چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهقریشي: ولسمشر غني واشنګټن ته ځي، پر پاکستان دې پړه نه اچوي

قریشي: ولسمشر غني واشنګټن ته ځي، پر پاکستان دې پړه نه اچوي

تاند(دوشنبه، د جوزا ۲۴) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن وویل، د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني به د یوه پلاوي په مشرۍ ژر واشنګټن ته لاړ شي.

قریشي د افغانستان او پاکستان د دوه اړخیز دیالوګ ډلې په پرانستونکې غونډه کې وویل، ولسمشر غني او نژدې کسان به یې ژر واشنګټن ته په رسمي سفر لاړ شي.

«زه دوی ته نېکمرغه او ښه سفر غواړم خو اجازه راکړئ چې دا مخکې تر مخکې ووایم، که د دې سفر هدف د تور لګولو د یوې نوې لوبې پیلول وي او پاکستان په افغانستان کې د ټولو ناروغیو او د سولې په پروسه کې د نه پرمختګ مسوول ګڼل کېږي، ګټه به ونه کړي.»

ده په عین حال کې وویل، که د افغانستان د سولې پروسه خرابېږي، پاکستان یې باید مسوول ونه بلل شي.

«دا ګډ مسوولیت دی او هیڅوک باید ورته نور پام ونه کړي چې که حالات خرابېدل نو پاکستان پرې ملامت کړي. موږ مسوولیت په غاړه نه اخلو. پاکستان په افغانستان کې د سولې په پروسه کې رښتینی او مخلص دی.»

قریشي زیاته کړه«موږ په کافي اندازه تورن شوي یوو.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې د ټرک ټو په نوم د افغانستان او پاکستان د نظرخاوندانو غونډې ته ورکړې.

په دې غونډه کې، چې په غیردولتي کچه جوړه شوې، د دوو هیوادونو ترمنځ د راتلونکو اړیکو، سولې، پرمختګ او دوستۍ پر موضوعاتو خبرې کېږي.

5 COMMENTS

  1. قریشي ته باید وویل شي چې افغانستان به د ډېرو پنجابیو او بنجابسپیو مدفن وګرځي ، ته یې رالېږه او مونږ به یې جهنم ته لېږو .

  2. قسم مې کړی و چې نور به چا ته کنځل نه کوم، خو ددې کوسۍ زوی لپاره به بیا کفاره ورکړم. دا د ماچه سپی زوی څنګه نه شرمېږي چې داسې بې دربه خبرې کوي. یاره د هغه سم پاکستانی پنجابی په خاندان یې ورومنډم. تر دې حرموني او پلیده ، فاحش او بې نصبه طایفه په قران که د ځمکې پر مخ پیدا کړئ. دا ټول د دجال اولاده دي. نه پوهېږم چې په دې ملک کې کوم سم مسلمان شته چې خپل اواز پورته کړي او دا د دجال اولاده ته ووایې چې دوی په افغانستان کې څوک وژني. نه، پاکستانی مشران خپلې ګټې تر خدای، رسول، قران، ایمان، انسانیت او حتی د خپلو ښځو له پرتوک هم با ارزښته ګڼي. د هغه اسلامي هېواد اسلامپالي مشران چې په موردګاوخانو کې يا شریکان دي او يا ترې تکس اخلي له هغو نه د سم عمل توقع نشته. الله به ضرور په دوی داسې یو اسماني افت نازل کړي چې خلاصی به ترې نه لري. له کنځلو بخښنه غواړم.

  3. ګرانو دوستانو زما یو نظر دادی چی په کنځلو او بد ویلو څه نه کیږی بس همدومره بس ده چی په فیسبوک ځینی کسان بدی ویناوی لیکو یا تبصیری لیکو څوک په طالب باندی بد وایی څوک په کرزی یا غنی پسی یا مخکینی ولسمشر داکتر نجیب الله پسی کیدای شی ځینی لا په شهید داود خان او غازی امان الله خان پسی بد او رد وایی
    د قریشی د اوسنی خبری په اړه دومره باید ولیکم چی کچیری رښتیا ډاکتر اشرف غنی امریکا ته ځی نو باید د ۴۳ او ۲۰ کلنی جګړی په اړه د امریکا کانګریس، او د امریکا ولس ته ووایی چی د افغانستان تیرو دولتونو او اوسنی دولت د امریکا پوځ او استخباراتو د پاکستان د پوځ او ISI د کړنو او مداخلو په اړه مستند راپورونه ورکړی مګر تر نن پوری د امریکا ، برتانیه او امنیت شورا او ورسره د بشرحقوقو نړیوالی اداری او همدارنګه د FATF نړیوال سازمان له لوری په تور لیست کې ندی شامل شوی چی دا یو ډول سیاسی او اقتصادی فشار دی چی پدی ډول سره پاکستان کولی شی خپلی جنګی پالیسی چی د پښتنو او افغان ولس لپاره د برتانیی په همکاری تیاره کړی لاس په سر شی.
    نو غنی باید نړیوالو ته په ځانګړی ډول د امریکا ولس او ګانګریس ته هرڅه بربنډ کړی ځکه دا د همدی ولس حقیقی غږ دی چی نړیوال یی واوری. کچیری داسی نشی کولی نو غنی ته پکار ده چی نور افغانان د امریکا د پروژو په وړاندی ونه وژنی ځکه افغانان هم حق لری چی د نوری نړی په شان خپل اقتصاد ورغوی او آزاده زندګی وکړی

    سوال دادی چی ولی نړیواله ټولنه او امنیت شورا پدی ۴۳ یا ۲۰ کلنی جګړی په دوران ولی د افغان ولس غږ نه اوری او پاکستان پوځ او استخباراتو دومره نشی ویلی چی څه کوی او ولی یی کوی آیا افغانان بشر ندی یا افغانستان د پاکستان خاوره ده چی نړیوالی ورباندی پټه خوله دی یا دا ټول دستوری پروژی او طرحی دی چی برتانیه ډیزاین کوی او پاکستان پوځ یی دلته عملی کوی نو باید نړیواله ټولنه کچیری په رښتیا د بشر حقوقو ته درناوی لری ددی ولس غږ واوری او پاکستان لاس غوڅ کړی چی موږ افغانان هم د نوری نړی د ولسونو په شان آزاد ژوند وکړو

  4. دا یوازینی وسیله وه چې د زړه بړاس پرې باسم خو بیا هم د دوستانو په خواهش کنځل سر له نن نور بند. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب