جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد ناټو مشران د کابل د هوايي ډګر او دیپلوماتیکو مرکزونو پر...

د ناټو مشران د کابل د هوايي ډګر او دیپلوماتیکو مرکزونو پر امنیت خبرې کوي

تاند(دوشنبه، د جوزا ۲۴) د ناټو مشران په بروکسل کې په خپله درې ورځنۍ سرمشریزه کې نن له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو، د کابل د هوايي ډګر او په دې ښار کې د دیپلوماتیکو مرکزونو د امنیت په اړه خبرې کوي.

د ناټو دا سرمشریزه به له افغانستانه د دې تړون د ټولو ځواکونو تر وتلو مخکې وروستۍ غونډه وي.

د تړون غړي مشران به د راتلونکو لسو کلونو لپاره د لارې پر نقشې هم خبرې وکړي.

په دې سرمشریزه کې به په افغانستان کې ترکیې ته پر پراخ رول ورکولو خبرې وشي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سیلفان بروکسل ته د سفر په ترڅ کې خبریالانو ته وویل چې ولسمشر جو بایډن به د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په کتنه کې د کابل د نړیوال هوايي ډګر د امنیت د ټینګښت او دغه راز په کابل کې د لوېدیځو هیوادونو د سفارتونو د خوندیتوب په اړه خبرې وکړي.

د ترکیې ولسمشر له استانبول څخه د بروکسل په لور د روانېدو په مهال خبریالانو ته وویل چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به ترکیه یوازینی د اعتماد وړ هیواد وي چې د افغانستان حالات به په مناسب ډول کنټرول کړي.

د ناتو د دیرشو غړیو هیوادونو د مشرانو لپاره به ننۍ سرمشریزه دا فرصت هم رامنځته کړي چې له هغه ماموریت سره خدای پاماني وکړي چې د ناتو د تاسیس په تاریخ کې د دې تړون له سیاسي جغرافیې بهر لومړنی لوی او اوږد ماموریت و.  

د ناتو دیرش غړي هیوادونه پر دې هم غور کوي چې په څه ډول له افغانستانه بهر د افغان ځانګړو ځواکونو روزنې ته دوام ورکولی شي. 

ناټو ژمنه کړې چې په خپل ملکي حضور سره به د افغانستان د دولت او خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب