سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeروغتیاپه ټول هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ عمومي واکسین پیل شوی

په ټول هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ عمومي واکسین پیل شوی

ن(دوشنبه د جوزا ۲۴مه) نن په ټول هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین پیل شو.

عامې روغتیا وزارت، د روغتیا نړیوال سازمان او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونیسیف په ګډه د یاد واکسین د تطبیق کمپاین پیل کړی دی.

ټاکل شوې، د روانې جون میاشتې تر اولسمې نېټې شاوخوا نهه میلیونه او نهه لکه افغان ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دی واکسین شي.

د عامې روغتیا وزارت له لوري په همدې اړه په خپره کړې اعلامیه کې د دغه وزارت د سرپرست وحید مجروح له قوله ویل شوي، له دریو میلیونو او دریو لکو زیات ماشومان به په یو شمېر سیمو کې د واکسین له اخیستلو محروم پاتي شي.

په اعلامیه کې له واکسین څخه د یاد شمېر ماشومانو د پاتې کېدو دلیل نه دی په ډاګه شوی، ډیر کله په هغو سیمو کې له واکسین کولو سره مخالفت ښودل کیږي چې د طالبانو تر واک لاندي وي.

پولیو یوه ساري ناروغي ده چې د ملا د تېر تر منځ مهمه عصبي رشته یا نخاع زیانمنوي او بلآخره د ناروغ د ګوزڼ سبب کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب