تاند (دوشنبه د جوزا ۲۴) د ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح وايي چې طالبانو پر یوې باریکې لارې پرمختګ کړی دی او په وینا یې دغې ډلې ته به نیول شوې سیمې په ګورستان بدلې شي.
ښاغلي صالح نن پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، یو شمېر سیمې چې طالبان د سقوط نوم ورکوي د یوې باریکې لارې پرمختګ دی او هغه څوک چې له طالبانو سره په جګړه کې بلد دي پوهېږي چې یادې سیمې به د طالبانو لپاره په ګور بدلې شي.
امرالله صالح داسې مهال دا څرګندونې کوي چې افغان امنیتي ځواکونو په دې وروستیو کې یو شمېر ولسوالۍ د تکتیکي شاتګ په نوم پریښی او طالبان وايي چې دوی په تېرو ۴۰ ورځو کې ۳۰ ولسوالۍ نیولي دي.
د ولسوالیو د سقوط خبرونه وروسته له هغې زیات شول چې امریکا د روان زېږدیز کال د سپټمبر تر ۱۱مې نېټې پورې له افغانستان د خپلو ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ چې له دې سره تاوتریخوالی ډېر او جګړې تېزې شوې.
ورته مهال د يو شمېر هغو ولسواليو اوسېدونکي چې تازه د طالبانو لاس ته ورغلي وايي چې دوی له سختو ستونزو سره مخامخ دي، ځیني ګډوال شوي او ځیني هم د جګړو له امله له کورونو نه شي وتلی.
دوی د ولسوالیو د سقوط لامل په خپل وخت افغان ځواکونو ته د مرستو نه رسېدل په ګوته کوي او وايي چې له همدې امله یې رسېدلي حاصلات په ځمکو کا پاتې دي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې د لوګر څرخ ولسوالي، د نورستان منډول او دواب، د لغمان دولت شاه، د بغلان بورکه، د بادغيس مرغاب، قادس او سنګ اتش، د غزني دهيک او جغتو، د زابل شينکي او ارغنداب، د کندهار ارغستان، د هلمند واشير، د هرات فارسي، د ميدان وردګو نرخ او جلرېز، د غور شهرک او تولک، د فاریاب قیصار، د ارزګان چنارتو او ګېزاب، د فاریاب دولتآباد، د تخار چاهآب او اشکمش، د بدخشان ارغنجخواه، د سرپل سوزمه قلعه، د بلخ زارع او دغه راز د فراه پشت رود او جوین ولسوالۍ دوی نیولې دي.
خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت بیا وايي، چې طالبانو یوه ولسوالي هم نه ده نیولې، بلکې په ځینو سیمو کې دوی لنډ مهالی تاکتیکي شاتګ کړی.
د ملي دفاع وزارت وايي چې د دغو ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره په جدیت سره کار روان دی او ډېر ژر به تصفیه شي.