تاند (دوشنبه د جوزا ۲۴) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې په اړولو سره د کندز د خان اباد ولسوالي بېرته نیولې ده.
د طالبان ویاند ذبیحالله مجاهد نن وویل چې افغان ځواکونه نن سهار د کندز ولایت د خاناباد ولسوالۍ له مرکز، امنیه قوماندانۍ او نورو اړوندو سیمو څخه وتلي او دغه ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالب جنګیاليو لاسته ورغلې ده.
خو د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې افغان ځواکونو د کندز د خان اباد ولسوالۍ بېرته نیولې او طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې.
د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې ګډو افغان ځواکونو په دغې ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد چاڼیز عملیات پیل کړي او د امنیې قوماندانۍ او ولسوالۍ مقام څخه په شا تمبول شوي دي.
سرچینه وايي، د عملیاتو په پایله کې ۳۵ وسله وال طالبان وژل شوي، ۲۰ نور ټپیان دي او دغه راز یوه اندازه وسله او مهمات هم د افغان سرتېرو لاس ته ورغلي دي.
د دفاع وزارت وايي، چاڼیز عملیات دوام لري او ډاډ څرګندوي چې دغه ولسوالي به په بشپړه توګه د وسله والو له شتون څخه پاکه کړي.
د کندز سیمه ييزو امنیتي چارواکو هم د افغان ځواکونو له لوري د خاناباد ولسوالي بېرته نیول تائید کړي دي.
د دغه ولایت د پولیسو د ویاند انعامالدین رحماني په خبره تېره شپه په خاناباد ولسوالۍ باندې د طالبانو له برید ورسته افغان ځواکونو له دغې ولسوالۍ شاتګ وکړ او د ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره یې په طالبانو بریدونه پیل کړل.
طالبانو تراوسه په دې هکله خپل نظر نه دی څرګند کړی.
ورته مهال امرالله صالح وايي چې طالبانو پر یوې باریکې لارې پرمختګ کړی دی او په وینا یې دغې ډلې ته به نیول شوې سیمې په ګورستان بدلې شي.
د ولسوالیو سقوط؛ امرالله صالح: نیول شوې سیمې به د طالبانو په هدیرو بدلې شي