تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۸ مه) احمد الشرع، چې په ابومحمد الجولاني مشهور دی او د «هیئت تحریرالشام» مشر دی، د یکشنبې په ماسپښین دمشق ته له ننوتلو سره سم د ځمکې ښکلولو په حال کې لیدل شوی دی.
نوموړي تر دې مخکې د سوریې ملت ته په یوه رسمي پیغام کې، چې د دې هېواد په راډیو، تلویزیون او رسمي خبري آژانس سانا کې خپور شو، ویلي: «راتلونکې زموږ ده.»
احمد الشرع زیاته کړه: «بېرته ګرځیدل نشته. موږ پرېکړه کړې چې هغې لارې ته، چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې پرې روان شوي یو، دوام ورکړو.»
احمد الشرع، چې د «جبهه النصره» غړی و، اوس ۴۲ کلن دی او د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې زیږیدلی دی.
ده تېره اوونۍ د خپلو ځواکونو له خوا د حلب ولایت له ناڅاپي نیولو وروسته د دې لرغوني ښار د کلا لیدنه وکړه.
نوموړي په لومړي ځل په یوه اته دقیقهیي مرکه کې د سيایناین خبریال ته د بشار اسد حکومت «یو مړی» وباله چې د روسیې او ایران د ملاتړ په زور ظاهراً ژوندی ښکاري.
له بلې خوا د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سوریې د یووالي، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پر درناوي ټینګار کړی او له راتلونکي حکومت سره یې د اړیکو د ساتلو غوښتنه کړې ده.
په دې اعلامیه کې، چې د یکشنبې په ورځ د لیندۍ ۱۸مه خپره شوې، ویل شوي چې د سوریې راتلونکی باید له بهرني مداخلې پرته یوازې د دې هېواد د خلکو په پرېکړه وټاکل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جګړو د ژر تر ژره پای ته رسېدو، د تروریستي اقداماتو د مخنیوي، او د ټولو ډلو په ګډون د ملي خبرو د پیل غوښتنه کړې ده.
وزارت دا ګامونه داسې ټولمنلي حاکمیت ته د رسېدو لپاره اړین بللي چې د سوریې د خلکو استازیتوب وکړي.
وای وای د جهاد پاڼې د امریکې خبریالانو ! دغه د نړۍ ټولې د تاسي د پلرونو د طاغوتي جهاد له برکته ده. سي ټوله نړۍ په تیره بیا اسلامي نړۍ په اور کې سوزي.غولبویدین او سیاف او نورو ناموس پلورونکو اشرارو له کافرستانه جهاد بناه کړ. امریکې او برطانې دوی داسي وکارول لکه د بازار رڼډۍ اخیر یې بیرته د ترورستانو نومونه ورباندي کیښودل. حتی سیاف سوډر خو ویل د کابل یو متر خاوره هم باید ویستل سي ځکه په دغه خاوره کمونیستان ګرزیدلي. اخیر دغو خدای شرمولو د غولبویدین په ګډون د یرغلګرو جنرالانو لاسونه ښکلول. دغه تر پرون ورځې د امریکې په زبه القاعده بیا دعیش نن دومره مسلمان او ولي سو سي خاوره مچوي ☹️؟ سیهونیستي یرغلګر یې خاورې ته ننوتل او خپله برخه یې ونیوله. دغه سوډر دغسي لکه زموږ اشرار د پردیو غلامان دي.
زه نه پوهیږم چی ایران ولی هرهیواد ته د ملی وحدت او ټول ګډونه حکومت وړاندیز کوی او په خپله د تاریخ په اوږدو کښی په دولت کښی د اقلیتونو نه، یو والی یا جنرال یا وزیر نه دی لیدل شوی .
او حتی په تهران کښی چی یو میلیون سنی مذهبه مسلمانان میشت دی د یو جومات اجازه هم نه ورکوی