جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد ناټو سرمنشي وايي د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمن يوو

د ناټو سرمنشي وايي د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمن يوو

تاند(دوشنبه، د جوزا ۲۴) د ناټو سرمنشي يان سټولنبرگ يو وار بيا ټينگار وکړ چې افغان ولس او افغان امنيتي ځواکونه به يوازې نه پرېږدي.

ښاغلي سټولنبرگ دا خبرې په داسې وخت کې کړي دي چې د ناټو سرمشريزه کېدونکې ده او په افغانستان کې وسله والو طالبانو په گڼو ولايتونو کې خپلو بريدونو ته دوام ورکړى دى.

د ناټو سرمنشي وويل “موږ به لا هم د افغانانو او د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوو. موږ به افغان امنيتي ځواکونو ته مالي مرستې جاري ساتوو. دا هغه هوډ دى چې ټولو اېتلافي غړو کړى دى”.

په لوېديځ کې د پوځي چارو ځينې کارپوهان په دې باور دي چې وسله وال طالبان د بهرنيو ځواکونو د ايستلو په درشل کې پر افغان پوځ فشار زياتوي او غواړي د هغوى مورال وځپي.

که څه هم طالبانو په دې وروستيو کې ځينې ولسوالۍ ونيولې خو لا هم ونه توانېدل چې د کوم ولايت مرکز ونيسي.

وسله والو طالبانو په ٢٠١٥ کال کې چې لا هم په لسگونو زره نړيوال ځواکونه په افغانستان کې وو د کندز ولايت مرکز دوه ځلې ونيوه ، اوس يې د لغمان، کندز، سرپل او هلمند ولايتونو د مرکزونو نيولو ته ډېره هڅه وکړه خو تر اوسه پکې ونه توانېده.

په لوېدېځ کې پوځي کارپوهان وايي د طالبانو له لورې به دغه هڅې تر يوه وخته روانې وي خو د افغان موضوع حل يوازې او يوازې د سولې په خبرو کې دى.

په همدې ترڅ کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي ولسمشر اشرف غني شايد په لنډو ورځو کې واشنگټن ته ولاړ شي او هلته اسلام اباد د افغانستان په وروستيو نا امنيو تورن کړي.

ښاغلي قريشي وايي دوى دا خبره نه مني او سر له اوسه وايي چې پاکستان د افغانستان په روانو نا امنيو کې لاس نه لري.

په افغانستان کې ډېر خلک په دې باور دي چې له پاکستانه ډېر کسان د جگړې لپاره ورغلي دي. په دې وروستيو کې د عوامي نشنل گوند يوه مشر ايمل اسفنديار ولي هم ويلي و چې له افغانستانه گڼ شمېر پاکستاني مړي پاکستان ته وروړل کېږي او بايد د دې پوښتنه وشي.

1 COMMENT

  1. قریشي ته باید وویل شي چې افغانستان به د ډېرو پنجابیو او بنجابسپیو مدفن وګرځي ، ته یې رالېږه او مونږ به یې جهنم ته لېږو .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب