جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورسینماد سیتا په نوم فلم کې د کرینه کپور پر رول د...

د سیتا په نوم فلم کې د کرینه کپور پر رول د هندیانو نېوکې

تاند ( دوشنبه، د جوزا ۲۴ مه) هندي رسنۍ وایي، د سیتا په نوم فلم کې چې کرینه کپور یې منځني کردار ته اخیستل شوی هندیان خوښ نه دي او پر وړاندې یې غبرګونونه راپاریدلې دي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم هندیانو د کرینه کپور خان پر ضد پراخ کمپاین پیل کړی څو په سیتا فلم کې چې لا جوړ شوی هم نه دی کرینې ته کردار ورنه کړل شي.

باليووډ د (سیتا) په نوم نوی فلم جوړوي چې د سیتا کردار لپاره پکې د کرینه کپور خان د اخیستو خبره شوې ده او ویل کېږي چې کرینه کپور د دغه کردار لپاره د ۱۲۰ میلیونه روپيو غوښتنه هم کړې ده.

د معلوماتو له مخې، د دې فلم کیسه د هندوانو د دیني کتاب (راماین) څخه راخیستل شوې، خو هندیان وایي چې کرینه د دې کردار لوبولو وړ نه ده او باید رول ورنکړل شي.

په ټولنیزو رسنیو کې هندیانو د کرینې پر ضد کمپاین پیل کړی او ویلي یې دي چې کرینه کپور هندو دین ته هېڅ ارزښت نه لري او نه هم هندي خدایانو ته ارزښت ورکوي، نو باید چې هغه د سیتا په کردار کې راڅرګنده نه شي.

ځینو دا هم لیکلي چې کرینه کپور خان اوس مسلمانه شوې او هغه د (تیمور) مور ده.

دوی زیاتوي چې هغه دې د یوې هندۍ اتلې کردار په هېڅ ډول ونه لوبوي او له فلم جوړونکو څخه یې غوښتنه کړې ده چې د دې کردار لپاره دې یوه هندوه اداکاره غوره کړي.

کرینه کپور د سیف علي خان مېرمن ده چې اوس دوه اولادونه لري او د بالیووډ یوه له پخوانیو او مخکښو اداکارانو شمېرل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب