جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد ولسمشر غني مطبوعاتي سلاکار نبي مصداق ومړ

د ولسمشر غني مطبوعاتي سلاکار نبي مصداق ومړ

تاند (دوشنبه د جوزا ۲۴) د ولسمشر محمد اشرف غني، مطبوعاتي سلاکار محمد نبي مصداق د ۷۷ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

 ولسمشرۍ ماڼۍ نن په یوه اعلامیه کې د ولسمشر غني په حواله لیکلي، ارواښاد مصداق کلونه- کلونه د ژورنالیزم له لارې د مظلومو افغانانو غږ پورته کړی.

 بلې خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نبي مصداق مړینه یوه ضایعه بولي. د دغه وزارت ویاند صابر مومند وايي، «په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د ژورنالیزم د ډګر ځلانده ستوري نبي مصداق له دې نړۍ سترګې پټې کړې. ارواښاد نبي مصداق د ژورنالیزم په برخه کې د هېواد او هېوادوالو لپاره څو لسیزې خدمت کړی دی.»

نبي مصداق چې لیکوالي یې هم کوله او د ژورنالیزم په ډګر کې یې کلونه- کلونه دنده ترسره کړې د ناروغۍ له کبله مړ شوی دی.

هغه له تېرو څو ورځو را هیسې په کورونا وایرس اخته شوی و چې نن سهار یې د یادې ناروغي له امله په روغتون کې ساه ورکړه.

د نوموړي دوه کتابونه چاپ شوي او یو ناچاپ اثر لري. د پښتو ژبې لیکوال، ادیب او د ژورنالېزم د ډګر استاد و چې کلونه یې له بي بي سي راډیو سره د ویاند په توګه دنده ترسره کړې او په دې وروستیو کلونو کې افغانستان ته تر راستنېدو وروسته د ولسمشر غني مطبوعاتي سلاکار و.

تر ښاغلي مصداق څو ورځې مخکې د افغانستان نوموتي لرغون پوه او د پوهنتون استاد پوهاند رسول باوري او په افغانستان کې د کانکور ازموینو ته د چمتووالي مشهور استاد نظر زلمي له ده مخکې د دري ژبې تکړه لیکوال او نظر خاوند مصطفی عمرزي هم د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ له امله د ژوند پور پرې کړ.

د افغانستان مشهور لرغونپوه او د پوهنتون استاد محمد رسول باوري ومړ

5 COMMENTS

  1. انا لله و انا الیه راجعون
    الله ج. دې مصداق صاحب او باوري صاحب وبښي .په رښتیا څې د افغان ټولنې لپاره سترې پوهنيزې ضایعې دي چې جبران ېې ناممکن برېښي. کورنیو ته ېې جميل صبر غواړم او پخپله هغوی ته جنتونه .

    هاغه حاجي حکيم آغا هم چا پرې نه ښود چې اقلاََ یو څه خو به مرګ و مير کم سوی وای. خیر که د دا میلیونهاوو معتادینو سره یو څو نور هم زیات سوي وای. ! آاوازه خو وه چې اوایلو د کرونا کې پخپله د وخت وزير ص.ع. هم له همدې فورمولا ځان وقایه کړی و؟

  2. مرحوم عبدالنبی مصداق د ما همصنفی وو او دده ورور مرحوم دور مرجان ( ددی مدیر کور او د خپل پلار کور خرڅ او خوراک د مونږ لیسی له خوا وو یعنی د رحمان بابا لیسی څخه او مصداق د رشوتو په زور باندی د خارج تحصیل تر لاسه کړ او پدی باره کښی د ما له خوا رسمی دعوا پری شوی وه ) د مونږ لیسی مدیروو ، داچی مرحوم نبی اوس ددی فانی نړۍ څخه ولاړ نو دده په حیصه کښی به دده د چاپلوسی او جاسوسی بیماریو باره کښی نور زیات څه نه لیکم ، خدای پاک دی ده ته د ټولو ګناه ګانو عفوه وکړی او خدای مهربانی د هغه حریص او دوکمار وبخشی !!!

