تاند- د سپارتاکوس (Spartacus) پاڅون له میلاد مخکې په ۷۳م کال د دسمبر په نهمه پیل شو. هغه د “تراس” اوسېدونکی و، چې د ایجې سمندرګي په شمال کې دی او له یوناني نسل سره تړاو لري. سپارتاکوس د روم په پوځ کې یو مرستندوی سرتېری و. د لرغوني لیکوال “اپیان” په وینا، چې د سپارتاکوس د پاڅون کیسه یې لیکلې ده، معلومه نه ده چې ولې هغه د ګلادیاتورانو ډلې ته ورګډ شو، چې عموماً د روم د پوځ له خوا نیول شوي بهرني پوځیان پکې شاملېدل. هغه تر میلاد ۷۴م کاله مخکې ګلادیاتور شو.
ګلادیاتورانو ته دا دنده سپارل شوې وه چې د روم د مشرانو لپاره د ساتېرۍ په موخه له یو بل سره په وسله جګړه وکړي، څو هغوی خوشاله کړي. سپارتاکوس دا عمل غیر انساني باله او ګلادیاتوران یې د روم د حکومت پر ضد سره متحد کړل. د یوې نندارې پر مهال یې پاڅون وکړ، له خپلو زنځیرونو خلاص شو او د وزوويوس په غر کې پټ شو. له هغه ځایه یې د نورو غلامانو د لمسوبو هڅې وکړې، او کله چې د دوی شمېر ۷۰۰ کسانو ته ورسېد، له غره څخه ښکته شول او نورو غلامانو ته یې وسلې ورکړې.
هغوی پلان درلود چې د الپ غرونو له لارې خپلو ټاټوبو ته لاړ شي او پاتې ژوند په آزادۍ کې تېر کړي. په دې هڅه کې یې د روم دوه پوځونه مات کړل. خو د الپ په لمنو کې ځایي خلک د هغوی له لوی شمېر څخه ووېرېدل او لارې یې وتړلې. سپارتاکوس، چې غوښتل یې غلامان په امن خپلو سیمو ته ستانه شي، هڅه وکړه چې په بیړۍ کې له ایټالیا ووځي. په دې موده کې یې یو ځل بیا له رومي پوځیانو سره جګړه وکړه او بریالی شو.
د روم حکومت د پاڅون په کابو کولو کې پاتې راغلی و. بالاخره، مارکوس لیسینیس کراسوس د پاڅون د ځپلو لپاره ځان وړاندې کړ. هغه د شپږو لښکرو په مټ د سپارتاکوس ځای محاصره کړ. سپارتاکوس وویل که له ایټالیا څخه د وتلو اجازه ورکړل شي، جګړه به ونه کړي، خو په ۷۱ میلاد مخکې کال جګړه پیل شوه او سپارتاکوس په دې جګړه کې ووژل شو.
د سپارتاکوس پاڅون مات شو او کراسوس د نورو غلامانو د بېرولو لپاره ۶۰۰۰ اسیران د روم پر لاره په صلیب وځړول. دوی له لوږې او تندې مړه شول، چې داسې وحشیانه پېښه په تاریخ کې لږه لیدل شوې ده.
د پاڅون اهمیت:
د سپارتاکوس پاڅون د نړۍ په لرغوني تاریخ کې یو ستر پاڅون ګڼل کېږي.