه ټول سیسټم په ایکي یوه لویه دړه باندې نصب شوی وو. (بس) د ډېټا د لېږد لپاره خپل کنټرولوونکي درلودل او د دې کار له مدیریت څخه یې مرکزي پروسېسر بېغمه کړی وو. د یادې لسیزې په را وروسته وختونو کې، د لومړني ډسکټاپ مایکرو-کمپیوټرونو ډیزاین کوونکو هم همدې ډیزاین ته مخه کړه ځکه چې ساده والی او لوړ اعتبار يې لرل. په ورته وخت کې د بیل ډلې یو بل فیچر هم معرفي کړ چې پخوا یوازې په مېن فرېم کمپیوټرونو کې موجود وو او هغه مجازي مېموري (virtual memory) وه. د کمپیوټرونو د VAX یا د مجازي ادرس غځونې لړۍ په هارډ ډیسک کې یوه داسې فضا رامنځته کوله لکه د کمپیوټر د اصلي حافظې یوه برخه چې اوسي، او دا په دې معنا وه چې ‌VAX کمپیوټرونو د پي ډي پي په نسبت لوی (او ډېر) پروګرامونه چلولی شوی.

په ۱۹۸۳ کال کې بیل چې په یوه ستر شرکت کې د کار له ورو جریان نه ستړی شوی وو، پرېکړه وکړه چې خپل یو شرکت جوړ کړي. په شرکت يې انکور نوم کېښوده. انکور د ملټي پروسېس کمپیوټرونو ایجاد ته ځانګړی شوی وو. ملټي پروسېس کمپیوټرونه هغه ماشینونه دي چې تر یوه زیات جلا پروسېسرونه لري او په یوه وخت کې ډېر پروګرامونه چلولی شي او اړتیا نه لري چې په پروسېسر کې په وار سره یو پروګرام له بل راتلونکي پروګرام سره تبدیل کړي.) بیل د نویو بریالیو سوداګریو مشخصات ور مطالعه کړل او د تجارت د بریالیتوب لپاره يې خپل میتودونه ایجاد کړل.

د انکور او یوه بل کوچني شرکت چې د ډانا ګروپ نومېده تر جوړولو وروسته، بیل یو ځل بیا خپل مسیر بدل کړ. دی واشنګټن ډي سي ته لاړ او هلته د ملي ساینس په بنسټ کې اسیسټانټ مدیر شو، او د کمپیوټر ساینس او ټکنالوژۍ په ډګر کې د څېړنې لپاره د دولتي مالي مرستو مسؤلیت ور وسپارل شو. خو ده چې د کمپیوټرپوهنې د راتلونکي د انکشاف لپاره د خپلې لېوالتیا زیاتوالی ولید، نو ویې غوښتل چې بېرته خپل تېر مهال ته را وګرځي. ده په شریکه له یوه بل نفر سره په بوستون کې د کمپیوټري موزیم بنسټ کېښود. دغه سازمان د کمپیوټري ایجاداتو د تاریخ څېړنې او نمایش ته ځانګړی وو. (په ۱۹۹۹ کې چې دغه سازمان وتړل شو، بیل د کالیفورنیا په موفیټ فیلډ کې د کمپیوټري موزیم تاریخي مرکز بنسټ کېښود، او دلته یې د اثارو ټولول او تحقیقات شروع کړل.)

بیل ګڼې جایزې لاستې راوړې چې دلته یې له ځینو څخه یادونه کوو: د ټکنالوژۍ ملي میډال (۱۹۹۱(، د کمپیوټري ماشینرۍ ټولنې غړیتوب او د الکترونیکي او الکتریکي انجینرانو د مؤسسې جایزه او پر دې سربېره ګڼې نورې جایزې یې له دې او هغې مؤسسې او سازمان څخه ترلاسه کړې دي. نوموړی اوسمهال د زیاتو بورډونو غړی او په مایکروسافټ شرکت کې د میډیايي موجودیت د څېړنیزې ډلې مشر څېړونکی دی. نوموړی په دې ځای کې په راتلونکي کې د سوپر کمپیوټرونو استعمالونه او پر ټیلي-موجوديت د دې کمپیوټرونو دلالتونه څېړي او مطالعه کوي. ټیلي-موجودیت هغه ټکنالوژي ده چې په مټ يې خلک خپل انځورونه استولی شي او حتی کولی شي چې له لرې موقعیت نه په څیزونو (objects) کې دستکاري وکړي.

اضافي لوستونه:

1- Bell, C. Gordon, and John E. McNamara (contributor). High-Tech Ventures: The Guide to Entrepreneurial Success. Reading, Mass.: Addison-Wesley, 1991.

2- Microsoft Bay Area Research Center. “Gordon Bell’s Home Page.” Available on-line. URL: http://research.microsoft.com/users/GBell. Downloaded on October 31, 2002.

3- Slater, Robert. Portraits in Silicon. Cambridge, Mass.: MIT Press, 1987

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب