شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونه هلمند کې له القاح وروسته د خرما حاصلات زیات شوي

 هلمند کې له القاح وروسته د خرما حاصلات زیات شوي

تاند ( دوشنبه، د جوزا ۲۴) د هلمند ولایت د کرنې ریاست فني او مسلکي کارکوونکو څه موده وړاندې د خرما ونو د القاح پروسه ترسره کړه.

په یاده پروسه کې ټولې هغه ونې، چې د عامو خلکو په کورونو ، عامه ځایونو او ځمکو کې کرل شوې وې القاح کړل شوې.

د القاح د پروسې ترڅنګ مسوولانو هغو بزګرانو ته، چې د خرما بڼونه یې لرل د ښې روزنې او پالنې په اړه معلومات هم ورکړل.

بزګران وایي، له یادې پروسې وروسته یې د خرما د ونو حاصلات زیات شوي.

دوی وایي، که اړونده ادارې یې پر وخت دا ډول لاسنیوی وکړي، نو لرې نه ده، چې د خرما حاصلات به یې زیات او نورو هېوادونو ته به هم ژر صادرات ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تېر کال هم په هلمند کې د خرما ۲۵ جریبه نوي سوداګریز بڼونه او کلیکسیون جوړ کړي وو.

د یاد ولایت د کرنې ریاست وایي، د خرما د بڼونو جوړولو د ترویج او پراختیا په خاطر سږکال پلان لري، چې په مرکز لښکرګاه ، ګرمسیر ، نهرسراج او واشیر ولسوالیو کې په ۲۵۰ جریبه ځمکه د خرما نوي تجارتي باغونه جوړ کړي.

یاد ریاست وایي، چې تر دې دمه یې لومړنۍ چارې پيل شوي دي.

1 COMMENT

  1. دودیال
    په کرنه کی د دوو بوټو د غوره خصوصیاتو د تبارز په خاطر او د مقاوم او لوړ حاصل لرونکی ورایټی د ترلاسه کولو په خاطر بوټی کراس کیږی. کراس پولنیشن د دوه رګه بوټو یوه طریقه ده. په دې برخه کی د القاح اصطلاح معنا نه ورکوی. ډیره به ښه وی چې د لیکوالو په ډله کی یو تن ته دنده وسپارئ چې لیکنی مخکی تر خپریدو چک کړي. همدا نن ستاسو نورو لیکنو کې هم تیروتنې شته، خو یادونه به یې د لیکوالو د خپګان لامل شی. راتلوکو څو ورځو کې به د مشهورو غلطیو د لړۍ په دوام اشاره ورته وشی. القاح د سپرم او اووم څخه د زایګوت دجوړیدو په برخه کی که وکارول شی، ممکن غلطه نه وی، خو د بوټو او ونو دګرده څنډنی عملیه یوه جلا پروسه ده. درناوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب