Homeخبرونهبشار اسد روسیې ته رسیدلی، د دغه هیواد وروستی وضعیت

بشار اسد روسیې ته رسیدلی، د دغه هیواد وروستی وضعیت

تاند (دوشنبه، د لیندۍ / قوس ۱۹ مه) د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سوریې ولسمشر بشار اسد او د هغه کورنۍ روسیې ته رسېدلي او روسي چارواکو ورته سیاسي پناه ورکړې ده.

 د سوریې د ولسمشرۍ ماڼۍ او په دمشق کې د ایران سفارت لوټ شوي دي.

په دمشق کې د بشرا اسد ماڼۍ

شاوخوا پنځه کاله وروسته له هغه چې د سوریې کورنۍ جګړه په نسبي توګه کراره شوې وه، د نوومبر په ۲۷مه (د لیندۍ ۷مه) له ادلب څخه پر حلب د اسلامي یاغیانو له حملې او د دې مهم ښار له نیولو وروسته، د دوی چټک پرمختګ نورو سیمو ته هم شدت وموند. اوس د بشار اسد د رژیم له سقوط سره په سوریه او سیمه کې نوي بدلونونه روان دي.

د بشار اسد لوټ شوې ماڼۍ

د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې، د سوریې یاغیانو چې په چټکۍ سره بشار اسد نسکور کړ، د روسیې د پوځ د اډو امنیت تضمین کړی دی. د کرملین یوې سرچینې دا موضوع د یکشنبې په ورځ روسي خبري اژانسونو ته تایید کړه.

سرچینې د تاس او ریا نووستي دولتي خبري اژانسونو ته ویلي دي: «روسي چارواکي له وسله‌والو مخالفانو سره په اړیکه کې دي. د دې ډلو مشران په سوریه کې د روسیې د پوځ اډو او دیپلوماتیکو استازولیو امنیت تضمینوي.»

د اسلامي یاغیانو یا د هیت تحریر الشام له خوا د بشار اسد د رژیم له نسکورېدو وروسته، غلو او مجراغوښتونکو د ولسمشرۍ ماڼۍ، د اسد استوګنځی او په دمشق کې د ایران سفارت لوټ کړي دي. د یکشنبې په ورځ (د دسمبر ۸مه) په دې بریدونو کې، د ولسمشرۍ ماڼۍ د مېلمستون یوه برخه وسوځول شوه. د اسد استوګنځی، چې له ماڼۍ څخه څو کیلومتره لرې دی، نژدې بشپړ لوټ شوی دی.

د فرانس پریس خبریال په راپور کې ویلي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ مېلمستون په اور کې وسوځېد. د اسد په استوګنځي کې نژدې ټول شیان غلا شوي دي. یوازې څو ټوټې فرنیچر، شته اسناد او د لرې کړل شوي ولسمشر یو انځور پاتې و. څو ساعته وروسته، لسګونه کسان، چې ښځې او ماشومان پکې شامل وو، د اسد استوګنځي ته ننوتل او هلته یې عکسونه واخیستل.

ابوعمر، چې ۴۴ کلن دی، وویل: «زه د غچ اخیستو لپاره راغلی یم، ځکه دوی موږ په بې ساري ډول ځپلي یو.» هغه، چې د اسد په مجلل استوګنځي کې د خپل موجودیت له امله ډېر خوشحاله ښکارېده، زیاته کړه: «زه نور له هیڅ شي نه وېرېږم. اوس یوازې دې ته فکر کوم چې سوریه وال سره یو ځای شي او خپل هېواد بیا جوړ کړي.»

په دمشق کې د ایران د سفارت لوټ
د فرانس پریس یوه عکاس راپور ورکړی چې په سفارت کې اداري دفترونه غلا شوي، فرنیچر مات شوي او د ښیښو ټوټې په ځمکه پرتې وې. هغه دا هم لیدلي چې حمله کوونکي له سفارت څخه شیان د سفارت مخې ته په دورل شویو لاريو کې باروي.

د ایران سفارت

د سفارت دننه، المارۍ او د میزونو خانې خلاصې پاتې دي، اسناد، د ایران او سوریې بیرغونه او د رهبر عکسونه شړېدلي پراته وو، چې په دې کې د ایران د رهبر، علي خامنه‌يي، او د حزب الله د مشر، حسن نصرالله، عکسونه شامل وو.

د ایران دولتي ټلویزیون هغه ویجاړۍ وښودلې چې د سعودي شبکې العربیه له خوا ثبت شوې وې. په راپور کې راغلي چې «نامعلومو کسانو» پر سفارت برید کړی دی.

تهران ټایمز ورځپاڼې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند اسماعیل بقایي په حواله راپور ورکړی چې ایراني ډیپلوماتانو له برید څخه مخکې سفارت تخلیه کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...