  3. نبي مصداق دې اوس الله تعالی وبښي . هغه د حامد علمي په شان دافغانستان د ولس او خلکو پرضد زیاته موده د بي بي سي راډیو د درواغو او افواهاتو خپرولو یوه وسیله وه . هره ورځ به یې له مچ نه غر او د باران له څاڅکو نه سیندونه جوړول . د افغانستان په غمیزو کې یې شعوري او یا غیر شعوري ډېر سهم درلود او په دې بدمرغه اور یې لا ډېر پترول شیندل .
    افغانستان له قحط الرجال سره ندی مخامخ . له نیکه مرغه په زرګونو تکړه او وطندوسته افغان کدرونه په هره برخه کې شته ، که څوک له دوی نه ښه او مثمره ګټه پورته کړي .

  4. waheed
    انا لله وانا الیه راجعون
    مرګ حق دی. هر ژوندی د مرګ ذایقه خامخا څکی، خو انسان باید خپل ولس ته سربلند وی. مصداق صاحب ډیر غوړ خبرونه جوړولای شول. انګریز یی هم دې خبرونو ته حیران و. خو له بده مرغه دافغانستان احساس ورسره نه و، هسې یې امتیازاتو پسې منډې وهلی . افغانانو کی یې غټ نفاق خپور کړ. داکتر صاحب غنی دی هم خدای لری عجب شیان یی خپل مشاوران کړي، تاسې وګوری دمطبوعاتو حالت په څه بده ورځ اخته دی؟! خدا بیامرز یوه مشوره هم ورنه کړه او نه یی کومه ورځ اطلاعات و فرهنګ ته کوم ښه حُکم او فرمان واستاو. د ده به کوم خدمت یاد شی؟ کاشکی یې امتیازاتو پسې منډی نه وهلای. ښه خبره دا وه چې لکه ناشناس غوندی همالته لندن کی پروت وای کابل ته یی څه کول چی راغی. د یونس قانونی مخبرانو به امریکاییانو ته هره ورځ غلط راپورونه ورکول او امریکایانو او انګریزیانو به جنوبی ولایتونه بمباردول. آیا ده کومه ورځ د لویی پکتیا د معارف پوښتنه وکړه؟ آیا ده په جنوبی ولایتونو کی د بی شمیره مرګونو په هکله کوم خپګان وښود؟ اوس چې وفات شو خدای دی ورته فردوس جنت نصیب کړی. کرزی بیا ترده نه حامد علمی ډیر خوښاو. نه پوهیږم دی دواړو ولسمشرانو دافغانستان په ګټه دوی نه څه استفاده وکړه؟ که هسې یې د انګریز د خوشحالولو لپاره مقرر کړی وو او لکونه ډالر یی ورباندی مصرف کړل.

  5. سلام
    اخلاقا:
    انا لله وانا الیه راجعون
    سیاستا:
    ولس مشر وایی:
    ولسمشرۍ ماڼۍ نن په یوه اعلامیه کې د ولسمشر غني په حواله لیکلي، ارواښاد مصداق کلونه- کلونه د ژورنالیزم له لارې د مظلومو افغانانو غږ پورته کړی.
    خو داغږ د هغه شبانه وه چې کلی باور ورباندې نه درلود.
    کلونه کلونه چېرې؟
    اصلاحا:
    ژور نا لېزم:نه په پشتو حاکم وه او نه فارسی
    کومو مظلومو افغانانو؟
    واقعا:
    کفایت او کمیت ،پوهه او عظمت، رسالت او مسولیت ،شخصیت او پر نفس حاکمیت دمرحوم له کړو او وړو سره توبیر لری خو اوس لازمه نده چې پر دغو ټکو د نیوکې په توګه تمرکز وشی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب