جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهافغانستان کې د لوړو زده کړو د ۱۱ خصوصي تحصیلي بنسټونو جوازونه...

افغانستان کې د لوړو زده کړو د ۱۱ خصوصي تحصیلي بنسټونو جوازونه لغوه شول

تاند ( چهارشنبه د لیندۍ/ قوس ۲۱مه) د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاالله هاشمي په یوه خبرپاڼه کې ویلي،چې “علمي، تدریسي او اداري اصولو ته د نه ژمنتیا، د خیالي استادانو او زده کړیالانو شتون، له اصولو سره سم د اداري کارکوونکو نشتون او ځینو نورو نیمګرتیاو” له امله یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۱ ښوونیزو بنسټونو جوازونه لغوه کړل.

هاشمي زیاتوي دغه ښوونیز بنسټونه غزني کې د سلطان محمود غزنوي، فراه کې د ابونصر، بادغیس کې د حنظله او حکمت، تخار کې فجرستان، کندز کې نمر، بغلان کې رویان او قدس، بلخ کې سادات، سمنګان کې مولانا جلال الدین بلخي او په هرات کې د الغیاث د لوړو زده کړو موسسې یاد شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه پرېکړه کړې،چې د دغو بنسټونو مسوولین دې عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي.

په دې ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت اړوندو بیه لرونکو اسنادو د قیمت معیاري کولو، د طالبانو د حکومت اړوند تحصیلي نهادونو په علمي مجلو کې د چاپ او خپرولو څخه عوایدو، د خصوصي تحصیلي بنسټونو د استادانو تقرر پروسې او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحثونه او لازمې پرېکړې شوې دي.

2 COMMENTS

  1. ندیم جانه، ستا او د انډیوالانو تخصص په ورانولو کی ثابت شوی او همدی ته مامور یاست ،حال دا چي صالح علما او امراء اصلاح،ترمیم ، دعوت او رشد ته ترجیح ورکوی او خیر وی د بشریت لپاره ؛ خو تاسی نه پوهیږی ،نه مشوره مني او نه په ـ فسئلوا اهل الذکر ان کنتم لا تعلمون ـ باندی ایمان لری فقط تړۍ ،شړۍ او ورانوی او دا خصوصیت ادنی انسانیت هم نه افاده کوی او مناسبه او عادلانه به دا وی چي خپل نظام طالبی وبولۍ نه اسلامی.

  2. THIS IS ORDER OF ISI
    THIS IS ORDER OF FORMER BRITISH.
    THIS IS IDEA OF SAQAW
    KEEP NATION UNEDUCATED &HUNGER
    WHEN YOU SHOW FOOD TO THEM/THEY WILL RUN TO YOU
    SON OF SAQAOO ALSO CLOSED DOORS OF EDUCATION
    EDUCATION IS SPYRIGHT OF ONE NATION
    YOUR ADMINISTRATION STEP BY STEP CLOSING EDUCATION ON AFGHAN
    I HOPE YOU DID NOT SPEAK PASHTO/ THIS IS A GREAT SHAME IN HISTORY FOR PUSHTOONS.
    ONE DAY WILL LIGHT COME ON AFGHANS
    NOW SORRY FOR AFGHANS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب