جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهوړانګه لوڼۍ: هیڅوک پر پښتنو جګړه نه شي تحمیلولی

وړانګه لوڼۍ: هیڅوک پر پښتنو جګړه نه شي تحمیلولی

تاند ( دوشنبه، د جوزا ۲۴ مه ) د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه غړې او د ارمان لوڼي خور وړانګې لوڼۍ وایي چې اوس پښتانه سره یو شوي، خپلې موخې یې ټاکلې او د خپلو ستونزو د اواري لپاره به هلې ځلې کوي.

هغې چې نن د خیبر پښتونخوا د بنو په جاني خېلو کې د یو قومي مشر د وژل کېدو په غبرګون کې پیل شوي پرلت ته خبرې کولې وویل چې نور دې ټول دا فکر له سره وباسي چې له دې وروسته به هم جګړه پر پښتون تحمیل کړلی شي.

نوموړې زیاته کړې، پښتانه اوس را وېښ شوي دي او د خپلې خاورې د امن لپاره یې هلې ځلې پیل کړې دي.

د وړانګې په وینا، پښتانه ځان ژغورنه غواړي خو هره ورځ وژل کېږي، ولې باید ووژل شي.

هغې د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، نور باید هیڅ پښتون په ناحقه ونه وژل شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دې غړی پر ټولو پښتنو د یووالي غږ کړی دی او زیاته کړې یې ده چې ټول دې د جګړو د مخنیوي لپاره سره راټول شي او کور په کور دې د ځان ژغورنې نعره پورته کړي.

وړانګه لوڼۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مبارزه غړې ده چې د یاد غورځنګ په ډېرو غونډو کې د پښتنو د حق غوښتنې غږ پورته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...