تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۸ مه) د طالبانو حکومت د “هیئت تحریر الشام” ډلې له لوري د سوریې د حکومت د سقوط هرکلی کړی او ویلي یې دي چې په دې بدلون سره د سوریې د جګړې او بېثباتۍ عامل له منځه تللی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن (یکشنبه) په یوه اعلامیه کې د سوریې خلکو ته د بشار اسد پر رژیم د هیت تحریر شام ډلې د بري مبارکي ویله او ضمناً یې دې ډلې یو لړ سپارښتنې کړي دي.
د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د سوریې ټول اړخونه باید وضعیت داسې مدیریت کړي چې یو امن، متحد او باثباته نظام رامنځته شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې واک لېږد باید داسې وشي چې د ټولو خلکو له هیلو سره سم یو اسلامي نظام رامنځته کړي.
طالبانو له سوري یاغیانو غوښتي چې له اختلافاتو پرته عمومي بخښنه اعلان کړي او ټول خلک سره متحد کړي. همداراز یو مثبت سیاست غوره کړي چې سوریه له بهرنیو سیالیو څخه وساتي او د میلیونونو سوري کډوالو د بېرته راستنېدو زمینه برابره کړي.
دا په داسي حال کې ده چې د هیت تحریر شام مشر دمشق ته له رسیدو سره سم خاوره ښکل کړه او اعلان یې وکړ چې د سوربې راتلونکې د سوریې د ولس ده او هغوی باید په خپله خپل برخلیک وټاکي.