سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهجهادي مشر قاضي امین وقاد د اکسیجن د نه شتون له امله...

جهادي مشر قاضي امین وقاد د اکسیجن د نه شتون له امله وفات شوی

تاند (دوشنبه د جوزا ۲۴مه) د هېواد پخوانی جهادي مشر او د حزب اسلامي د شوراګانو د اتحاد غړی قاضي امین وقاد نن د کورونا له امله ومړ.

د ښاغلي وقاد زوی صهیب وقاد، رسنیو ته منلې چې پلار یې د کورونا له امله وفات شوی دی.

صهیب وقاد ویلي چې پلار یې له تېرو دوو کلونو راهیسې ناروغ و او په دې وروستیو کې یې روغتیايي حالت د کرونا له کبله ډېر نازک و چې  نن یې د اکسیجن د کمښت له امله ساه ورکړه.

کرونا وبا له تېرې یوې اونۍ راهیسې په هېواد کې هره ورځ له پنځوسو ډیر کسان مړه کړي چې پخوانی خبریال او د سیاسي مسایلو کارپوه نبي مصداق، د کابل پوهنتون استاد او د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی سرپرست محمد رسول باوري او د لغمان پخوانی والي، فضل الله مجددي یې له افغان پیژندل شوو او مشهورو کسانو څخه دي.

د رسمي شمېرو له مخې تر دې مهاله په ټول هېواد کې څه باندې درې نیم زره کسان د کورونا له لاسه مړه شوي او په دې وبا د ټولو اخته کسانو شمېر څه کم نوي زرو  ته رسېدلی دی.

د اکسیجن د نه شتون له امله د قاضي امین وقاد د مړینې خبر په داسې حال کې خپریږي چې د هېواد په روغتونونو کې اوس هم سلګونه پر کورونا اخته ناروغان یې له کمښت او یا هم له نه شتون سره لاس او ګریوان دي.

په همدې حال کې بیا د روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح، نن د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل چې د ازبکستان هېواد له لوري مرسته شوې د اکسیجن ۱۰۰۰ ډبې چې تازه هېواد ته را رسیدلې وې، د ناسم پوهاوي له امله ټولې یې خالې وي.

هغه زیاته کړه چې دوی د اکسیجن له نه شتون نه، بلکي له کمښت سره یې مخ دي چې ډیر ژر به دا ستونزه حل کړي.

3 COMMENTS

  1. بس څه يې چې کرلي و اوس يې وريبل،همدا جهاديان و چې نه ډاکټر تر پاتی سو نه کادرونه،ټول يې له تېغه تېر کړل يا يي وطن پريښود…‌اوس هم چې دولت لږ کوښښ وکړي دوی بايد خپل جب ډک کړي…. رب دې ټول خئنان چې افغانستان او افغانان يې دې حالت ته راورسول تبا کي چې اوس افغانان د عادي مریضي لپاره پاکستان او هند ته منډې وهي او ټولی شتمنۍ يي په دې وطنونه کې مصرف کړې

  2. بلی فتنه ناک او د اجنبیو غلام وقاد امین ئي د کرونا په وسیله له مینځه یووړۍ شو ، امید دی چی دا نورو غلامانو ته هم کرونا ژر ورسیږی ، امین !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب