چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهامریکا: وضعیت ته ګورو، که اړتیا شوه بیرته راګرځو

امریکا: وضعیت ته ګورو، که اړتیا شوه بیرته راګرځو

تاند(دوشنبه، د جوزا ۲۴) د متحده ایالاتو د مرکزي قومندان قومندان جنرال کینټ مکېنزي ویلي چې دوی په افغانستان کې وضعیت له نږدې څاري او له هرې ممکنې لارې هڅه کوي چې پر داعش او القاعده ډلې فشار راوړي.

نوموړي له ملیټري ټایمز سره په تازه مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ښکاري طالبان د افغانستان کنټرول بېرته نیسي ویلي، دوی لا هم له اسمان څخه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي.

مکینزي وایي، طالبانو ته وخت ځکه ورکړل شوی دی چې امریکا غواړي دغه ډله وازمایي خو په وینا یې؛ دوی د افغان ځواکونو ملاتړي دي، نه یوازې اوس بلکې د تل لپاره.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې که طالبان لوی ښارونه ونیسي نو دوی به څه وکړي وویل، دوی همدا اوس د وتلو له پلان سره یو ځای پر دې هم کار کوي چې د ورته ستونزې په صورت کې بېرته افغانستان ته څنګه را وګرځي.

د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر به نن د ناټو له غړو هېوادونو سره پر افغانستان او نورو مسایلو خبرې کوي.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې نن بايډن په بروکسل کې د ناټو له شاوخوا دېرشو غړو هېوادونو سره خبرې کوي او د بحث موضوعات یې هم افغانستان، روسیه او ځينې نور نړیوال موارد دي.

امریکا به د ناټو د ځواکمن غړي هېواد په توګه له افغانستان د سرتېرو ایستلو، د افغان ځواکونو پر ملاتړ او نورو اړوندو مسایلو خبرې وکړي.

تر دې وړاندې هم د ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي وو چې د ناټو د مشرانو د بحث موضوع یوه هم افغانستان ده او ددغه هېواد په اړه به مهمې پرېکړې وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی