تاند (چهارشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۱ مه) د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړه چې په یوه انتحاري برید کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني وژل شوی دی.
مجاهد په یوه خبرپاڼه کې چې پر خپله ایکس پاڼه یې خپره کړې په دې يېښه کې د داعش لاس لرلو ته د تور ګوته نیولې او لیکلي چې خلیل الرحمان حقاني د «خوارجو» په برید کې وژل شوی دی.
طالبان د خوراجو اصطلاح د اسلامي دولت ډلې ( داعش) ته کاروي.
خو داعش تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي او دا ډله عموماً په ځنډ د بریدونو مسوولیت مني.
داعش په تېرو درو کلونو کې د طالبانو د بلخ د والي په شمول یو شمېر نور ټیټپوړي چارواکي په ورته بریدونو کې وژلي دي.
د خلیل الرحمان حقاني وراره، انس حقاني، خپل کاکا یو زړه ور مجاهد بللی او ویلي چې نوموړی د دوی د کورنۍ «مشر، سپین ږیری او مجاهد» و.
د انس حقاني په وینا، خلیل الرحمان حقاني د اسلام او ازادۍ لپاره له دوو امپراتوریو سره جګړه وکړه.
خلیل الرحمان حقاني د روسانو د اشغال پر ضد په جهاد کې هم برخه اخیستې وه.
راپورونه وايي چې حقاني نن (چهارشنبې) په خپل دفتر کې له یوه بل کس سره وژل شوی او په دې پېښه کې لږترلږه ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
طالب سرچینې وايي چې بریدګر په لاس پوري یوه فلزي ټوټه تړلې وه او د وزارت ساتونکو ته یې ویلي و چې ټپي دی.
طالبانو د حمله کوونکي عکس هم خپور کړی دی.
هماغسي چې انس حقاني ویلي خلیل الرحمان حقاني په جنګونو کې په ځلونو ټپي شوی او څو کاله یې په پاکستان کې بند هم تیر کړی دی.
امریکا د خلیل الرحمان حقاني پر سر ۵ میلیون ډالره جایزه ټاکلې وه.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او په تاجکستان کې د افغانستان سفیر ظاهر اغبر، چې د طالبانو مخالف دی، د خلیل الرحمان حقاني ترور غندلی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم دا پېښه غندلې ده.
طالبانو په ځلونو پاکستان د داعش په ملاتړ او ساتلو تورن کړی دی.
He was killed by Haibuatullah lowliest to give a clear message to Khalifa Haqani , that if you stand against us (KhawarJ) we will eliminate you.
ذبیح ته دروغ ګناه کبیره نه معلومیږی او داسی ښکاری چي منافقین غواړی پدی کار او انحصار سره د ملی تفاهم او روغې جوړې مخه ونیسی .