یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د عامې روغتیا وزارت: له ازبکستانه د اکسیجن وارد شوې...

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت: له ازبکستانه د اکسیجن وارد شوې زر ډبې ټولې تشې وې

تاند (دوشنبه د جوزا ۲۴) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي د اکسیجن زر ډبې چې څو ورځې وړاندې له ازبکستانه وارد شوې وې ټولې تشې وې.

د عامې روغتیا سرپرست وحید مجروح وايي که دا ډبې له اکسیجن ډکې وی، نو ۵۰۰ یې د بلخ ولایتي روغتون او پاتې نورې يې د نورو روغتونونو لپاره ځانګړې شوې وې.

نوموړی وايي، دا کار سهوا شوی دی خو زیاتوي چې له دې تشو ډبو هم ګټه اخیستل کېدای شي. دده په خبره تاجکستان حاضر دی چې هره ورځ افغانستان ته ۵۰۰ ډبې له اکسیجن څخه ډکې کړي.

هغه زیاتوي، « له نېکه مرغه اوس زموږ یو ملي سوداګر ۳۰۰ ډبې ډکوي، له ایرانه مو درې نیم زره ډبې اکسیجن پېرلی دی، نن رابار شوي دي، که هلته د ټاکنو له امله ستونزه پیدا نه‌شي، نو په راتلونکو دوه ورځو کې به افغانستان ته راورسېږي، دا به په مرکز او یو شمېر ولایتونو کې تقسیم شي.»

بلې خوا ویل کېږي چې د کابل په شخصي شرکتونو کې د اکسیجن د یوې ډبې بیه ان ۱۵ زره افغانیو ته پورته شوې ده.

خو د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح وايي چې اوس ‌مهال په کابل کې د کورونا ناروغانو لپاره په ځانګړو شویو څلورو روغتونونو کې د اکسیجن د تولید ماشینونه نصب شوي او په دې روغتونونو کې ناروغان له همدې اکسیجنه ګټه اخلي.

باید وویل شی چې تازه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۱،۸۰۴ نور کسان په کورونا ویروس اخته شوي او ۷۱ کسان ترې مړه شوي دي.

په دې سره په افغانستان د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۹۳،۲۷۲ او له امله ‌يې د مړو شمېر ۳،۶۸۳ ته ورسېد.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب